Mar 10, 2022 14:30 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د کب د میاشتې ۱۹مه نېټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۷ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ له ۱۰ مې نېټې سره برابره ده

۱۴۶کاله پخوا په داسې یوه ورځ د 1876 میلادی کال د مارچ په لسمه نېټه امریکائی موجد ((الېګزېنډر ګراهم بېل)) ټیلفون اېجاد کړ، او په همدغه ورځ د ګراهم بېل او د هغه د مرستیال ((واټسن)) ترمېنځ وړومبنۍ ازمائشی مکالمه په کامیابۍ سره ترسره شوه او په ارتباطی وسائلو کښې یو ستر بدلون رامنځته شو. ګراهم بېل د چټکه ارتباط د دغې وسیلې د اېجادولو لپاره د نورو موجدانو او محققانو له تجربو او ازمېښتونو نه استفاده وکړه. البته د ټیلفون سېټ د ګراهم بېل د اېجاد له بشپړه کېدو وروسته د نورو سائېنسدانانو لخوا په اوسنی پرمختللی شکل کښې راغلی دی

 

۷۷ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د ۱۹۴۵ میلادی کال د مارچ په لسمه نېټه د دویم نړیوال جنګ په دوران کښې امریکائی جنګی الوتکو د جاپان پائېتخت ټوکیو سخت بمباری کړ. په دغه پراخه حمله کښې په سلګونو امریکائی بم غورزوونکو په ځلونو په ټوکیو باندې بمونه اورول.په دغه ورځ د سختو بمباریو له کبله تقریباً یو لک عامه جاپانیان خلک ووژل شول. د امریکې دغه حمله د جاپان په غېر فوځی سیمو باندې د امریکې د حملو له لړۍ څخه وه چې دغه هېواد تسلمېدو ته مجبور کړی. خو د دې باوجود جاپان د ۱۹۴۵ کال تر اګسته پورې چې امریکې هېروشیما او ناکازاکی ښارونو باندې اېټم بمونه وغورزول او په لکونو بې ګناه انسانان یې ووژل امریکې ته تسلیم نۀ شو.

 

۳۶ کاله وړاندې د ۱۹۸۵ میلادی کال د مارچ په لسمه نئېټه، د پخوانی شوروی اتحاد پخوانی رهبر، کنسټانټین چرنینکو مړ شو.

هغه د ۱۹۱۱ میلادی کال د سپټمبر په ۲۴مه نېټه، په سیبری کې په یوه بې وزره او کلیواله کورنۍ کې وزږید او د خپلو زده کړو له بشپړولو وروسته ، په ۱۸ کلنۍ کې د پخوانی شوروی د کمونیست ګوند د ځوانانو د سازمان مسوول شو او دوه کاله وروسته ددې ګوند غړی شو.

چرنینکو شل کاله د شوروی د کمونیست ګوند د سیاسی دفتر پیاوړی غړی و او وروسته ددې ګوند عمومی منشی توب ته ورسید.

هغه همدارنګه میخائیل ګورباچف چې د شوروی د کرنې پر چارو یې د څارنې مسوولیت پرغاړه درلود، ددغه هېواد تر دویم مقام پورې یې لوړ کړ او د شوروی اتحادپه جمهوریتونو کې یې ترټولو لوړو مقامونو ته د هغه لاس رسی مکنه کړه.

چرنینکو د برژنف د واکمنۍ په ټول وخت کې، په ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې د هغه ترټولو نږدې کس و او په همدې سبب، لویدیځو کړیو هغه د برژنف سیوری بللی و.

چرنینکو د برژنف او آنډوروپوف له مرګ روروسته د شوروی جمهوریتونو د لوړې شورا مشر شو او د ۱۳ میاشتې واکمنۍ وروسته، د ۱۹۸۵ کال د مارچ په لسمه نېټه د ۷۴ کالو په عمر سره مړ شو.

د چرنینکوف له مرګ وروسته، د پخوانی شوروی اتحاد جمهوریتونو وروستی رهبر، میخائیل ګورباچف د هغه ځای ناستی انتخاب شو.

 

او له ننه ۹ کاله مخکې  د ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۹ نیټه آیت‌الله سید مجتبی موسوی لاری وفات شو. هغه د ایران د حوزوي اودیني شخصیتونو څخه یو ویاړمن  کس و. . موسوي لاري په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې په لار ښارکې وزیږید. او ابتدایې تحصیلات او د اسلامي علومو مقدمات  په همدغه لار ښارکې زده کړل او په ۳۲ کال کې د اسلامي علومود تحصیلاتو د دوام لپاره قم ته ولاړاو د قم د علمیه حوزې د استادانو په محضر کې خپل زدکړې ته دوام ورکړ.

آیت الله موسوي لاري په قم ښار کې د «دفتر گسترش فرهنگ اسلامی خارج از کشور» په نوم یو مرکز جوړکړچې ورسته بیا  نوم یې په «مرکز نشر معارف اسلامی در جهان»بدل شو . دغه مرکز اسلامي آثارو او په ځانګري توګه د هغه د ژباړل شوی آثارخپرول . د دغه تبلیغاتي مرکز خپاره شوي  کتابونه د غوښتونکو اوپه ټوله نړۍ کې داسلامي حقایقو د مینوالوپه څیر  د اسلامي ټولنو ،ډلیو او په زرهاو موسیسو اومکتبونو ته  ډالۍ کیدله .په ۱۳۷۲ لمریز کال کې کله چې د هغه روسي کتابونه  د محتوا  له لحاضه پر آزربایجان جمهوریت  ډیره اغیزه وکړه  په باکو کې د آزربایجان جمهوریت  د علومو اکاډمۍ افتخاري ډاکټریت دهغه په عنوان سره صادر کړاو په همدې مناسبت د باکو په پوهنتون کې دستورې ترسرې کړې . موسوي لاري د یوې اوږدې مودې ناروغې ورسته په ۱۳۹۱ لمریز کال د کب دمیاشتې په ۱۹ نیټه د امام رضا ع په روغتون کې وفات شو.