د وري د نولسمې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف خبرې راخیستي چې ویلي یې دي: برجام د هیواد په ځانګړو شرایطو کښې یو تاریخي ضرورت و.
خبر زیاتوي چې محمد جواد ظریف وویل: په اوسنیو حالاتو او له برجام نه په دې وروسته پړاو کښې زمونږ او د ایران د اسلامي شورا یا پارلیمان د نمایندګانو اصلي وړومبیتوب د برجام په متن کښې پرخپلو کړو ژمنو باندې د عمل لپاره پر مقابل لوري دباو اچول دي.
هغه د خپلو خبرو په دوام کښې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت په ټولو برخو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په حکمونو عمل کوي.
هغه د ایران د پارلیمان د لسم پړاو لپاره د غوره شویو استازو په ګډون یوه ترسره شوې غونډه کښې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د بهرني سیاست د پرمخ بیولو په دې لاره کښې د خلکو د استازو او غوره کړو کسانو په شمول د ټولو قواو ملګرتیا، یوزړه توب او همفکرۍ ته ضرورت لري او اوس له تاسو یعنې د اسلامي شورا له نویو استازو غواړو چې د بهرني او نړیوال سیاست په ډګر کښې زمونږ ملګري او مرستندویه ووسئ.
**
له تهرانه چاپیدونکې ایران ورځپاڼه به راواخلو . دې ورځپاڼې د ایران د خارجه وزارت د مرستیال حسین امیر عبداللهیان خبرې راخیستې دي چې وايي: ترهګرې ډلې دسوریې دکړکیچ په سیاسی حل لارې هیڅ باور نلري.
دایران دخارجه وزیر مرستیال دسوریې په شمال کښې د خان طومان سیمې په نیواک کښې د وسله والو مخالفانو او دترهګرو داقدام په غندلو سره وویل دروسیې له چارواکو سره دایران په خبرو کښې دتهران او دماسکو د پام وړ یوه (۱)موضوع دترهګرو لخوا داووربند د خلاف ورزۍ په موردونو بحث کول وو .
زمونږ خبریال وایی دایران دخارجه وزیر دعربو او افریقا دچارو مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل ترهګرې او بې مسولیته وسله والې ډلې چې په غلطې سره مینځ لارې حکومت ضد کسان بلل کیږی په سوریې کښې د اووربند له فضا په ناوړه استفادې کښې ثابتوی چې دغه ډلې دخارجی هیوادونو په ملاتړونو سره د پوځی اقداماتو ددوام کوشش کوی او په سیاسی حل لارې هیڅ باور نلری .
هغه وویل مونږ باوری یوو چې دسورېې دکړکیچ حل لاره یوازې سیاسی ده او نړیواله ټولنه باید ترهګر اوهغوې ته اړونده وسله والې ډلې وغندی او دغه ډلې باید وځپل شی چې دسیاسی لارې دپرمختګ لپاره فرصت برابر شی .
** ایران د سوریې په اړه یو بل خبر هم راخیستی دی او لیکي: په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سلاکار وویل: دښمنانو فکر هم نه کوه چې سوریه به یې په وړاندې پنځه کاله ټینګه شی.
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار علی اکبر ولایتی په دمشق کښې د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر ولید المعلم سره په کتنه کښې وویل: چا له سره ګمان هم نه کوه چې د سوریې ولس او حکومت وتوانیږی د ترهګرو او افراطیانو د یرغل په وړاندې کابو پنځه کاله په میړانې سره وجنګیږی.
په نړیوالو چارو کښې د معظم رهبر سلاکار څرګنده کړه: د مقاومت چورلیز به پرې نږدی چې د سوریې او سیمې د نابودولو لپاره د دښمنانو پلانونه او دسیسې عملی شی.
ښاغلی ولایتی په مختلفو برخو کښې د ایران او سوریې د ملګرتیاو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو هلوځلو ته په اشارې سره هیله وښودله چې د دواړو لورو ترمینځ په اټکل شویو پلانونو او پروګرامونو سره دغه هدف ترلاسه شی.
په دغه کتنه کښې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم هم وویل: د ترهګرو په وړاندې بریالیتوب او مقاومت د ایران په ملاتړ سره عملی شوی دی.
هغه وویل: د ایران دښمنان په دې ټولو کلونو کښې د جنګ او محدودیت په رامینځته کولو سره د ایران د اسلامی جمهوریت کمزوری کولو په لټه کښې وو خو هغه څه چې وینو ستاسو د هیواد ورځ په ورځ زیاتیدونکی اقتدار او د دښمنانو کمزورې کیدل دی.
** را به شو له کابله چاپیدونکو ځینو ورځپاڼو ته.
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره له حزب اسلامي سره د سولې خبرو، د اساسي قانون د نقض په اړه اندېښنو او د توتاپ پروژې مخالفتونو ته ځانګړي کړي دي.
سرخط ورځپاڼې له حزب اسلامي سره د سولې خبرو ته یو تحلیلي مطلب ځانګړی کړی او دا سرلیک یې ورکړی چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې او له ستونزو ډکه لاره.
په مطلب کې راغلي، له حزب اسلامي سره د سولې خبرې پرمخ تللي خو د دغه ګوند سلګونه غړي په زندانونو کې دي او لا هم د ملګرو ملتونو په تورلېست کې شامل دي.
د مطلب لیکوال ویلي، حزب اسلامي د افغانستان د ستونزې یوه برخه ده او داسې اټکل نه کیږي چې له سولې سره د دغې ډلې یوځای کول دې په امنیتي وضعیت کې د پام وړ بدلون راولي.
د ورځپاڼې په باور، د حکومت دننه یو شمېر هغه کړۍ چې پخوا د حزب اسلامي مخالفت کې جنګیدلې اوس هڅه کوي چې سولې ته د حزب اسلامي د راتګ مخه ونیسي، خو لیکوال ویلي، باید د دا ډول هڅو مخه ونیول شي او د سولې خبرې موافقې ته ورسیږي.
کابل پوسټ هم همدې موضوع ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې له حزب اسلامي سره خبرې لا هم په ګونګ حالت کې دي.
په مطلب کې د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي د یوه غړي محمد کریم امین په حواله لیکل شوي چې یوشمیر کړۍ نه غواړي د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ خبرې موافقې ته ورسیږي.
همدې ورځپاڼې بیا د اساسي قانون د نقض په اړه د ازادۍ کور وروستي څیړنیز راپور ته اشاره کړې چې په کې ویل شوي، د اساسي قانون یوازې دغه ماده نه ده نقض شوې چې کابل د افغانستان مرکز دی، خو پاته نورې مادې په یوه ډول سره نقض شوي دي.
ملي ارمان هم د اساسي قانون نقض ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اساسي قانون ستر سرغړونکی په ګوته شوی دی.
په مطلب کې راغلي چې اساسي قانون په تیرو ۱۳ کلونو کې د ارګ د چارواکو، وزیرانو، معینانو او د ملي شورا د غړو له خوا نقض شوی دی.
ملي پروژې او له ملي ستیجه لویدلي سیاستوال دا د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی چې د توتاپ پروژې په اړه مخالفتونو ته ځانګړې شوې ده.
په سرمقاله کې راغلي، د افغان ولس لویه ستونزه دا ده چې ملي پروژو ته سمتي او قومي تمایلات پيدا کیږي او د حکومت دننه هم داسې ډلګۍ موجودې دي چې لویو څوکیو ته رسیدلي خو واړه سمتي فکرونه لري.
/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
عبدالماجد درانی