Mar 26, 2022 13:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې دویمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د سعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له دویشتمې نیټې سره برابره ده

۱۴۳۷ کاله پخوا، د شپږم هجری قمری کال د شعبان په نولسمه نیټه، د بنی المصطلق غزه رامینځته شوه. د بنی المصطلق قبیله له خزاعی قبایلو څخه وه چې په ډیر پخوا وختونو کښې یې مکی ته هجرت کړئ ؤ. د دغه قوم مشرانو په مکی کښې تل بت پرستی دودوله. په مدینی کښې د مسلمانانو له قدرت ته رسیدا وروسته، د بنی المصطلق قبیله چې په خپلې بت پرستۍ یې ټینګار کاوه، مسلمانانو سره د جنګ لپاره چمتو شوه. په همدې وجه حضرت محمد (ص) له خپلو یو شمیر ملګرو سره د هغو مقابلې ته وراغئ چې په دغه جنګ کښې د بنی المصطلق قبیلې له مسلمانانو څخه سخته ماتی وخواړه .

 

۱۴۱ میلادی کال د ۱۸۸۱ میلادی کال د مارچ په ۲۲مه نېټه، د نړۍ د هېوادونو په منځ کې د فوټبال پر سیالیو د څارنې په منظور د فوټبال نړیواله ټولنه رامنځ ته شوه.

ددې ټولنې له جوړېدو مخکې، د فوټبال سیالۍ په هېوادونو کې دننه او په غیر رسمی توګه ترسره کېدې.

د فوټبال نړیواله ټولنه چې د فیفا ( د فوټبال د نړیوال فډراسیون) بلل کېږی، د هېوادونو د ملی ټیمونو ترمنځ د فوټبال د سیالیو ترسره کېدو او برابرو قوانینو د منظمولو په موخه جوړ شو.

د فوټبال لومړنۍ نړیوالې سیالۍ په ۱۹۰۱ کال کې د انګلیستان او جرمنی ترمنځ ترسره شوې.

 

۷۷  کاله وړاندې، د ۱۹۴۵ زیږدیز کال د مارچ په دوه ویشتمه، دمصر د وخت ولسمشر، ملک فاروق په وړاندیز او د سوریې، عراق، سعودی عربستان، مصر او یمن دولتونو له خوا د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یوه تړون په لاسلیکولو سره ((عربی ټولنه)) جوړه شوه.

ددې ټولنې د جوړیدو طرح د مصر په اسکندریه بندر کې په یوه ناسته کې تصویب شوه.

ددې ټولنې له جوړیدو موخه د غړ و هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ساتل او همدارنګه د غړو ترمنځ د نږدې سیاسی، اقتصادی او فرهنګی ملګرتیا رامنځ ته کېدل و.

په ۱۹۵۰ کال کې ددې ټولنې یوشمیر غړو د ډله ییز امنیت تړون لاسلیک کړ او په ۱۹۶۲ کال کې ددې ټولنې مشرانو غونډې د یوې ګډې پوځی قوماندانۍ د جوړیدو پرېکړه وکړه.

خو په عربی ټولنه کې پوځی ملګرتیاوو په عملی توګه تحقق پیدا نه کړ او له صهیونیسټ رژیم سره په جګړه کې د لومړۍ کرښې هېوادونه، له دې رژیم سره په خپلو جګړو کې یوازې پاتې شول.

سربېره پردې، په عربی ټولنه کې د پرله پسې کورنیو اختلافونو شتون،په سیمه ییزه او نړیواله کچه د یوه ځواکمن او نفوذ لرونکی په توګه ددې ټولنې د مطرح کېدو خنډ شو.

 

۷۶ کاله وړاندې، د ۱۹۴۶ زیږدیز کال د مارچ په ۲۲مه، د اردن هېواد خپلواکی تر لاسه کړه.

دغه هېواد د اسلامی فتحو له لومړیو برخو څخه و او وروسته د ۱۶مې پېړۍ په لومړۍ نیمایی کې، د عثمانی امپراتورۍ برخه شو.

د لومړۍ نړیوالې جګړې او عثمانی امپراتورۍ له ټوټه کېدو وروسته، د انګلیستان دولت، اردن، عراق او فلسطین تر خپلې سرپرستۍلاندې راوستل.

په ۱۹۴۶ کال یعنې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، انګلیستان اردن ته خپلواکی ورکړه او د عثمانیانو پرضد د انګلیستان پلوی، شریف حسین زوی، امیر عبدالله یې ددې هېواد پاچا کړ.

حسین بن طلال له ۱۹۵۲ کاله د اردن پاچاشو او له انګلیستان سره د ټینګو اړیکو ساتلو ترڅنګ، له امریکاسره هم نږدې شو.

