تاریخ پاڼه
نن د اتبار ورځ یا یکشنبه د۱۴۰۰ هجري لمریز کال د کب د میاشتې ۱۵ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له دریمې او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې له ۶ نیټې سره سمون خوري.
۱۴۳۹ کاله مخکښې د څلورم هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه د رسول پاک(ص) لمسي امام حسین علیه السلام نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د امام حسین علیه السلام د ژوند ډیره ښه دوران د پيغمبر اکرم(ص) په خا کښې د هغه شتون او د هغوي خدمت و چې شپږ کاله و. امام حسین علیه السلام په یوه داسې کورنۍ کښې وروزل شو چې د عرفاني او اخلاقي کمالاتو او فضائلو سرچینه وه. د امام علي علیه السلام په شا ن د پلار او د بي بي فاطمه زهرا(س) په شان مور شتون چې دواړه د خدای ګران رسول حضرت محمد مصطفی(ص) روزلي وو، هغه حضرت له ډیرو لوړو الهي فضایلو او حقایقو سره بلد کړ.
امام حسین علیه السلام په هغو مختلفو ډګرونو کښې چې اسلام له خطر سره مخامخ و، فعال شتون درلود. هغه د درس د غونډو په ترسره کولو او د اعتقادي، فکري او سیاسي موضوعاتو په شمول د مختلفو مسايلو په اړه د بحث په کولو سره تل د خپل ګران نیکه یعنې رسول ... (ص) د ګرانبیه میراث ساتندویه و. هغه حضرت په پنځوسم هجري قمري کال کښې د خپل مشر ورور امام حسن علیه السلام له شهادت وروسته د مسلمانانو هدایت او امامت نیغ په نیغه په غاړه واخیست او بلآخره د خپل خوږ نیکه حضرت محمد مصطفی(ص) د دین په دفاع کښې په ۶۱ هجري سپوږمیز کال کښې په کربلا کښې شهید شو او داشان یې پخپل شهادت سره داسې تل پاتې حماسه وزیږوله چې د اسلام تنکی بوټی یې پياوړی کړ او د انسان ټولو نسلونو ته د پتمنۍ او د ظالمانو په وړاندې د نه تسلیمیدو درس ورزده کړه.
د امام حسین علیه السلام د ولادت کلیزه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د پاسدار د ورځې نوموله شوې ده ځکه چې په ایران کښې د اسلامي انقلاب پاسدارانو یا ساتونکو د هدف په لاره کښې د امام حسین علیه السلام د میړانې، ځوانمردۍ او ټینګیدو په مثال ګرځولو سره د اسلام او اسلامي انقلاب د ارمانونو د حفاظت او همداشان د ایران د ځمکنۍ بشپړتیا او وطن د حفاظت لپاره ښکلې او پرتمینې صحنې وپنځولې او پخپله د نړۍ د آزادي غواړي او باایمانه ځوانانو سرمشق وګرځیدل.
د حضرت امام حسین علیه السلام د ولادت یا زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې د دغه معصوم امام په هکله د پیغمبر اکرم(ص) یوه خبره درته نقلوو چې ويې فرمایل: بیشکه چې حسین د هدایت څراغ او د نجات او ژغورنې کشتۍ ده.
۱۳۸۳ کاله مخکښې د ۶۰ هجري قمري کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په دریمه نیټه د رسول پاک حضرت محمد مصطفی(ص) د ګران لمسي امام حسین علیه السلام قافله مکې مکرمې ته ورسیدله. هغه حضرت چې ژوند یې د یزید په حکومت باندې د اعتراض او له هغه سره د بیعت نه کولو په وجه په خطر کښې و، مدینه پریښودله او مکې ته لاړ. حسین ابن علي علیه السلام په مکه کښې د ښار د خلکو او مشرانو له هرکلي سره مخامخ شو او د بني امیه په هکله د ایشوکونو په تیره بیا د یزید بن معاویه د فساد د رسوا کولو لپاره یې د حاجیانو د تګ راتګ له فرصته ګټه پورته کړه او داشان یې خپل پيغام د اسلامي ټاټوبي لرولرو سیمو ته ورسوه.
له بلې خوا امام حسین علیه السلام په مکه مکرمه کښې د کوفې د خلکو لخوا په زرهاو لیکونه ترلاسه کړل چې پکښې له یزید سره د مخالفت ترڅنګ دغه ښار ته د امام د تګ او د بني امیه د حکومت په خلاف د پاڅون غوښتنه شوې وه. امام حسین علیه السلام په مکه مکرمه کښې کابو له څلورو میاشتو پاتې کیدو وروسته د کوفې د خلکو بیابیا بلنو او همداشان هغه خطر ته په پام سره چې د یزید د مامورانو لخوا یې دوي ګواښل، د شپیتم قمري کال د ذی الحجې په اتمه نیټه کوفې ته روان شو.
