د عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف اصلي هدف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د جیو چینل په ټي وي پروګرام کښې اعتراف وکړ چې د پاکستان حکومت د جنرال راحیل شریف د قومندانۍ په لړ کښې د عربستان د حکومت د لیکلې غوښتنې په ځواب کښې خپل چمتووالی اعلان کړی دی او اوس هغه هر وخت چې وغواړي د سعودي عربستان به مشرۍ د پوځي ائتلاف د قومندانۍ لپاره دغه هیواد ته تللی شي.
د پاکستان مشهور خبریال سلیم صافي سلیم صافي د جنګ ورځپاڼې د روانې اوري میاشتې د اتمې نیټې په ګڼه کښې د (جنرال راحیل شرییف او عرب اتحاد) په عنوان سره یوه مقاله کښې لیکلي چې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د جیو چینل په ټي وي پروګرام کښې اعتراف وکړ چې د پاکستان حکومت د جنرال راحیل شریف د قومندانۍ په لړ کښې د عربستان د حکومت د لیکلې غوښتنې په ځواب کښې خپل چمتووالی اعلان کړی دی او اوس هغه هر وخت چې وغواړي د سعودي عربستان به مشرۍ د پوځي ائتلاف د قومندانۍ لپاره دغه هیواد ته تللی شي. خواجه آصف همدااشن اعتراف وکړ چې دا معامله د عربستان او پاکستان د حکومتونو ترمینځ شوې ده او جزئیات به یې هم د دواړو حکومتونو ترمینځ طی شي.
خواجه آصف په دغه ټي وي پروګرام کښې همداشان وویل چې د پاکستان حکومت په دې لړ کښې له جنرال قمر جاوید باجوا سره هم سلا کړې ده او کله چې دا موضوع په وړومبي ځل په جنورۍ میاشت کښې مطرح شوه نو د پاکستان حکومت د داسې ښودلو هڅه وکړه چې چني دا فیصله شخصاً جنرال راحیل شریف کړې وي.
سلیم صافي په خپله مقاله کښې همداشان مدعي شوی چې د ۳۹ اسلامي هیوادونو دا ائتلاف چې اوس ویل کیږي چې انډونیشیا او ملایشیا هم پکښې شامل شوي دي او په ظاهره د عربستان تر مشرۍ لاندې دی خو په حقیقت کښې یې سرپرستي امریکا کوي.
د سلیم صافي په لیکنه، نه یوازې د دې ائتلاف قومنداني راحیل شریف ته سپارله شوې ده بلکې پاکستان له مخکښې نه د دغه ائتلاف غړی و او د دې هیواد لپاره بیخي ناشونې وه چې د دغه سټراټیجک ائتلاف چې ترکیې او مصر یې هم غړي دي، غړی نه شي. هغه همداشان وویل: په ظاهره راحیل شریف د دغه اتحاد قومندان دی خو په حقیقت کښې به د پاکستان وزیراعظم نواز شریف یا دفاع وزیر خواجه آصف او یا هم د دغه هیواد د پوځ قومندان جنرال قمر جاوید باجوا به په رسمي توګه په دغه ائتلاف کښې استازیتوب وکړي.
مونږ په دې هکله د پاکستان د پوځ د پخواني قومندان او د دغه هیواد د سټراټیجکو څیړنو د مرکز د مشر جنرال مرزا اسلم بیګ نظر د ټیلیفون له لارې معلوم کړ چې دوي په ځواب کښې د جنرال راحیل شریفل لخوا د عربستان په مشرۍ پوځي اتحاد د قومندانۍ په منلو باندې په نیوکې سره وویل: د پاکستان پوځ او حکومت په دې لړ کښې په خپلو کښې غږمله دي او د جنرال اسلم بیګ په وینا، د امریکې د خوشالولو او د خپلو شخصي ګټو لپاره پاکستان دا ذلت او رسوائي منلې ده. د حکومت هدف دا و چې له یوې خوا امریکا او عربستان خوشال کړي او د راحیل شریف موخه هم په عربستان کښې مال او پانګې ته رسیدل دي.
د پاکستان د پوځ دغه پخواني قومندان څرګنده کړه چې دا وړومبی ځل نه دی چې د پاکستان د پوځ قومندانان او افسران چې متقاعد کیږي، ځي او امریکې او عربي هیوادونو ته خپل خدمات وړاندې کوي خو دا ځل مسئله لګه سخته ده ځکه چې جنرال راحیل شریف د هغو هیوادونو د پوځي ائتلاف قومنداني په غاړه اخلي چې د امریکې په حکم د شیعه هیوادونو خلاف جوړ شوی دی او د امریکې موخه دا ده چې دا ځل شیعه او سني هیوادونه په خپلو کښې ښکیل کړي.
هغه په ډاګه وویل چې دا یو سني اتحاد دی چې د امریکې په دسیسې سره د شیعیانو خلاف جوړ شوی دی ځکه چې د ایران د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته یې له دغه هیواد سره په ډاګه دښمني پیل کړې ده. لکه څنګه چې په سر کښې یې صدام د ایران له ولس سره ښکیل کړ خو کومه نتیجه یې ترلاسه نه کړه او دا مهال هم د ایران او د هغه د ملاتړو په خلاف بیلابیلې دسیسې کوي. عربي هیوادونه یې د ایران پر خلاف راپورته کړي او هغوي له ایرانه ویروي. د تیرو کلونو په اوږدو کښې یې پر دغو عربو هیوادونو د دریو لکو میلیارډ ډالرو په ارزښت وسلې او جنګې تجهیزات پلورلي دي. او تل دا هڅه کوي چې اسلامي نړۍ په شیعه او سني دوو برخو وویشي. خو د جنرال اسلم بیګ په وینا دا ځل یو ښه والی لري او هغه دا چې له اسلام سره د امریکې او لویدیځ دښمني ښکاره شوې ده او شیعه او سني مسلمانان په دې مسئلې پوه شوي دي. په همدې وجه مسلمان ولسونه به له خپلو حکومتونو پیروي ونه کړي او له هغوي څخه به لرې توب وکړي. د پاکستان د پوځ پخواني قومندان زیاته کړه: دغه ائتلاف په عربي هیوادونو کښې د خپلو لاس پوڅو دولتونو د خوشالولو او ساتلو لپاره د امریکا لخوا یوه سیاسي ننداره ده چې د مقاومت د جبهې په وړاندې چې ایران یې مشري په غاړه لري، خپله ملا نه شي نیغولی. او جنرال راحیل شریف هم د عربستان د خوشالولو او د پانګې د لاسته راوړلو لپاره دغه قومنداني منلې ده. خو هیڅ کار به پر مخ بیونځي. یوازې به د ائتلاف ځواکونو ته د ترهګرۍ سره د جنګیدو تعلیم ورکړي.
جنرال اسلم بیګ همداشان د ایران او پاکستان پر اړیکو د دغې مسئلې د اغیزو په باب هم وویل: که څه هم پاکستان تراوسه لا غلام دی او په خپلواکه توګه فکر نه شي کولی خو ایران یو آزاد هیواد دی او په خپلواکه توګه فکر کولی شي. دغه هیواد به د پآکستان ستونزې درک کړي. او پرې به نږدي چې دغه ستونزې د دواړو هیوادونو په اړیکو اغیزه وشیندي.
*/*/*/*/*/*/*/*