هغه سربېره پردې، چې په خپله یې له صهیونیسټ رژیم سره سوله وکړه، د عربو او دې رژیم د سازباز له بهیر سره یې هم مرسته وکړه.

شاه حسین په ۱۹۹۹ کال کې مړشو او زوی یې، عبدالله پاچاشو او د پلار سیاستونه یې تعقیب کړل.

اردن له ۹۰ زره مربع کیلومټره زیات پراخوالی په لرلو سره، له سوریې، عراق، عربستان او نیواکی فلسطینیان سره ګاونډی دی او رژیم یې مشروطه سلطنتی دی.

 

۹۶  کاله وړاندې د ۱۳۴۲ لمریز کال د وری د میاشتې په دویمه نېټه، د پاچا رژیم د ایران د مسلمانو خلکو او روحانیت سره د مخالفت او دښمنیو په دوام کې، د قم فیضیه مدرسې ته چې د ایران د خلکو د اسلامی نهضت یو مهم مرکز و، برید وکړ.

هغوی په دې وحشی یرغل کې، ډېر شمېر طالبعلمان او روحانیون وډبول او ټپیان کړل او یوشمېر یې په شهادت ورسول.

دغه پېښه، د ۱۳۴۲ لمریز کال د غبرګولی د ۱۵مې خونړی پاڅون او د ۱۳۵۷ لمریز کال په سلواغې کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب پیلیزه شوه.

 

۴۰  کاله مخکښې د ۱۳۶۱ لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په ۲مه نېټه، د ایران په سویل لویدیځ کې، د عراق د پخوانی دیکتاتور، صدام د تېری ګر پوځ په شا تمبولو لپاره د اسلام د فتح المبین ستر عملیات پیل شول.

په دې برېښنا ډوله عملیاتو کې، ایرانی ځواکونو د اسلامی ایران د ټاټوبی ځینې برخې د صدام ځواکونو له نیواک څخه و ایستلې او مهمو سټراټژیکو ټکیو ته یې لاس رسی پیدا کړ.

ددې عملیاتو په نتیجه کې د دزفول، اندیمشک، شوش او دغه راز د ایران په سویل لویدیځ کې سلګونه کلی د عراق د پوځی ګواښ او توپخانو له هدف څخه لرې شول.

د فتح المبین په ناببره عملیاتو کې د تیریګرو عراقی ځواکونو۲۵ زره کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او ۱۵ زره ونیول شول او د عراق د پوځ ډېر شمېر تجهیزات له منځه لاړل او یا په غنیمت ونیول شول.

د فتح المبین په عملیاتو کې، د اسلام جنګالیو له بریالیتوبونو وروسته، د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټګر، حضرت امام خمینی (رح) هغوی ته په یوه پیغام کې ددې عملیاتو پر ارزښت په ټینګار سره، داسې وفرمایل: (( زه له لرې څخه، ستاسوو ځواکمن مټ او لاس چې خدای ورسره مل دی،ښکلوم.))

 

۱۸  کاله وړاندې، د ۲۰۰۴ زیږدیز کال د مارچ په دوه ویشتمه، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) ډلې عالم او مبارز مشر، شیخ (( احمد یاسین)) د صهیونیسټ رژیم له خوا ترور شو.

هغه د غزې په جومات کې د سهار لمانځه د اداکولو وروسته،د صهیونیسټ رژیم د چورلکو د برید موخه وګرځید او له ۱۰ نورو فلسطینیانو سره شهید کړای شو.

شیخ احمد یاسین په ۱۹۳۸ کال کې د نیواکی فلسطین په یوه کلی کې وزږید.

هغه له صهیونیسټ رژیم سره مبارزه د ښوونځی له وخته پیل کړه او څو ځله ونیول شو او بندی شو.

شیخ یاسین په ۱۹۸۷ کال کې، د فلسطین د څو نورو مسلمانو مبارزینو سره یوځای، د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) بنسټ کېښود او دوه کاله وروسته، یوځل بیا ونیول شو او په ابدی بند محکوم شو.

خو هغه په ۱۹۹۷ کال کې، د بندیانو په تبادله کې، د صهیونیسټ رژیم له دوو جاسوسانو سره تبادله شو.

شیخ احمد یاسین چې د سترګو د نه لیدو او جسمی معلولیته په تکلیف و، بالاخره په ۲۰۰۴ کال کې په داسې ورځ شهید کړای شو.

دغې پېښې یوځل بیا د صهیونیسټ رژیم څاروی صفته ترهګری څرګنده کړه.