۶۵ کاله وړاندې، د ۱۹۵۷ میلادی کال د مارچ په ۶مه نېټه، د ګانا هېواد د ډاکټر قوام نکرومه په مشرۍ خپلواکۍ ته ورسید او دغه ورځ یې د ګانا ملی ورځ ونوموله.
د ګانا زبېښاک له ۱۵مې میلادی پېړۍ دې افریقایی هېواد ته د پرتګالیانو په ورتلو سره پیل شو.
له پرتګال وروسته، دغه هېواد چې د ښکیلاکګرو دولتونو په اند د ډېرو سرو زرو د سرچینو لرلو له امله، د سرو زرو په غاړه شهرت پیدا کړی و، د بریتانیاتر ښکیلاک لاندې راغی.
خو د ګانا د خلکو خپلواکی غواړی پاڅونونه د شلمې میلادی پېړۍ په منځنیو کې دغه هېواد کورواکه کړ.
ددې پاڅونونو وروسته، په ګانا کې لومړنۍ عمومی ټولټاکنې ترسره شوې او قوام نکرومه لومړۍ وزیر شو.
هغه په ۱۹۵۷ میلادی کال کې د ګانا هېواد خپلواک اعلان کړ او په دې هېواد کې درې کاله وروسته جمهوری نظام رامنځ ته شو.
خو په ۱۹۶۶ میلادی کال کې د نکرومه ملی دولت د یوې کودتا له امله وپرځېد.
له هغه وروسته په ګانا کې ډېرې پوځی کودتاګانې وشوې.
د ګانا هېواد له دوه لکه ۳۸ زره مربع کیلومټره ډېر پراخوالی لری.
دغه هېواد د افریقا په لویدیځ او اطلس سمندر او افریقا پر غاړه پروت دی او له توګو، بورکینا او عاج ساحل سره ګډه پوله لری.
او له ننه ۴۷ کاله وړاندې، د ۱۹۷۵ میلادی کال د مارچ په ۶مه نېټه، د ایران او عراق ترمنځ د اختلافونو د حل پریکړه لیک د الجزایر په پلازمېنه، الجزیره کې لاسلیک شو.
دغه پریکړه لیک چې د((الجزایر)) پریکړه لیک په نوم مشهور دی، د تیلو د صادروونکو هېوادونو (( اوپک)) د مشرانو د ناستې په بهیر کې د ایران د پاچا او د صدام حسین له خبرو وروسته، وشو.
د دغه تړون له مخې چې د ۱۹۷۵ میلادی کال په تړون مشهور دی، ایران او عراق د خپلو ځمکنیو او سمندری پولو د ټاکلو په اړه موافقې ته ورسیدل.
په اروند رود کې د ګډې پولې په اړه چې د دواړو هېوادونو د پولو یو مهم اختلاف و، موافقه وشوه چې ګډه پوله د ((خط تالوګ)) سیند په ترټولو ژوره سیمه کښې تېره شی.
د الجزایر پریکړه لیک له نورو اړخونو هم ارزښت لری او هغه د یوبل پر وړاندې د ایران او عراق د سیاسی او پوځی خوزښتونو پای ته رسیدل و.له همدې امله د پاچا رژیم ومنله چې د عراق له بېلتون غوښتوونکو کردانو سره مرسته بنده کړی.
که څه هم د الجزایر تړون د تهران او بغداد د اړیکو د ښه کېدو لامل شو، خو دغه وضعیت ډېر دوام ونه کړ او د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه کابو د یونیم کال په تېریدو سره، صدام د ۱۹۸۰ میلادی کال په ستمبر کې ددغه تړون په یو اړخیز لغوه کولو سره، د ایران پر خاوره تېری پیل کړ.
البته هغه په ۱۹۹۰ میلادی کال کې دې ته اړشو چې رسما یوځل بیا د الجزایر تړون په معتبروالی اعتراف وکړی او هغه په رسمیت وپېژنی.
او دکب ۱۵ نیټه دایران په اسلامي جمهوریت کې شجرکاري یا د نیالګیو د ایښودلو یا د نهال شانیو د ورځې او د تجدید شوي طبیعي زرمې اونۍ تر عنوان لاندي د پیلیدو ورځ نومول ده . په دغه اونۍ کې د ایران د آب وهوا سره مناسب د اونې نیالګۍ د خلګو به مینځ کې ویشل کیږي او دهغوی د کرلو لپاره سمې رودې روزنه ورکول کیږي . که چیري د اونیو څخه په علمي توګه استفاده وشي او دهغوی ډولونه تکثر او زیات شي نه یواځي په ځنګلونو د لرګیو زیرمي نه کمیږي بلکې د ونو شمیر هم زیاتیږي