Mar 16, 2022 11:32 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه ۱۴۰۰ هجری لمریز کال د کب د میاشتې ۲۸ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمر کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مارچ د میاشتې ۱۹ نیټه ده

 

۱۳۹  کاله وړاندې د ۱۸۸۳کال دمارچ  په نولسمه نیټه یو انګریز کیماپوه والټر نورمن هاؤرس  وزیږید.  هغه  د هائيډروکاربنو په باب ډيرې زیاتې علمي څیړنې وکړې  او بریالی شو د شکرې (چینۍ) دمالیکیولو دجوړښت لپاره  نوی پلان وړاندې کړي  چې  د هغه په نامه ونومول شو .  هآؤرس  همداراز دویټامین سی په باب چې  د هغو مالیکیولي جوړښت  شکرې ته ورته  دی ، څيړنې او  پراخې ازموینې وکړې   او دهغو صنعتي ډول ئې   داسکوربیک ایسډ  په نامه برابر او ثبت کړ . ددغو څيړنو او کشفیاتو په  خاطر  هاؤرس  په ۱۹۳۷کال کې   په کیمیاکې دنوبل  جایزه هم وګټله  . هغه  په ۱۹۵۰کال کې  مړ شو .

 

۱۲۲ کاله پخوا د۱۹۰۰کال دمارچ په  نولسمه نیټه یوکیمیا  او فیزیک پوه  فرډریک ژولیو  دفرانسې په پاریس کې وزیږید . هغه له پوهنتوني زده کړو وروسته  دریډیوم  دکاشفې  او فیزیک پوهې  میري کوري  سلاکار شو . هغه  ددغې ملګرتیا په څنګ کې  دمیري کوري له لور سره واده وکړ او  دخپلې ښځې  په مرستې سره ئې دریډیو ایکټیو  نوي عناصرو ترکیب هم جوړ کړ . فرډریک  ژولیو  په ۱۹۵۸کال کې مړ شو .

 

۸۸  کاله پخوا د ۱۳۱۲ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په اتویشتمه نیټه ستر شیعه فقیه او مورخ آیت ا... ملا محمد هاشم خراساني وفات شو. په ثقة الاسلامي مشهور ملا محمد هاشم خراساني په ۱۲۴۲ لمریز کال کښې په مشهد کښې زیږیدلی و.

هغه له ابتدايي زده کړو وروسته نجف اشرف ته لاړ او دولس کاله یې د آخوند خراساني او سید اسماعیل صدر په شان عالمانو له محضره ګټه پورته کړه. ملا هاشم خراساني له نجف څخه له راستنیدو وروسته مشهد مقدس ته لاړ او د آیت ا... سید علي حائري یزدي د درس په حوزه کښې یې ګډون وکړ او له هغه وروسته یې تحقیق او تالیف ته مخه کړه.

له ملا محمد هاشم خراساني څخه ډیر کتابونه پاتې دي چې ډیر مهم پکښې په ایران کښې د دفن شویو معصومینو او ځینو امامزادګانو او همداشان د هغو عالمانو په تاریخ کښې چې په مشهد، هرات، اصفهان او شیراز کښې خاورو ته سپارل شوي دي، په فارسي ژبه (منتخب التواریخ) کتاب، (حُسنُ العاقبهُ فی سعادةِ الخاتَمه) او هم (غایهُ الاَمال فی حسنِ خواتیم الاعمال) نومیږي.

دغه ګرانقدره عالم او مورخ بلآخره د ۱۳۱۲ لمریز کال د کب په اتویشتمه چې د ۱۳۵۲ قمري کال د ذی الحجې له دریمې سره برابره ده، په اویا کلنۍ کښې په مشهد ښار کښې وفات شو او هم هلته خاورو ته وسپارل شو.

 

 

او له ننه ٣۵  کاله مخکښې  د ۱۹۸۷کال دمارچ په نولسمه نیټه دماډرن فیزیکس یو وروستی بنسټګر لوئیس دوبروګلې  په ۹۵کلنۍ کې مړ شو . هغه  په ۱۸۹۲ کال کې زیږیدلی  ؤ او له لومړی نړیوال جنګه وروسته  ئې فیزیک ته مخه کړه . دغه فرانسوي فیزیک پوه  په ۱۹۲۴کال کې  دنور یارڼا  د  ذرو او څپې شونې  دتیورۍ په وړاندې کولو سره ډير مشهور شو .  هغه ددغه پلان په وړاندې کولو سره دفیزیک دعلم دماډرنو پرمختګونو د ډيرو لارو غوټې پرانیستلې  . بروګلې په ۱۹۲۹کال کې  په فیزیک کې دنوبل جایزه هم وګټله .