Feb 20, 2022 16:35 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې وړومبنۍ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یابزرګې میاشتې له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له شلمې نیټې سره برابره ده

۱۴۳۳ کاله پخوا، د لسم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، د حضرت محمد (ص) وړوکی زوئ ابراهیم د یوې ناروغۍ له امله په یو و نیم کلنۍ کښې وفات شو. هغه د پیغمبر (ص) یوه ځانی زوئ ګڼل کیده چې له حضرت خدیجه (س)څخه نه ؤ بلکه د هغه مور ماریه قبطیه وه. هغه یوه وینځه وه چې د مصر باچا رسول اکرم (ص)ته په تحفه کښې ورکړی وه او د اسلام له قبلولو وروسته د هغه حضرت (ص)په زوجیت کښې راغلی وه. له دې چې ابراهیم په پیغمبر (ص) ډیر ګران ؤ، د هغه له لاسه ورکول هغوئ لپاره ډیره سخته او غمجنونکی وه. د ابراهیم د وفات په هغه ورځ، نمر هم تندر ونیوه او د خلکو په مینځ کښې آوازه شوه چې د دغې طبیعی ښکارندی رامینځته کیدا د خدائ د رسول (ص) د زوئ د مرګ له امله ده. سره له دې چې هغه حضرت (ص) کولئ شو چې د خلکو له دغه تصور نه خپلې ګټې لپاره استفاده وکړی خو سم لاسی په منبر کښیناست او ویئ فرمایل : ای خلکو بی شکه نمر او سپوږمئ د حق تعالی د قدرت دوې نښې دی چې د هغه د فرمان او ارادې لاندی دی او د چا د مرګ او ژوند لپاره یې نه نسی او هر وخت چې هغه دوه یا له هغو یو تندر نیولئ و ګورئ، لمونځ ادا کړئ.

یادونه ضروری ده چې پیغمبر اکرم (ص)له حضرت خدیجه (س) څخه څلور لوړې او دوه زمن درلود چې له حضرت فاطمه (س) پرته ټول د خدائ د رسول (ص) په ژوندنه کښې له دنیا لاړل.

 

۱۰۱۷  کاله پخوا، د څلور سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، آندلسی مسلمان طبیب، ستورپیژاندی او ریاضی پوه ابن سمح وفات شو. هغه په درې سوه اویایم هجری قمری کال کښې د آندلس (ننۍ اسپانیا) په یو ښار قرطبه کښې وزیږید. دغه مسلمان پوه د ریاضۍ او ستور پیژندنې په علومو کښې پراخې څیړنې او مطالعې ترسره کړې او شاګردان یې هم وروزل. له دغه نامتو ستورپیژاندی او ریاضی پوهه په عربۍ ژبه کښې ارزښتمن تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې کولائ شو (المدخل الی الهندسه)، (المعاملات) او (کتاب الزیج) کتابونو ته اشاره وکړو.

 

۲۲۳  کاله پخوا، د دولس سوه شلم هجری قمری کال د رجب په اتلسمه نیټه، په حجت الاسلام اشرفی مشهور یو لوئ مسلمان عالم حاج ملا محمد د ایران په شمال کښې وزیږید. هغه د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او د هغې حوزې استادانو له محضره یې ګټه پورته کړه. هغه څه موده وروسته د حدیث، د قرآن د تفسیر او کلام په علومو کښې د یوې نامتو څیرې په توګه مشهور شو. دغه مسلمان پوه په دیارلس سوه پینځلسم هجری قمری کال کښې وفات شو. له هغه ګټه ور تالیفات په یادګار پاتې دی چې پکښې د (اسرار الشهاده) کتاب ته اشاره کولئ شو.

 

۴۲  کاله اګاهو د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په اوله نیټه د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر امام خمینی(رح) د ایران د اسلامی جمهوریت د ساتندویه شورا د وړومبی پړاو فقیهان وټاکل. د ساتندویه شورا اصلی دنده د اسلام له احکامو او د ایران د اسلامی جمهوریت له اساسی قانون سره د اسلامی شورا (پارلیمان) د مصوبو د ټکر نه لرلو څیړنه ده. د دې شورا غړی د فقیهانو او حقوق پوهانو له دوو شپږ کسیزو ډلو جوړیږی.

د ساتندویه شورا فقیهان د انقلاب رهبر ټاکی او حقوق پوهان یې د قضائیه قوې مشر اسلامی شورا ته ورپیژنی او بیا د پارلیمان د استازو په رایو سره انتخابیږی. همداشان د ایران د اسلامی جمهوریت د اساسی قانون له مخې د ولسمشرۍ، پارلیمان او د رهبرۍ د خبرګانو شورا په انتخاباتو او هرډول ټول پوښتنې باندې څارنه د ساتندویه شورا په غاړه ده.

 

۳۴  کاله وړاندې د ۱۳۶۶ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په وړومبنۍ نیټه د ایران په خلاف د عراق د پخوانی رژیم د تپلی جنګ په دوران کښې د ایران یوه مسافری الوتکه د صدام رژیم د جنګی الوتکو لخوا د دوو توغندیو هدف وګرځیدله او نسکوره شوه. په دغه پیښه کښې د اسلامی انقلاب په ساتندیه ځواک کښې د امام خمینی(رح) استازی حجت الاسلام فضل ا... محلاتی د ۳۹ نورو مسئولانو او د پارلیمان د استازو په ګډون شهید شو.

شهید محلاتی د ظلم په خلاف د مبارزې یو مخکښ ګڼل کیده. د امام خمینی په وینا، هغه د انقلاب یو ځلانده شخصیت او د اسلامی انقلاب له کامیابۍ نه د مخکښې دوران د مبارزې په سختو کلونو کښې د امام له ثابت قدمو ملګرو و. د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر امام خمینی د حجت الاسلام محلاتی او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته په یو پیغام کښې وفرمایل: هیله ده چې متعال خدای دې عزیزانو ته چې د دې جنایت له امله یې د هغه په لور پرواز کړی دی، خپل خاص محفل ته د ننوتو اجازه وکړی او حجت الاسلام شیخ فضل ا... محلاتی ته چې خپل عمر یې د انقلاب په لاره کښې ولګوه، د اسلام د وړومبنی وخت د شهیدانو محضر ته د ننوتو اجازه ورکړی.

په هر حال د ایران د مسافری الوتکو په نسکورولو کښې د صدام د رژیم جنایت د ایران خلاف تپلی جنګ په دوران کښې په ملکی خلکو باندې د حملې او د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ له ډیرو پیښو نه یوه پیښه وه.

 

۳۱  کاله مخکښې د ۱۳۶۹ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په اوله نیټه ایرانی لیکوال او محقق حجت الاسلام مصطفی زمانی په ۵۸ کلنۍ کښې وفات شو. هغه د ډیرو دینی علومو له زدکړې وروسته اته کاله د امام خمینی(رح) د فقهې او اصول فقه له درسونو ګټه پورته کړه او بیا یې د کتابونو لیکلو ته مخه کړه.

هغه څه موده پس خپل وړومبنی لیکلی کتاب د (ابراهیم بت شکن یا قهرمان توحید) په نامه خپور کړ. ارواښاد مصطفی زمانی د خپلې مبارزې او ظلم دښمنې روحیې په وجه څو ځلې د شاه رژیم د عواملو لخوا ونیوی شو او زندانی شو. هغه پخپل برکتناک عمر کښې ټول ټال پنځوس کتابونه لیکلی دی او پخپلو آثارو کښې یې په اجتماعی او اخلاقی زمینو کښې د اسلام د دین لیدتوګې او اسلامی معارف خپاره کړی دی.