Mar 03, 2022 12:36 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رجب المرجب یا بزرګې میاشتې له ۲۸ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له دویمې نیټې سره برابره ده

۱۳۸۳ کاله پخوا، د شپیتم هجری قمری کال د رجب په اته ویشتمه نیټه، د حضرت امام حسین (ع) قافلی د مدینی له سپیڅلی ښاره خپل حرکت پیل کړ. د هغه حضرت دغه اقدام د همدې (رجب) میاشتی په پینځلسمه د معاویه په مړینې او د هغه د زوئ یزید قدرت ته په رسیدا پسی وشو.

یزید سم لاسی د مدینی له واکمنه و غوښتل چې د هغه لپاره له حسین ابن علی بیعت واخلی او یا دی هغه ووژنی. خو هغه حضرت چې یزید یې یو فاسد، ګناهګار او منحرف کس باله، له بیعته یې انکار وکړ او له خپلې کورنۍ او یو شمیر ملګرو سره یې د مکې په اراده مدینه پریښودله. هغه په خپلې وصیت پاڼه کښې چې له تلو مخکښې یې خپل ورور محمد حنفیه ته وسپارله، ټینګار وکړ :( ما د خپل نیکه د خدائ رسول (ص) امت د اصلاح او ژغوریدنې پوره کولو لپاره پاڅون وکړ. غواړم چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړم او د خپل نیکه حضرت محمد (ص) او خپل پلار حضرت علی بن ابی طالب (ع) په سیرت عمل وکړم...). له امام حسین (ع) پر بیعت اخیستلو د یزید په ټینګار او د هغه حضرت په مخالفت پسې، له مدینې څخه د امام له روانیدا کابو پینځه نیمې میاشتې وروسته هغه حضرت له خپلو یو شمیر ملګرو سره یو ځائ په کربلا کښې د یزید د لښکریانو پر لاس شهادت ته ورسید.

      ۹۹  کاله وړاندې د ۱۳۰۱ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په یولسمه نیټه د ایران اوسمهاله موسیقی پوه مرتضی حنّانه وزیږید. حنانه د ابتدایی پړاو له پوره کولو وروسته د موسیقۍ هنرتون ته لاړ. هغه څه موده د تهران د سیمفونک آرکسټرا مشر و او څه موده پس یې له ایران راډیو سره همکاری پیل کړه. حنانه د ایران د موسیقۍ یو ستر استاذ و چې په ۶۷ کلنۍ کښې په ۱۳۶۸ هجری لمریز کال کښې وفات شو.

د استاذ حنانه له آثارو او لیکنو څخه د (مقاصد الالحان) کتاب چې د ایران د موسیقې یو ارزښتناک کتاب دی او عبدالقادر مراغی لیکلی دی او همداشان د (صبر و ظفر) کتاب ترجمې او تفسیر او د (ګام های ګمشده) کتاب لیکلو ته اشاره کوی شو.

 

۴۷  کاله وړاندې د ۱۳۵۳ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په یولسمه نیټه د پهلوی لړۍ د وروستی باچا محمد رضا په حکم (رستاخیز ملت ایران) نومې ګوند جوړ شو. داشان ایران په رسمی توګه په یو، یو ګوندی هیواد بدل شو او هغه ګوته په شمیر ګوندونه هم چې د رژیم تر نظر لاندې به یې فعالیت کوه، هم ختم شول.

رستاخیز ګوندد خپلو ناروا ګټو د پوره کولو په تیره بیا د هغه د ډیکټاټوری پیاوړتیا او په دغه ګوند کښې د خلکو د غړیتوب له لارې د هغوی د لازیاتې کنټرولونې د اهدافو د پوره کولو لپاره د شاه د لاس یوه آله وه. په همدې وجه د خلکو له مخالفت سره سره د پهلوی استبدادی رژیم عواملو هغوی په ګواښ او زور سره د رستاخیز ګوندغړی کول او چا به چې له دې کاره ډډه کوله په هغوی به یې د وطن فروشۍ تور لګوه.

خو د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی(رح) چې په تبعید او جلاوطنۍ کښې و، په یو پیغام کښې خلک د رستاخیز ګوند له ډیکټاټورۍ سره مخالفت ته راوبلل او ټینګار یې وکړ: (د دې تش په نامه رستاخیز ملی ایران ګوند په هکله باید ووایو چې دا کار په دې تپلی توګه د اساسی قانون او نړیوالو اصولو خلاف دی او د نړۍ په هیڅکوم هیواد کښې یې ساری نه لیدل کیږی).

د رستاخیز ګوند جوړیدل د ایران د خلکو د دومره نارضایتۍ سبب شول چې یوازې درې نیم کاله یې دوام وکړ او د ایران د خلکو د پاڅون په دوران کښې منحل شو. ځینو شناندو د دغه ګوند جوړیدل او کړنلاره د اسلامی انقلاب د رامینځته کیدو یوه وجه وبلله.

 

۱۸ کاله مخکې د ۲۰۰۴ میلادي کال د مارچ په دوهمه نیټه

د عراق په کاظمین او کربلا مقدسو ښارونو کې د حضرت امام حسین ع د عزادارۍ په دستورو کې څو زورورې چاودنې وشوې چې له امله یې په سلهاو بې ګناه انسانان شهید ان اوژوبل شول.

په دغه کال کې د عراق مسلمان خلک  پس له ډیرو کلنو ممنوعیته چې دپخوانۍ  ډیکټاتور صدام حسین رژیم له خوا لګیدلی ود حضرت امام حسین ع  دغه غمناکې  دستورې په شوراو ولولې  سره ترسره کولې .

د کربلا اوکاظمین ترهګرې چاودنې د هغو نا آرامیو او ګډوډیو په دوام کې رامینځ ته شوې چې د ۲۰۰۳ میلادي کال په آپریل کې د آمریکا اوانګلیس په وسیله د عراق د نیواک څخه پیل شوی و. په همدې دلیل

له دې سره چې په عراق کې د عاشورا دورځې د ترهګرې چاودنې اصلي عاملین معلوم نشول خو د عراق خلکو او دنړۍ عمومي افکار ، آمریکا  د یو نیواکګرپه حیث چې د عراق د خلکو دساتنې مسولیت په غاړه درلودله  په دغه پیښه کې مجرم وبلله .