Feb 23, 2022 16:17 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشې شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمري کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې ۲۳ او د۲۰۲۲ میلادی کال د فرورۍ له ۲۵ نیټې سره برابره ده

۱۴۴ کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجری قمری کال د رجب په درویشتمه نیټه، یو نامتو عالم او فقیه آیت ا... سید حسین کوه کمره ای وفات شو. هغه تر کلونو د خپل وخت د مشهورو استادانو له محضره خصوصا له شیخ مرتضی انصاری څخه استفاده وکړه. آیت ا... کوه کمره ای په فقې او اصول کښې استاد ؤ او له مرحوم شیخ انصاری وروسته د عراق د حوزې له مشرانو ګڼل کیده. له اتو سوو نه زیاتو لویو عالمانو د آیت ا... کوه کمره ای د درس له محضره استفاده کړې ده. د اسلام دغه لوئ عالم د عباداتو ، فروغ دین او احکام حلال و حرام په څانګو کښې ګڼ شمیر کتابونه او رسالې لیکلی دی.

 

۸۶  کاله مخکښې د ۱۹۵۴ میلادی کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه د سوریې په غرونو کښې د دغه هیواد د هغه وخت د پوځی ولسمشر ادیب شیشکلی د ډیکټاټور حکومت په خلاف د آزادی غواړو وسله وال جنګ پیل شو. دې جګړې د سوریې د خلکو له تیرو جګړو سره بنیادی او ژور توپیرونه لرل ځکه چې په دې جګړه کښې د کارګرانو، بزګرانو، محصلینو او حتی زده کونکو په شمول وطن دوستو ډلو هم فعال شتون او ملګرتیا درلودله. د سوریې د خلکو د ۱۹۵۴ کال پاڅون بلآخره د خلکو او پوځ په یووالی سره کامیاب شو او ورپسې د سوریې د خلق ګوند مشر هاشم اتاسی د دغه هیواد ولسمشر غوره شو او د شیشکلی حکومت وپرزید.

 

۳۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۲ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په شپږمه نیټه د عراق جنګی الوتکو د ایران کوهدشت، سقز، پل دختر او مهاباد ښآرونه بمباری کړل. په خیبر نومې عملیاتو کښې د اسلام د جنګیالیو له بریالیتوب او په مجنون جزیرو سیمه کښې د عراق د پوځ له ماتې سره په یو وخت د عراق د بعثی رژیم پوځ د ایران د مختلفو ښارونو استوګنې سیمې بمباری او په توغندیو ویشتل پیل کړل. په دې مینځومان کښې خرم آباد او بروجرد ښارونه په څلورو توغندیو ولګیدل او کوهدشت، سقّز، پل دختر او مهاباد ښارونه هم د عراقی الوتکو لخوا بمباری شول. پر دغو ښارونو د بوږنونکې بمبارۍ له امله کابو پنځوس ښاریز شهیدان شول او له څلورو سوو زیات نور ژوبل شول.

 

۳۸  کاله پخوا د ۱۳۶۲ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په شپږمه نیټه د عاشورا د ۳۱م لښکر قایم مقام مشهور قومندان سردار حمید باکری د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د عراق د بعثی رژیم د تپلی جنګ په څلورم کال شهید شو. هغه د صدام د بعثی رژیم خلاف جنګ کښې د ایرانی جنګیالیو په بریالیتوب کښې موثر رول درلود. حمید باکری بلآخره له ډیرو میړانو وروسته په مجنون جزایرو کښې په خیبر عملیاتو کښې شهید شو.

 

= او له ننه    ۲۸  کاله مخکښې د ۱۹۹۴ میلادی کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه یو تندلاری صهیونیسټ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د الخلیل ښار د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم کښې په روژتی لمونځ کونکو پرله پسې ډزې وکړې او ۲۹ تنه یې شهیدان او ګڼ شمیر یې زخمی کړل. دا بوږنونکې وژله چې یوځل بیا یې له مسلمانانو سره د صهیونیسټانو دښمنی څرګنده کړه، د اسلامی نړۍ له تیز او قهرجن غبرګون سره مخ شوه. داشان چې لویدیځ حکومتونه مجبور شول له تل ابیب سره د جوړجاړی مذاکرات د څه مودې لپاره وځنډوی. د روژې په مبارکه میاشت کښې د لس هاو لمونځ ګزارو بې رحمانه وژله سبب شوه چې د فلسطین نیواکی خاوره تر څو میاشتو ناکراره شی او فلسطینیانو له صهیونیسټی رژیم سره مقابله سخته کړه. دې غبرګونونو ته په پام سره تل ابیب ترهګر کس ونیوه او محاکمه یې کړ. خو د قدس نیواکګر رژیم بلآخره په دې ادعا سره چې بریدګر لیونی و، د هغه له سزا کولو یې ډډه وکړه.