Mar 26, 2022 14:21 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا دبرات د میاشتې له ۲۳ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ له شپږویشتمې نیټې سره برابره د

۱۱۳۹ کاله پخوا، د درې سوه څلورم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه، په ناصر کبیر مشهور د پیغمبر اکرم (ص) له لمسیو یو لوئ مجاهد او عالم ابو محمد حسن بن علی اطروش وفات شو. هغه په دوه سوه دیرشم هجری قمری کال کښې په مدینی کښې وزیږید او له هغې وروسته چې عباسیانو د پیغمبر اکرم (ص) د کورنۍ ګڼ شمیر کسان منجمله امام حسن عسکری (ع) او د حسن اطروش پلار د بغداد په شمال کښې سامرا ښار ته جلاوطن کړل، هغه هم دغه ښار ته بوتلئ شو. حسن بن علی دینی علوم په بغداد او کوفی کښې زده کړل او په نامتو عالم بدل شو چې د شاعری زیات ذوق یې درلود. له بلی خوا هغه په سیاسی فعالیتونو کښې هم ګډون درلود او د ایران په شمال کښې په طبرستان کښې د علویانو د پاڅون او حکومت په دور کښې، دغه سیمې ته ولاړ. حسن اطروش د دغه حکومت له نسکوریدا وروسته یو ځل بیا هغه احیا کړ او په عدل او انصاف سره یې د ایران د شمال په پراخې برخې باندی حکمرانی وکړه . دې نه علاوه، د رسول اکرم (ص) دغه لمسی د خپل نیکه د دین په تبلیغ کښې ډیرې هڅې وکړې او په لسګونو زره کسان یې مسلمانان کړل.

همداراز دغه فاضل عالم، په سیاست او مبارزی کښې د بوختیدو باوجود د شاګردانو تعلیم او د کتابونو تالیف او لیکنه هیره نکړه ، په دی ډول چې په لسګونو کتابونه له هغه په یادګار پاتی دی چې پکښې (البساط)، (تفسیر الاطروش) او (الامامة الکبیر) ته اشاره کولئ شو.

 

۷۱۰  کاله پخوا، د اوه سوه درې دیرشم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه ، په شرف الدین مشهور د اتمې هجری قمری پیړۍ ستر ادیب او محدث حسین بن عبدا... طیبی وفات شو. هغه د معانی او بیان په علومو او د عربو په ادبیاتو کښې د خپل وخت یو لوئ عالم ؤ . طیبی د قرآن تفسیر او د حدیث د روایت تدریس ته پریمان اهتمام درلود. د حسین بن عبدا... طیبی په آثارو کښې د (تفسیر قرآن) او (شرح مشکوه) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

 

۶۲۶ کاله پخوا، د اته سوه اوولسم هجری قمری کال د شعبان په درویشتمه نیټه، د ایران د نهمې هجری قمری پیړۍ تر ټولو لوی شاعر او ادیب نور الدین عبدالرحمان جامی د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان ولایت کښې په جام ښار (تربت جام) کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه له ځوانی دبیلا بیلو علومو زده کولو ته مخه کړه . جامی په ځوانی کښې سمرقند ته ولاړ او دینی علوم ، ادبیات او تاریخ یې هملته زده کړل او وروسته یې سفر او سیاحت ته مخه کړه . په هغه وخت کښې چې د هیرات ښار غوره ځلا درلوده، په هغه ښار کښې یې ژوند کوه او د جام په عارف مشهور ؤ . هغه د خدائ د ګران رسول (ص) له کورنۍ سره زیاته مینه او کلک عقیدت درلود او هیڅ کله یې د زورورو او باچایانو مدحه ونکړه . له دغه ایرانی شاعر او ادیبه ، ډیر نظمی او نثری آثار په یادګار پاتی دی چې پکښې (هفت اورنګ)، (سلسلة الذهب) او (بهارستان) ته اشاره کولئ شو . عبدالرحمان جامی په اته سوه اته نوېم هجری قمری کال کښې وفات شو.

 

۱۱۱ کاله وړاندې د ۱۹۱۱ ميلادي کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه نامتو امريکائي ډرامه ليکونکے ټېنېسي ويليامز وزېږېد. هغۀ له ادبياتو سره مينه لرله او دغه مينه يې د لئېسې او پوهنتون په دوران کښې لا زياته شوه او بالاخره له هغۀ يې يو ستر ليکوال جوړ کړ. ټېنېسي ويليمز په مهارت سره خپل افکار د ډرامو د اتلانو او هيروګانو له خولې بيانول. د هغۀ اثار په مهمه توګه د امريکې د ساده، رنځېدلو او کړېدلو خلقو د ژوند د حالاتو په اړه دي. د ويليمز له اثارو څخه  (( د حېواناتو شيشه اي باغ)) ((د ځوانۍ شيرين مارغۀ)) او ((په ګرمې بلۍ ولاړه پيشو)) ته اشاره کولې شوو. هغه 1983 کال کښې مړشو.

