Mar 26, 2022 14:27 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

دوستانو نن د اتوار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د وری د میاشتې ۷ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له ۲۴ او د ۲۰۲۲ میلادي کال دمارچ له ۲۷ نیټې سره سمون خو ری .

۱۳۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه دولسم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په څلور ویشتمه نیټه، د اسلام یو ستر فقیه او مرجع میرزا محمد حسن شیرازی وفات شو. هغه په دولس سوه دیرشم هجری قمری کال کښې د ایران په شیراز ښار کښې وزیږید او له مقدماتی زده کړو وروسته د عراق د نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ او ډیره موده یې د هغې زمانې له ستر عالم او فقیه شیخ مرتضی انصاری څخه علمی علمی ګټه پورته کړه تر دې چې پخپله هم د استادۍ او د مسلمانانو د مشرۍ مقام ته ورسید. په ایران کښې د میرزا شیرازی نوم د ناصر الدین شاه قاجار په زمانه کښې د تماکو له غورځنګ سره مل دی. هغه د تماکو او لوګجنو څیزونو چې برطانیې په خپل انحصار کښې راوستی وو، د استعمال د حراموالی د فتوې په صادرولو سره په ایران کښې د انګریز استعمار له ځینو ګټو لټونو څخه مخنیوئ وکړ. دغه فتوا د ایران د هغه وخت له باچا او د برطانیې له حکومت سره د یوې څرګندې مبارزې په څیر وه. د تماکو د حراموالی پیښې د استبداد او استعمار په خلاف د ایران د خلکو د ورپسې وختونو د مبارزو پر پیاوړتیا یو مهم اغیز وشینده.

 

۷۸ کاله  مخکې ،د ۱۳۲۳ لمریز کال د وری دمیاشتې په اوه مه نیټه

د ایران د تیټر او سینما یو نه ستړیکیدونکی بیلګه لوبغاړی خسروشکیبائی دتهران په مولوی واټ کې وزیږید.شکیبائی په لومړی ځل په ۱۳۵۳لمریز کال کې د فریبرز صالح په ډایریکټرۍ سره د :کتبیه : نومې په شپاړس ملی میټره اولنډ فلم کې د کیمرو په وړاندې ودرید .په ۱۳۶۱لمریز کال کې په داسې حال کې چې د محمود استاد محمد په پروډیوسرۍ او ډایریکټرۍ د : شب بیست و یکم : په نمایش بوخت ؤ ، دمسعود کیمیائی د پام وړ و ګرځید او په ۱۳۶۱لمریز کال کې د مسعود کیمیائی په ډایریکټرۍ په : خط قرمز: نومې فلم کې دجمال د رول له لوبولو وروسته سینما ته راغی او تر ۱۳۶۸لمریز کال پورې د : دزد و نوسینده : ، :ترن : ، او: رابطه : نومې فلمونو کې ئې له خپلې خوا د پام وړ وړتیاوې او کارندوالی نندارې ته وړاندې کړ . خو (په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د داریوش مهرجویی ) په : هامون : نومې فلم کې له لوبې وروسته وه چې د خسرو شکیبائی نامه دعامو خلکو په خوله ورغله . هغه د فجر یا سباؤن دفلم ونو د اتمې جشنوارې د همدغه فلم په سبب دخپلې لوبې او کارندوالی په خاطر دسړی دلومړنی رول دغوره ایکټر په توګه دسیمرغ بلورین یا میډال وګاټه .خسرو شکیبائی په نورو ډیرو فلمونو کې هم ډیرې نه انکاریدونکی وړتیاوې او توانمنۍ نند ارې ته ودړاندې کړی دی . په عین حال کې دخسرو شکیبائی خورا وروستۍ ویاړ دفجر یاسباؤن دفلمونو په جشنو ارې کې د کیومرس پوراحمد په ډایریکټرۍ کې د : اتوبوس شپ : نومې فلم لپاره افتخاری ډیپلوم ؤ . خسرو شکیبائی بلاخره د ۱۳۸۷لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه دجمعې ورځې په سهار څلوربجې په ۶۴کلنۍ کې دزړه دناروغۍ له امله دتهران په پارسیان روغتونو کې وفات شو او دبهشت زهرا هدیرې دهنرمندانو په قطعې کې خاورو ته وسپارل شو. هغه ترمودې پورې د یَنې د کینسر له امله ډیر کړید.

