د غوئي د دویشتمې نیټې ورځپاڼې
ګرانو مینه والو دا دی یوځل بیا ورځپاڼو ته د کتنې په پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو، عزیزانو نن هم وړومبۍ د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیوورځپاڼو مهم مطالب درسره شریکوو.
د تهران ورځپاڼو په سر کښې افکار ورځپاڼه راخلو چې پخپل وړومبي مخ یې د بیت ا... شریف او پکښې د حاجیانو او زیارتوالو د ګڼې ګوڼې یو په زړه پوری انځور چاپ کړی او ترې لاندې یې لیکلي دي: عربستان ته د ایران لس ورځنی الټي میټم.
په خبر کښې لولو چې د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر په دې خبرې سره چې د حج په هکله وروستۍ پریکړې ته ډیر وخت نه دی پاتې، ټینګار وکړ: که سعودي عربستان لس ورځې نور هم خپل دغه ناآشنا کړچار جاري وساتي نو د حج د عالي شورا د بیړنۍ غونډې د ترسره کیدو غوښتنه به وکړو څو د روان کال د حج لپاره وروستۍ او فاینل پریکړه وشي.
خبر زیاتوي چې د ایران او سعودي عربستان ترمینځ د حج په هکله د روانو خبرواترو وخت په داسې حال کښې ختمیدو ته نزدې شوی چې عربستان د حج د وزیر په بدلولو سره یوه نوې لوبه پیل کړې او د حج او زیاراتو د ادراې اټکل دا دی چې دا بدلون موجوده وضعه له لا جدي شخړې سره مخامخ کړي. په همدې وجه د حج او زیاراتو د ادارې مشر سعید اوحدي په هغه لیک کښې چې په دې وروستیو کښې یې د اسلامي کانفرنس سازمان ته لیږلی، غوښتي دي چې عربستان دې د خپل توکم پال او غیرمسئولانه کړچار او همداشان د خپلو وعده خلافیو ځواب ورکړي.
آخوا د ایران داسلامی ارشاد اوکلتوروزیر ویلي که چیرې د ایران نظر او ګټې تامین شی نو دایران خلک حج ته ورځی په بله بڼه کښې به په پریکنده توګه دایران خلک حج ته لاړ نشی .
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې د ایران داسلامی ارشاد اوکلتوروزیر علی جنتی د حج دلوړې شورا غونډې ته په اشارې سره وویل دایران دحکومت کلی سیاست دادی ټول کوششونه وشی چې دایران حاجیان روان کال حج ته واستول شی .
جنتی دې ته په اشارې سره چې د تیرو درې / څلورو میاشتو تجربو ښودلی ده چې دسعودی عربستان حکومت ګروهنه نلری د حج په زمینه کښې له ایران سره ملګرتیا وکړی وویل: د ایران د حاجیانو د اوسیدو دځاې د تامینیدا په هکله هیڅ کار نه دی شوی او د ټرانسپورټ په زمینه کښې هم دعربستان له چارواکو سره هیڅ موافقه نه ده شوی .
دایران داسلامی ارشاد او کلتور وزیر په دې خبرې سره چې دسعودی عربستان حکومت د ویزو د ورکولو په باره کښې هم چمتو نشو چې لږه شان ملګرتیا وکړی وویل: عربستان ایران ته یوشمیر داسې پروګرامونه چې له حکم ډک وو اعلان کړل او ریاض هیله لری چې ایران دغه کارونه ترسره کړی خو ایران هیڅ کله دسعودی عربستان دغه نظر نه منی .
هغه دې ده په اشارې سره چې د بیت ا... الحرام د حاجیانو حرمت او کرامت باید وساتل شی وویل هغو چلندونو ته په پام سره چې دسعودی عربستان چارواکو له حاجیانو سره کړی دی داسې نه ښکاری چې دحاجیانو حرمت او کرامت وساتل شی
** د تهران چاپ ایران ورځپاڼې د تهران د نورو ډیرو ورځپاڼو په څیر کرمان ولایت ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د سفر او د دغه ولایت د خلکو په ټول کښې د هغوي د وینا خبر سره له انځوره راخیستی او دا عنوان یې ورته غوره کړی دی: د دوه میلیارډ ډالرو د مصادره کیدو دوسیه به نړیوالې محکمې ته وړاندې کړو.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر وویل، د امریکې لخوا د ایران د ملت له اموالوڅخه د دوه میلیارډ ډالرو د مصادره کولو او لوټلو دوسیه به نړیوالې محکمې ته لاړه شی.
ډاکټر حسن روحانی پرون په خپل اویشتم ولایتي سفر کښې د ایران د کرمان ولایت د خلکو زوږناکه غونډه کښې وویل، د ایران حکومت به د امریکې د حکومت لخوا د ایران د ملت د دوه میلیارډ ډالره اموالو د لوټلو په موضوع کښې د ملت د حقوقو د حاصلولو لپاره په خپلو هلوځلوکښې له هیڅ کوششه ډډه ونکړی.
د ایران ولسمشر څرګنده کړه، د ایران حکومت به اجازه ورنکړی چې د ایران د خلقو پېسې مصادره شی او دغه دوسیه به زر نړیوالې محکمې ته یوسی. روحانی همدارنګ د برجام د اجرا د نتائجو په بیانولو کښې وویل، په تېرو څو میاشتو کښې په ایران کښې له درې میلیارډ ډالرو نه زیاته پانګونه شوې ده.
حسن روحانی زیاته کړه، د اسلامی انقلاب د معظم رهبر په لارښونو او د خلقو اونورو قواو په اتحاد سره اسلامی جمهوریت وکړې شول له تاریخی پېچونو په ښه توګه تېر شی او برجام فرجام ته ورسوی.