 

  ۷۰  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د 1952 ميلادي کال د مارچ په شپږويشتمه نېټه د انګرېز استعمار په خلاف د کېنيا د خپلواکۍ د بنسټ اېښودونکي جومو کنياتا په مشرۍ د دغه هېواد د وطن پرستو پاڅون شروع شو. کېنيا د دوو نړيوالو جنګونو ترمېنځ له زياتو ګډوډيو او تاوتريخوالو سره مخامخه وه.  خو له دويم نړيواله جنګه وروسته د دغه ټاټوبي خلق د پرديو له تسلط نه د خلاصېدو په لټه کښې شول او د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ يې شروع کړ. د کېنيا په مختلفو سيمو په تېره بيا په کيکوتو کښې د استعمار ګرو لخوا لګول شوي بنديزونه او قوانين د دې سبب شول چې د ((مائو- مائو)) په نامه ډله جوړه شي. دغه ډله چې زيات وسله وال مبارزين يې غړي وو وکړې شول زيات انګرېزان ووژني. مائو مائو ډله له اروپايانو سره د کېنيا د خلقو د اجتماعي او سياسي حقوقو د برابرۍ غوښتونکې وه او بالاخره په پرله پسې مبارزو سره د کېنيا د خپلواکې په ترلاسه کولو کښې کاميابه شوه.

کېنياپه څه د پاسه پينځه لکه اتيا زره مربع کېلوميټره رقبې سره د افريقې براعظم په ختيځ کښې پرته ده.

 

۵۱  کاله وړاندې د ۱۹۷۱کال دمارچ په شپږویشتمه نیټه

په ډیروسیاسی کشمکشونو او پراخو بلواؤ پسې ختیځ پاکستان (اوسنی بنګله دیش )له پاکستانه بیل شو او خپلواکی اعلان کړه . . ختیځ او لودیځ پاکستان دیوه واحد هیواد په توګه په ۱۹۴۷کال کې له هندوستانه خپلواکه شو ،خود ختیځ پاکستان بنګالیان چې کابو ددغه ټاټوبی کابو اته نوی فی صده نفوس جوړوی ، په لودیځی پاکستان کې د دیره مرکزی حکومت له توپیرونو خپه وو . د ختیځ پاکستان خلک له هماغه پیله دکورواکۍ غوښتونکی وو ،خو سوکه سوکه خپلواکۍ ته ګروهمن شول . په ختیځ پاکستان کې دبحران اوج ته په رسیدا پسې او دپاکستان دپوځ په وسیله دهغو دپلازمینې ډهاکه له نیولو وروسته بنګلیانو په وسله والې مبارزې لاس پورې کړ او هندی پوځ هم ورسره مرستې ته ودنګل . په دغه جنګ کې دپاکستان پوځ له هندی پوځه ماته وخوړله او دختیځ پاکستان پریښودو ته اړ شول او دغه ټاټوبی دبنګله دیش په نامه خپلواکی ترلاسه کړه . دبنګله دیش له خپلواکۍ وروسته شیخ مجیب الرحمان چې ددغه هیواد په خپلواکۍ کې ئې غوره رول درلوده ، ددغه نوی هیواد ولسمشر شو خو په یوې کودتا کې ووژل شو .

بنګله دیش په یو لک څلو رڅلویښت زره مربع کلومیټر مساحت سره دهند براعظمګی په شمال ختیځ کې دهند سمندر په سواحلو کې واقع دی او له هندوستان اومیانمار یا برما سره په ګاونډ کی دی .

 

۳۸  پخواد ۱۹۸۴کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه

د ګینه افریقائی هیواد ستر رهبراحمد سکوتُوره مړشو.سکوتوره د ۱۹۲۲ کال د جنورۍ په نهمه نیټه د ګینه هیواد په یوه مرکزی ښار کې زیږیدلی ؤ.هغه له ځوانۍ سیاسی فعالیتونو ته مخه کړه او د فرانسوی استعمار ګرانو له منګولو دخپل هیواد د خپلواکۍ غوښتونکی شو . احمد سکوتوره دافریقا د ډیموکراټیک ټولنې په نامه دسیاسی اورګان یو بنسټګر ؤ چې د فرانسې له استعماره ئې دلودیځی افریقا د ژغورنې په لاره کې ډیرې هلې ځلې و کړې .سکوتوره په ۱۹۵۶کال کې ددغه غورځنګ مرستیال شو او په ۱۹۵۸کال کې یوازینی افریقائی رهبر ؤ چې دفرانسې په مستعمرو کې د یوې فرانسیسۍ افریقائی ټولنې دجوړولو په باب د فرانسې دولسمشر جنرال دوګل وړاندیز ته منفی رایه ورکړه . له همدې امله وه چې د ۱۹۵۸کال داکتوبر په دوهمه نیټه ګینه هیواد خپله خپلواکی ترلاسه کړ ه او سکوتوره ددغه هیواد ولسمشرۍ څوکۍ او صدراعظمۍ ته ورسید. هغه کابو تردیرشو کلونو پورې دګینه هیواد رهبری په غاړه درلوده او په پرله پسې څلورم ځل ولسمشر هم غوره شو ، سره له دې چې څوارلس کاله لومړ ی وزیر هم ؤ . احمد سکوتوره له ۱۹۸۱کال راهسې د عراق او ایران په جنګ کې دمینځګړیتوب لپاره داسلامی کنفرانس موسسې له خوا دمینځګړی پلاوی مشری هم په غاړه درلوده او دواړو هیوادونو ته ئې سفرونه وکړ ل . احمد سکوتوره دافریقا دلوئې وچې دیوه مشهور سیاستوال په توګه په ۶۲کلنې کې د ۱۹۸۴کال د مارچ په شپږویشتمه نیټه ، په داسې حال کې چې دافریقا د وحدت د موسسې پړاویزه مشری ئې په غاړه درلوده ، مړ شو .