 

۷۴ کاله وړاندې د ۱۹۴۸ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۷ نیټه د فرانسې حکومت د فرانسې او د پلوی هیوادونو د اتحادیې په نامه د یو سازمان په جوړولو سره یوشمیر هغه خپلواکه شوی هیوادونه سره راغونډ کړل چې مخکښې د فرانسې ښکیلاک مینې وې. دغه اتحادیه د برطانیې له تیرو ښکیلاک مینو جوړ د ګډو ګټو (کامَن ویلت) د هیوادونو سازمان ته ورته ده. د فرانسې او پلوی هیوادونو د اتحادیې جوړیدل په ۱۹۷۰ کال کښې د فرانکوفونی هیوادونو د سازمان د جوړیدو یوه سریزه وه.

په فرانکفونی کښې هغه افریقایی هیوادونه شامل دی چې یو وخت د فرانسې ښکیلاک مینې وې. دغه سازمان په تیرو دوو لسیزو کښې خپل فعالیت زیات کړی او د غړو هیوادونو شمیر یې ۵۶ ته رسیدلی دی. د فرانکفونی هیوادونو د سازمان هدف په اقتصادی، کلتوری او علمی زمینو کښې د غړو هیوادونو د ملګرتیاو پراختیا ذکر شوې ده خو په عمل کښې د فرانسې حکومت د خپل نفوذ د ټینګښت او په دغو هیوادونو کښې د خپلو ګټو د تامینولو په لټه کښې دی.

 

۵۴  کاله اګاهو د ۱۹۶۸ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۷ نیټه د نړۍ وړومبنی فضا کچ کونکی یوری ګاګارین مړ شو. ګاګارین د ۱۹۳۴ میلادی کال د مارچ د میاشتې په نهمه نیټه د ماسکو په خوا کښې په کلوشینو سیمه کښې زیږیدلی و. یوری الکسویچ ګاګارین د زده کړې د دوام لپاره د ټیکنالوجۍ په عالی ښوونځی کښې انتخاب شو. په همهغو وختو کښې یوری د هوایی کلب غړی شو او د سپکې الوتکې الوزول یې زده کړل. له پایلټۍ سره د هغه ډیره زیاته مینه سبب شوه چې د زده کړو له پوره کولو وروسته د ارنبرګ د پایلټۍ د زده کړې ښوونځی ته لاړ شی

یوری په ونه ډیر ټیټ و او یوازې ۱۵۷ سینټی میټره قد یې درلود. په ۱۹۶۰ میلادی کال کښې د شوروی په فضایی پروګرام کښې د شتون په لړ کښې د شلو کاندیدانو د غوره کیدو لپاره پراخې هلې ځلې پیل شوې. یوری په هغو شلو خوش قسمته غوره شویو کسانو کښې و چې ډیر سخت، پراخ او ماډرن ټریننګ یې تیر کړ. له ډیرو زیاتو طبی او فزیالوجیکی ټسټونو او په فضا کښې د شتون د زده کولو له سختو مشقونو او زده کړو وروسته بلآخره د ۱۹۶۱ میلادی کال د اپریل په دولسمه نیټه یوری ګاګارین د وسټوک-۱ په نامه فضا کچ کونکی کیهانی سپوږمکۍ په وسیله وړومبنی انسان شو چې فضا ته لاړ او له اسرارو ډکې دنیا ته ورسید.

