Feb 23, 2022 15:43 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې پنځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۲۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ د میاشتې له ۲۴ نیټې سره برابره ده

 

د کب ۵ نیټه په ایران کې د یو لوی مفکر خواجه نصیرالدین طوسي

د زوکړې په مناسبت د انجینر د  ورځې په نوم ټاکل  شوې ده . په خواجه نصیرالدین طوسي مشهوراو په استاد البشر او طوسي څیړاند ملقب  ابو جعفر محمد بن محمد په ۵۹۷ هجري قمري کال په طوس کې دنیا ته راغی . هغه لومړی عقلي اونقلي علوم او حکمت مشا‌‌‌‌‌‌‌‌‌ء‌ زده کړل او په ورسته کلنو کې بیا ریاضیات ،فقه، فلسفه ،نجوم او ادبیات ولوستل او په ورځنیو علومو کې د ډیرمهارت په ترلاسه کولو سره کامل استاد شو . پراسماعیلیانو باندي د مغولوسپاهیانو له غلبې نه ورسته خواجه نصیرالدین طوسي د هلاکو خان مغول په خدمت کې  راغی او دخپل دنفو‌ذ په استفادې سره و کولای شو چې د خلکو او پوهانود وژل کیدا او د ښارونو او کلیو د وړانیدا او همدا رنګه د علمي او کلتوري آثارود له میځنه تلو مخه ونیسي .د بغداد له فتح نه او دعباسیانوله نسکوریدو څخه ورسته خواجه نصیرالدین مامورشو چې د مراغې تروینتون جوړ کړي .هغه له  لویو ریاضي پوهانو څخه يوه ډله راغونډه  کړه او په ۶۵۷ هجري قمري کال کې د ترونتون کار پیل کړ . خواجه نصیرالدین په دې کارسره وتوانید چې د هغه مهال نامتو عالمان چې تیت پرک وو په یو ځای کې سره را ټول کړي او همداراز په دغه ځای کې یو ډیر ستر کتابتون هم جوړ کړل . دغه ستر عالم د دغه کتابتون لپاره د بغداد ، شام، دافریقا له شماله اود ایران د ځینیو نورو شاوخوا و سیمو کې  له څلورلکه ډیر کتابونه په دغه   کتابتون کې راټول  کړل  . خواجه نصیرالدین په ۶۷۲ هجري قمري د ۷۵ کلنۍ په عمر کې او۱۶ کاله د مراغې د تروینتون له جوړولو نه ورسته وفات شو او په کاظمین ښار کې خاوروته وسپارل شو.

 

 

۲۱۵  کاله پخوا، د دولس سوه اته ویشتم هجری قمری کال د رجب په دوه ویشتمه یا اووه ویشتمه نیټه، یو شیعه نامتو فقیه شیخ جعفر کاشف الغطاء وفات شو. شیخ جعفر کاشف الغطاء په یوولس سوه څلور پنځوسم میلادی کال کښې په نجف اشرف کښې وزیږید او له همغه ماشومتوبه یې د دینی علومو زده کړې ته مخه کړه. په پیل کښې یې درسی مقدمات له خپل پلاره زده کړل او وروسته یې د شیخ محمد مهدی فتونی ، محمد باقر وحید بهبهانی او سید مهدی بحرالعلوم په شان له لوړو استادانو پوهه ترلاسه کړه. شیخ جعفر وروسته تالیف او تدریس ته مخه کړه او پریمان شاګړدان یې و روزل او ګڼ شمیر کتابونه یې ولیکل. د هغه له مهمو کارونو یو کار، له اخباری ګرۍ سره مقابله وه او د دغه فتنې له مینځه وړلو کښې یې یوه اغیزمنه هڅه وکړه. بالاخره دغه ستر عالم د خپل برکتناک عمر له څلور اویا کاله وروسته، د چهار شنبې په ورځ ، د دولس سوه اته ویشتم هجری قمری کال د رجب په دووه ویشتمه یا اووه ویشتمه نیټه له نړۍ سترګې پټې کړې.

 

۱۹۷ کاله پخوا، د دولس سوه شپږ څلویښتم هجری قمری کال د رجب په دوه ویشتمه نیټه، په آخوند نوری مشهور یو نامتو حکیم او عالم ملا علی بن جمشید وفات شو. هغه د تدریس کار نه علاوه څیړنو او مطالعو ته دوام ورکړ تر دې چې د حکمت په څانګه کښې یې لوړ مقام ترلاسه کړ تر دې حده چې د فلسفې ځینو پوهانو د هغه بنسټ له دې پلوه د صدر المتالهین مقام او موقعیت ته نږدی بللئ دی. د ګڼ شمیر آثارو په مینځ کښې چې له ملا علی نوری څخه په یادګار پاتې دی، کولائ شو، (حواشی اسفار) او (په وحدت وجود کښې یوې رسالې) ته اشاره وکړو.

    

= او له ننه ۷۳  کاله وړاندې د ۱۹۴۹میلادی کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه د اژه سمندرګی په رودس جزیره کښې د مصر او صهیونیسټی رژیم د استازو ترمینځ د اوربند او جنګ د بندیدو تړون لاسلیک شو. د ویلو ده چې په ۱۹۴۸ میلادی کال کښې په نیواکی فلسطین کښې د صهیونیسټی حکومت له جوړیدو وروسته مصر د څو نورو عربی هیوادونو په ملګرتیا له صهیونیسټ رژیم سره جګړه پیل کړه. خو د دغه رژیم ځواکونو د عربانو په تیت پرکو قواو باندې په حملې سره چې پرمختللی تجهیزات یې نه درلودل، د مصر او لبنان خاورې ته نفوذ وکړ او د عربی هیوادونو ځواکونو ته یې ماتې ورکړه. بلآخره د ۱۹۴۹ میلادی کال په جنورۍ کښې جنګ ختم شو او د ملګرو ملتو په دخالت سره د همهغه کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه د مصر او غاصب صهیونیسټ رژیم ترمینځ د نښتې د ختمیدو تړون وشه او نورو عربو هیوادونو هم ورسره موافقه وکړه. د دغه تړون له مخې د نیواکی فلسطین په لویدیځ کښې د غزې تړانګه د مصر په برخه شوه.