Apr 04, 2022 16:13 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه ، د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د روژې د مبارکې د میاشتې له ۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۵ نیټی سره برابره ده

۱۰۳۰ کاله پخوا، د څلور سوه دیارلسم هجری قمری کال د روزې د مبارکې میاشتې په دریمه نیټه، سترمسلمان عالم ،فقیه او متکلم او په شیخ مفید مشهورمحمدبن نعمان وفات شو. هغه په فقې او دفقې په اصولو، کلام ،حدیت او د قرآن په تاریخ کې دخپل وخت د پوهانو سرخیل ؤ. له شیخ مفیده مخکې علم کلام د تصنیف او تالیف له مرحلې مخکې نه ؤ تللی، خو هغه دعلم کلام ، او د فقې داصولو له اساس څخه په استفادې سره، د بحث او استدلال لاره پرانیستله او دغه علوم یې دود کړل. شیخ مفید له ډیر روښانه فکر او وړتیاؤ برخمن ؤ. هغه په بیلابیلو درسی غونډو کښې د هر مذهب او عقیده لرونکی لپاره فقهی مسئلې په پریکنده برهانونو سره ثابتولې او د هر مکتب له پیروکارو سره یې مباحثې او مناظرې کولې. د دغو مناظرو د ګټه ور او مثبت کیدو په علت مسلمانو پوهانو هغه ته د مفید لقب ورکړ. په تیره بیا دا چې ډیرو مسلمانو عالمانو د دغه لوئ دینی عالم د درس له لوړ مکتبه استفاده وکړه. شیخ مفید همداراز په فقې، دفقې په اصولو او کلام کې ډیر زیات تالیفات لری چې ځینو څه د پاسه دوه سوه ټوکه بیان کړی دی.

د (الکلام فی دلائل القرآن)، (الارکان) او (کشف السرائر) کتابونه د دغه لوئ فقیه له ارزښتمنو آثارو ګڼل کیږی.

 

۸۷۶  کاله پخوا، د پینځه سوه اووه شپیتم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په دریمه نیټه، د شپږمې قمری پیړۍ یو مشهور مسلمان څیړاند او لیکوال ابن خشاب وفات شو. هغه په څلور سوه دوه نوېم قمری کال کښې په عراق کښې وزیږید او له ماشومتوبه یې د خپل وخت دودو علومو زده کولو ته مخه کړې وه. ابن خشاب سوکه سوکه د منطق، حدیث، ادب، نحو او لغت په څانګو کښې مهارت وموند او ډیرو زیاتو کتابونو تالیفولو ته یې ملا وتړله. د ابن خشاب علمی شخصیّت له کم ساری باؤره برخمن دی او له دې امله هغه علامه بلل کیده. هغه د قرآن مجید په قراءت او پوهیدا کښې د خپل وخت د قاریانو سرخیل ګڼل کیده او قرآن کریم یې په بیلابیلو قراءتونو سره حفظ کړئ ؤ. ابن خشاب پر دې سربیره چې په بیلابیلو علمونو کې یې ډیر شاګردان وروزل، له ځانه یې ډیر ارزښتمند تالیفات هم په یادګار پریښی دی.

 

دوه سوه یو کاله پخوا، د اتلس سوه پینځلسم میلادی کال د جون په نهمه نیټه، د ویانا غونډه چې له اروپایی حکومتونو د نپولین بناپارټ په ماتی پسې د دغو هیوادونو د باچاهانو او وزیرانو په ګډون سره جوړه شوی وه، پائ ته ورسیده. په دغه غونډه کښې چې د اتلس سوه څوارلسم میلادی کال له ستمبره پیل شوی وه، برخوالو د نپولین د امپراتورۍ په ځینو ښکیلاکمینو کښې د پخوانۍ باچاهۍ یو ځل بیا قدرت ته پر رسولو سربیره د اروپا نوی نقشه انځور کړه. منجمله بیلجیم له هالینډ او ناروې له سویډن سره یو ځائ کړائ شول او پولینډ هم د روسیې، پروشیا او اسټریا تر مینځ و ویشل شو. همدغه راز پروشیا د جرمنی څو ولایتونه په خپلې خاورې پورې وتړل او ایټالیا په څو کوچنیو ولایتونو و ویشل شوه. د ویانا د غونډې د پریکړو له مخې د فرانسی ډیرې مستعمرې انګلستان ته ورکړل شوې. له دې غونډې وروسته په اروپا کښې جمهوری غواړی سخت وځپل شول .

 

۴۳۰ کاله پخوا د پینځلس سوه اته اتیایم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، انګریز فیلسوف توماس هابیز وزیږید. هغه د انګلستان د آکسفورډ پوهنتون فارغ التحصیل ؤ او په ادبیاتو کښې یې پریمانې مطالعې درلودلې. هابز به انسان یو داسې ځان خوښوونکئ او قدرت غوښتونکئ موجود باله چې په نورو باندې د سلطې تر لاسه کولو غوښتونکئ دی. په همدې وجه هغه باوری ؤ چې باید په ټولنه کښې یو داسې مقتدر حکومت جوړ شی چې د کمزورو امنیت او سوکالی پورا کړی. د دغه انګریز فیلسوف له نظره له باچا څخه د خلکو اطاعت یو الهی حکم دی. د هابیز مشهور کتاب (لیویاتان) دی او د هغه له نورو کتابونو څخه کولائ شو (د سیاست علم)، (د حکومت په اړه فلسفه) او (عمومی حقوق) ته اشاره وکړو. توماس هابیز په شپاړس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې مړ شو.

 

=    ۲۲۴ کاله وړاندې د اوولس سوه څلور نوېم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، د فرانسې د ستر انقلاب یو مشر جارج ډینټن اعدام شو. هغه د اوولس سوه نهه پنځوسم میلادی کال په اګست کښې وزیږید او د حقوقو په څانګه کښې د خپلو زده کړو له ترسره کولو وروسته د شپاړسم لویی په وخت کښې د پارلیمان استازی توب ته ورسید او وروسته د فرانسې د ستر انقلاب له مشرانو څخه وګرځید. هغه د فرانسې د انقلاب په دوران کښې یو لړ مهم کارونه درلودل.

ډینټن یو تکړه خطیب ؤ او باوری ؤ چې له ګډوډۍ او انسانی سرتاوانونو څخه دمخنیوی په ترڅ کښې پکار دی په فرانسې کښې د باچاهۍ ټغر غونډ شی. خو ډینټن د فرانسې د انقلاب د یو بل مشر روبس پیر په دسیسې سره چې د هغه سیال ؤ، ونیوئ او اعدام شو. په دې ډول د روبس پیر څلور میاشتینۍ حکومت چې د ترور په پړاؤ مشهور ؤ، پیل شو.

او له ننه۶۵ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ پنځوسم میلادی کال د اپریل په پینځمه نیټه، د نیواکی فلسطین په لویدیځ کښې د غزې پر ښار سختې او بې رحمانه ډزې پائ ته ورسیدې. د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د اپریل له څلورمې نیټې په دغه زیات نفوس لرونکی ښار کښې پر ښځو،ماشومانو او بوډاګانو د هاوان سختې ډزې وکړې او په دوو ورځو کښې یې له هغو شپږ پنځوس تنه ووژل او دیرش نور یې ټپیان کړل. د صهیونیسټانو د دغه جنایت په وړاندې لویدیځ او له بشری حقوقو څخه د دفاع نړیوالو ټولنو د ورته نورو مواردو په شان غبرګون ونه ښود.