یوری ګاګارین له دې تاریخی سفر وروسته د نړۍ په یو مشهور شخصیت بدل شو او شوروی د ده له شخصیته ډیره سیاسی استفاده وکړه. یوری الکسویچ ګاګارین بلآخره د ۱۹۶۸ میلادی کال د مارچ په ۲۷ نیټه په ۳۴ کلنۍ کښې د خپلې خوښې په میګ ډوله الوتکه کښې په روزنیز الوت کښې مړ شو او دا فرصت یې ونلره چې یوځل بیا د ځمکې له مداره ووځی.

 

۳۴  کاله مخکې د۱۳۶۷لمریزکال د وری دمیاشتې په اومه نیټه

د ایران په ضد دعراق دجنګ په بهیر کې دملګروملتو سرمنشی ، د عراق د وخت د رژیم په وسیله دکیمیائی وسلو د کارولو په محکومولو کې یوه اعلامیه صادره کړه .

له کیمیائی وسلو څخه دعراق په پراخې استفادې او د وخت په تیریدا او دغه راز په ورپسې کلونو کې د امنیت شورا له خوا د جدی غبرګون په نه ښودلو سره ،دملګروملتو د وخت سرمنشی خاور پریز ډیکویار پخپل نوښت ،یوه اعلامیه صادره کړ ه او دعراق حکومت ئې دامنیت شورا د پریکړه لیکونو او اعلامیوله چپتیا سره سره محکوم کړ . په هغو کې یوه اعلامیه د ۱۳۶۷لمریز کال د وری د میاشتې په اوه مه نیټه صادره شوه چې په هغې کې سرمنشی وائی چې په ډیر افسوس سره ، دعراقی ځواکونو له خوا په وروستیو ورځو کې دکیمیائی وسلو د کارولو په باب ډیر شواهد ترلاسه شوی دی چې دایران او عراق دواړو هیوادونو دښآریزو د وژلو پشمول ئې ډیر تاوانونه اړولی دی . ددغې اعلامیې په یوې بلې برخې کې زیاته شوې ، سرمنشی په اوڅاره توګه په هره پلمه چې وی ، د کیمیائی وسلو کارول محکوم اعلان کړی دی .د ملګروملتو دسرمنشی دغه شجاعت چې په عین بې پلویتوب کې او د پیښو په منعکس کولو سره ئې د جنګ په اته کلن پړاؤ کې له ښکیلو لورو سر ه خپلې دوامدارې اړیکې ساتلی وې ، دجنګ دختمولو او دجنګ په پړاؤ کې نړیوالې انسان دوستۍ قواعدو د خلاف ورزیو په محدودولو کې اساسی اغیزې درلودلی دی .

 

او د مارچ د میاشتې ۲۷ نیټه د تیټر نړیواله ورځ ده.

له ۱۹۶۱ کاله د تیټر د نړیوال انسټیټیوټ ITI په وړاندیز د هر کال د مارچ په ۲۷ نیټه د تیټر د نړیوالې ورځې جشن نمانځل کیږی. د دې ورځې کلیز پیغام هر کال د تیټر د ډګر د یو نظر خاوند او هنرمند لخوا غوره کیږی او په نړیوال ډګر کښې د ټیټر په تاثیر او تقابل پورې اړوند وی. ایډورډ آلبی، آګوستو بوال، جین کوکتو، آرتر میلر، پابلو نرودا او داسې نور له هغو کسانو وو چې تراوسه یې د تیټر د نړیوالې ورځې پیغام لیکلی دی.

په ۲۰۱۱ کال کښې د تیټر د نړیوالې ورځې پیغام د تیټر د لیکوالې، ډایریکټرې او لوبغاړې جسکا کاوا لخوا لیکل شوی دی. په نړیوال ډګر کښې د هغې شهرت د تیټر په څانګه کښې د ډاکټریټ او په دې لړ کښې د ډیرو تحقیقاتو د ترسره کولو په وجه نه بلکې د هغې د انساندوستانه فعالیتونو په وجه دی.