Feb 21, 2022 11:21 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ یا دوشنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې دویمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له یویشتمې نیټې سره برابره ده

۱۴۳۴ کاله پخوا، د نهم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د مسلمانانو او روم لښکر تر مینځ د تبوک غزا رامینځته شوه. د تبوک غزا د پیغمبر (ص) له وروستیو جنګونو ګڼل کیږی. د تبوک غزا د رامینځته کیدا وجه دغه وه چې د شام تجاری کاروان پیغمبر (ص) ته خبر ورکړ چې د روم باچا یو لښکر تیار کړی دی او مدینی ته روان دی. له دې امله د خدائ رسول (ص) حکم ورکړ چې له هرې لورې مسلمانان جنګ ته تیار شی. د لارې د لیریتوب، د موسم د ګرموالی، د محصول د اخیستلو د پړاؤ او د لارې د سختۍ باوجود اکثره مسلمانانو خپل ځانونه د جنګ لپاره تیار کړل. بالاخره د اسلام د دیرشو زرو کسانو لښکر د جنګ ځائ ته ورسید خو د روم د لښکر کومه نښه یې ونلیدله . په دغه غزا کښې که څه هم جنګ و نشو خو د کفر په وړاندې د اسلام شان د مسلمانانو چمتوالئ او سرښیندنه نندارې ته وړاندې شوه. همداراز دغه جنګ ته د فاضحه ( رسواکونکی) غزه هم ویل کیږی ځکه چې په دغه سفر کښې مسلمان وزمه یوه ډله منافقین رسوا شول .

 

۵۱۳ کاله پخوا، د نهه سوه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، باچا اسماعیل صفوی وفات شو او طهماسب د تخت پر ګدۍ کښیناست. باچا اسماعیل صفوی د مرګ په وخت اته دیرش کلن ؤ او د هغه د بادشاهۍ څلورویشت کاله تیریدل. د اسماعیل اول جنازه اردبیل ته یوړل شوه او د شیخ صفی الدین اردبیلی په مزار کښې خاورو ته وسپارل شوه. شاه اسماعیل همدا چې د بادشاهۍ پر تخت کښیناسته، شیعه مذهب یې په هیواد کښې رسمی دین وټاکه او یو ځواکمن حکومت یې جوړ کړ. د باچا اسماعیل له مرګه وروسته، د هغه زوئ طهماسب اول چې یوولس کلن ؤ، د قدرت پر ګدۍ کښیناسته .

 

۲۰۸  کاله پخوا، د دولس سوه پینځه دیرشم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، د هندوستان یو مسلمان عالم سید دلدار علی نقوی په نهه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه د هند هغه ستر عالم او لومړنی شخصیت دئ چې په هندوستان کښې یې شیعه جعفری شریعت ټینګ کړائ شو. له دغه لوړ رتبه عالمه ارزښتمن آثار په یادګار پاتې دی. سید دلدار د هندوستان مذهبی مشری په غاړه درلوده.

 

۶۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه درې اتیایم هجری قمری کال د رجب په نولسمه نیټه، په خالصی زاده مشهور آیت ا... شیخ محمد خالصی په بغداد کښې وفات شو. هغه په چټکه علمی درجې کچ کړې او د دینی او کلتوری فعالیتونو تر څنګ په اسلامی هیوادونو کښې د استعمارګرو له لاس وهنې او نفوذ سره مبارزې ته مخه کړه او د انګریز ځواکونو پر ضد د عراق د خلکو په راپارولو کښې، چې د هغو هیواد یې نیولئ ؤ، رول درلود. د آیت ا... خالصی زاده د استعمار پر ضد فعالیتونه د هغه د نیوللو او ایران ته د جلاوطنۍ لامل شول. له آیت ا... خالصی څخه یو شمیر کتابونه په یادګار پاتې دی چې پکښې (مظالم انګلیس در بین النهرین) او (خدا در طبیعت) ته اشاره کولئ شو.

 

۳۱  کاله وړاندې د ۱۳۶۹ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په دویمه ورځ د (هراژ) تخلص لرونکی د ایران کُرد لیکوال، مترجم او شاعر استاذ عبدالرحمان شرفکندی وفات شو. هغه په ۱۳۰۰ هجری لمریز کال کښې د ایران د لویدیځ له مهاباد نومی ښار سره نزدې په یوه فاضله کورنۍ کښې وزیږید. هغه له ماشومتوب څخه له لیکنې او شعر وینې سره ډیره مینه درلوده او وروسته یې د (کُرد ملی شاعر) لقب ترلاسه کړ.

هغه د شاه رژیم خلاف د ځینو سیاسی فعالیتونو په وجه له ایرانه وتلو ته اړ شو او څه موده یې په عراق، لبنان او سوریه کښې تیره کړه. شرفکندی په ۱۳۵۴ کال کښې ایران ته راستون شو او د خپل عمر ترپاې یې لیکوالی او ترجمه وکړه او شعرونه یې وویل. د دغه ایرانی کرد شاعر له آثارو څخه د قرآن کریم ترجمې او هم په اوو ټوکو کښې په کردی ژبه د ابن سینا د کتاب قانون ترجمې ته اشاره کوی شو.

( د ایران او مصر کلتوری اړیکې) کتاب او (برګ سبز) نومې دیوان د استاذ شرفکندی له نورو آثارو دی.

 

۲۵ کاله وړاندې د ۱۳۷۵ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په دویمه نیټه د پاکستان د ختیځ په ملتان ښار کښې د ایران په کونصلیټ باندې د تکفیری ترهګرو په حمله کښې د ایران د کلتوری سلاکار سید محمد علی رحیمی په شمول د کنسولګرۍ اته غړی شهیدان شول.

له دغې پیښې شپږ کاله مخکښې هم د پاکستان په لاهور کښې د ایران کلتوری سلاکار صادق ګنجی وهابی تکفیریانو شهید کړی و.

شهید رحیمی یو مذهبی او انقلابی کس و چې په افغانستان، پاکستان، هندوستان او نایجیریا کښې یې څو ماموریتونه ترسره کړی وو چې پکښې په نوی ډیلی کښې اوه کاله د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری مرکز مسئول هم پاتې شوی و. رحیمی سره له دې چې په پاکستان کښې د خپل ماموریت او دندې پر وخت وهابی ترهګرو بیابیا ګواښلی و، خو بیا یې هم خپله دنده جاری ساتله تر دې چې د لشکر جهنګوی په نامه تکفیری او ترهګرې ډلې سره له خپلو ملګرو شهید کړ.

سره له دې چې د پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د دې جنایت ترسره کونکی په اوه ځله پانسۍ یا اعدام محکوم کړل خو سترې محکمې د یادې ترهګرې ډلې د مشر ملک اسحاق په شمول هغه ټول ترهګر تبرئه کړل.

البته ملک اسحاق څو میاشتې مخکښې له یو جیل نه بل ته د منتقلولو په وخت د تیښتې په کوشش کښې د پاکستان د پولیسو په لاس ووژل شو.