هغۀ وویل نن له ایرانه د ویرونې او د ایران د ګواښ ښودلوموضوع څه کارنده توب نه لری او د ایران د دښمنانو خبرې د نړۍ د هېوادونواو ټولنو په عمومی افکارو کښې څه اثر نه لری.
** ابرار ورځپاڼې بیا د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي خبرې راخیستي چې ويې ویل: په امریکې باندې د درنو اوبو په خرڅون کښې له احتیاطه کار اخلو.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر په امریکې باندې د درنو اوبو د پلورلو لپاره د خبرواترو د دوام خبر ورکړ او ویې ویل: دا بهیر روان دی، ټاکل شوې وه چې درنې اوبه ولیږلې شي خو د ۲ میلیارډ ډالرو له پيښې وروسته مو احتیاط وکړ. اوسمهال د خبرواترو په حال کښې یو او باید د پیسو د راکولو طریقه بیخي څرګنده او معلومه شي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کښې د لویدیځوالو له خوا دایران په ضد بندیزونو ته په اشارې سره وویل بندیزونه په ایټمی طب کې د ایران د وروسته پاتې کیدو سبب نه دي ګرځیدلې بلکې ایران توانیدلی توانیدلی په دغې حوزې کې اغیزمن کارونه ترسره کړی .
د ایران دایټمی انرژۍ د ادارې مشر همداراز د یوه ایټمی تخصصي روغتون دجوړولو د سریزو دبرابرولو او په راتلونکو څلورو کلونو کې ئې دافتتاح خبر هم ورکړ.
دعلی اکبر صالحی په وینا؛ په ایران کې دایټمی طب څه دپاسه یو سل پنځوس مرکزونه د درملنې خدمات و ړاندې کوي.
** د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم په یو کوچني خبر کښې لیکلي دي: دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون په تهران کې دجرمنی له مرستیال خارجه وزیر سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ پرله پسې سیاسی ،اقتصادی ، کلتوری او پارلیمانی سلامشورو ته په اشارې سره د دوو اړخیزو پانګونو او تجارتی او اقتصادی ودې مخ په وده مبادلاتو دلوړتیا لپاره دمناسبو آسانتیاؤ دبرابرولو غوښتنه وکړه .
دایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې چې جرمنی دسیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو د ډګر یو مهم او فعال لوبغاړی هیواد دی روښآنه کړه ؛ جرمنی دځیو لودیځوالو او اروپائی لوبغاړ و په اپوټه په سیمې کې موجودو واقعیتوننو په منفی نظر سره نه ګوری او دا له سیمې دورآخوا هغو لوبغاړو لپاره یو مهم عامل شمیرل کیږی چې دسیمې له شخړو او بحرانونو د وتلو لپاره په آرام بخښونکو او سوله ایزو کړنو پسې دی .
** د کابل چاپ ورځپاڼو ته راګرځو،
د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډیره تاجکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر لاسته راوړنو او په لندن کې د اداري فساد په وړاندې مبارزې په اړه د جوړیدونکې غونډې اهدافو ته ځانګړي کړي دي.
سرخط:
سرخط ورځپاڼې خپله سرمقاله تاجکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني سفر ته ځانګړې کړې او دا سرلیک یې ورکړی چې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د کابل او دوشنبې ګډې ګټې.
په سرمقاله کې راغلي چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د تروریزم ګډه مبارزه او د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د پرتې ګډې پولې خوندي کول، ډیر اهمیت لري.
د سرمقالې لیکوال ویلي، تاجکستان تل د افغانستان له پولې ګواښ احساس کړی او بر عکس افغان چارواکي هم وایي چې په شمال کې وسله وال مخالفین د منځنۍ آسیا له هیوادونو څخه د پنا ځای په توګه کار اخلي، لیکوال ویلي ښه داده چې دواړه هېوادونو تر خپل منځه پوله خوندي کړي. هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې کاسا زر پروژه د اسیا د نښلولو ستر سمبول.
په سرمقاله کې راغلي چې تاجکستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر یو هدف هم د همدغې کاسا زر پروژې په اړه بحث دی او د سرمقالې لیکوال ویلي، له ټاپي وروسته کاسا زر هغه مهمه پروژه ده چې د سیمې له امنیت او ثبات سره مرسته کوي.
د سرمقالې لیکوال ویلي، افغانستان د سیمې په کچه د لویو اقتصادي او سوداګریزو پروژو د عملي کولو ښه مرکز دی.
اطلاعات روز:
اطلاعات روز ورځپاڼې هم همدې موضوع ته یو مطلب ځانګړی کړی او لیکلي دي چې د تاجکستان او افغانستان ولسمشرانو تر خپل منځه په امنیتي همکارۍ ټینګار کړی، خو په مطلب کې راغلي، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د مخدره موادو قاچاق هم لویه ستونزه ده چې ګواښ یې له تروریزم نه کم نه دی.
جامعه باز:
جامعه باز ورځپاڼې بیا سرمقاله کې لیکلي چې لندن به سبا د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې غونډې کوربه وي چې په دې غونډه کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم ګډون کوي.
په سرمقاله کې راغلي چې په دې غونډه کې له فساد سره د مبارزې پر اړینو لارو چارو او نورو اړوندو مسائلو خبرې کېږي.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې د لندن کانفرانس څخه وړاندې د بریتانیا صدر اعظم ډیویډ کامرون ویلي چې نایجریا او افغانستان ممکن د نړۍ د مخې تر ټولو په اداري فساد ککړ هېوادونه وي. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*