د پاکستان د پارلیمان مشر نن تهران ته راځي
د پاکستان د پارلیمان د مشر او د واکمن مسلم لیګ نواز ګوند د لوړرتبه غړي سردار ایاز صادق په مشرۍ یو پارلیماني پلاوی نن سهار تهران ته راځي.
ایرنا لیکلي چې د ایران اسلامي جمهوریت ته د ایاز صادق سفر د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) د مشر علي لاریجاني په رسمي بلنه ترسره کیږي.
ایاز صادق به نن د تهران امام خمیني هوايي ډګر ته له رارسیدو وروسته د حضرت بي بي معصومې(س) د پاک حرم د زیارت په موخه د قم مقدس ښار ته یو سفر ولري.
د پاکستان د پارلیمان مشر به د راتلونکې شنبې او یکشنبې په ورځو په تهران کښې له خپل ایراني همرتبه علي لاریجاني سره پر کتنې سربیره د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف، د صنعت، معدن او تجارت له وزیر محمد رضا نعمت زاده، د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن له مشر علاء الدین بروجردي او له ځینو نورو لوړرتبه ایراني چارواکو سره ملاقاتونه وکړي.