تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې اتمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د شعبان المعظم یا د برات د میاشتې له ۲۵ او د۲۰۲۲ میلادي کال د مارچ د میاشتې اتویشتمه نیټه ده
۱۳۰۶ کاله پخوا، د یو سلو اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، یو ایرانی سردار ابو مسلم خراسانی د هغه وخت د عباسی واکمن منصور په حکم ووژل شو. ابو مسلم خراسانی د تور لباسه نومی پاڅون کوونکو د یوې ډلې مشری په غاړه درلوده چې د اموی ظالمو واکمنانو په خلاف راپاڅیدلی وو. په یو لنډ وخت کښې د کلیو او ښارونو اکثره خلک له هغه سره ملګری شول. ابو مسلم او د هغه پلویانو له زیاتو جنګونو وروسته امویانو ته ماتې ورکړه. په دې ډول د امویانو د واکمنۍ د ختمیدو او په اقتدار کښې د عباسیانو د راتلو زمینه برابره شوه. په دغه وخت کښې ابو مسلم د زیات قدرت او نفوذ خاوند ؤ، په دې ډول چې د هغه وخت عباسی واکمن منصور د هغه له قدرت او قوت څخه وویریده او په یوې پلان شوې دسیسې سره یې هغه وواژه. د ابومسلم خراسانی له وژل کیدو وروسته، د هغه یو شمیر ملګری د هغه د وژلې د بدلې اخیستلو لپاره راپاڅیدل او د دغې بدلې اخیستلو له امله رامینځته شویو تاؤ تریخوالو تر مودو مودو دوام درلود.
۷۰۶ کاله پخوا، د اووه سوه اووه دیرشم هجری قمری کال د شعبان یا شوقدر د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، د ایران په یوه ښار سبزوار کښې د مغولو واکمنانو په خلاف د سربدارانو پاڅون نتیجې ته ورسید او په همدې نوم یوه لړۍ پرانیستل شوه. سربداران هغه ډله کسان وو چې د مغولانو چې په هغه زمانه کښې یې ایران تر نیواک لاندې ؤ، له ظلم او ستم څخه ستړی شوی وو. هغوئ د شیخ خلیفه او شیخ حسن جوری او بالاخره د عبدالرزاق په شان د مبارزو عالمانو تر مشرۍ لاندې له مغولانو او د هغوئ له لاسپوڅو سره مبارزه وکړه. د دغو پاڅون کوونکو شعار دا ؤ چې یا به ظالم او ستمګر نابودوو او یا به په دار خیژوو. په همدې وجه هغوئ سربداران ونومولې شول.
سربدارانو کابو نیمه پیړۍ د ایران د شمال ختیځ پر یو لړ سیمو حکومت وکړ او بالاخره تیمور ګورګانی په اووه سوه اته اتیایم هجری قمری کال کښې د هغوئ حکومت ړنګ کړ.
۸۳ کاله مخکښې د ۱۹۳۹ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه په اسپانیا کښې کابو د دوه نیمو کالو جنګ وروسته د جنرال فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ سلطنت غواړی پر جمهوریت غواړو برلاسی شول او د دغه هیواد پلازمینه میډریډ ښار یې ونیوه.
په اسپانیا کښې ناارامی هغه مهال پیل شوه چې د دغه هیواد ظالم باچا دیارلسم الفانسو د جمهوری غواړو تر دباو لاندې استعفا ورکولو ته مجبور شو او په اسپآنیا کښې جمهوری حکومت جوړ شو. خو څه موده پس د جنرال فرانکو په مشرۍ د دغه هیواد پوځیانو د سیاسی او اقتصادی ګډوډیو په پلمه د جرمن نازی او ایټالیایی فاشسټ په مالی او تسلیحاتی ملاتړ سره له جمهوریت غواړو سره جنګ پیل کړ او جمهوری غواړی له ځینو اروپآیی هیوادونو د مرستې له ترلاسه کولو سره سره ونه توانیدل چې د سلطنت غواړو په وړاندې مقاومت وکړی. د جمهوری غواړو له ماتې وروسته جنرال فرانکو قدرت ترلاسه کړ او ۳۶ کاله یې پر اسپانیا ظالم او ځپونکی نظام واکمن کړ.
۸۱ کاله پخوا د ۱۹۴۱ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه انګریز لیکوالې ورجینیا وولف ځان ووژه.
هغه په ۱۸۸۲ کال کښې زیږیدلې وه او له ماشومتوبه وتوانیده چې د خپل پلار له شخصی کتابتون او معلوماتو چې یو ادبی لیکوال او منتقد و، ګټه پورته کړی. وولف ډیر زر لیکنه پیل کړه او د (میرمن ډالووی) ، (څپې) او (د سمندری فانوس په لور) په شان کتابونه یې ولیکل خو د هغې روانی یا نفسیاتی ناروغۍ چې په ځلمیتوب کښې پرې اخته شوې وه، کله کله د هغې د کار مخه نیوله. دغې انګلستانۍ لیکوالې بلآخره د همدغې ناروغۍ له امله ځان وژنه وکړه.
او له ننه ۲۴ کاله وړاندې د ۱۳۷۷ هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه ستر فقیه آیت ا... سید جواد حسینی شاهرودی وفات شو. آیت ا... سید جواد حسین آل علی شاهرودی په ۱۳۰۸ لمریز کال کښې په نجف اشرف کښې د علم، تقوا او فضیلت په یوې خاونده کورنۍ کښې دنیا ته راغی.
هغه د دینی او ابتدایی علمونو سریزې له خپل پلار او نورو استاذانو زده کړې او بیا د حضرات آیات سید محمد شاهرودی او سید ابوالقاسم خویی د فقهې او اصولو په درسونو کښې یې ګډون وکړ.
آیت ا... آل علی شاهرودی د فتوا ورکونکې کمیټې غړی او د حاج آیت ا... العظمی سید محمود شاهرودی د دفتر او بعثې مسیول و او بیا د هغوی زوم هم شو. هغوی په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې په عراق کښې پر استوګنو ایرانیانو باندې د بعث حکومت د دباو په وجه کویت ته کډه وکړه او د دینی شعایرو درنښت او تبلیغ او تدریس او د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته یې مخه کړه.
آیت ا... شاهرودی په ۱۳۷۰ کال کښې په تهران کښې استوګن شو او یو مجهز او سنبال روغتون یې جوړ کړ. د دغه بزرګواره عالم ځینی تالیفات چاپ شوی دی چې پکښې د ځینو نومونه په دا ډول دی: په دوو ټوکو کښې المُحاضرات فی التاریخ و الحدیث، الامام المهدی و ظهوره، آدابُ الحرمین او داسې نور.
دغه بزرګواره عالم بلآخره د ۱۳۷۷ لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه په ۶۹ کلنۍ کښې وفات شو او د قم په مذهبی ښار کښې د حضرت معصومه(س) د پاک حرم په انګړ کښې خاورو ته وسپارل شو.