تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې ۴ او د ۲۰۲۱ میلادي کال د اپریل له شپږمې نیټې سره برابره ده
۸۶۷ کاله پخوا، د پینځه سوه شپږ اویایم هجری قمری کال د رمضان په څلورمه نیټه، په ابن خراسانی مشهور د بغداد یو نحوی، شاعر او کاتب محمد بن محمد وفات شو. هغه په څلور سوه څلور نوېم هجری قمری کال کښې د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان کښې و زیږید او د علم حاصلولو لپاره بغداد ته ولاړ او په همهغه ښار کښې پاتی شو. ابن خراسانی خپلې زده کړې د هغه وخت له نامتو استازانو څخه پای ته و رسولې او په فی البدیه وینې کښې یې ډیر مهارت درلود . د ابن خراسانی په ټولو اثارو کښې کولئ شو، په لسو ټوکو کښې د هغه د شعرونو ټولګې ته اشاره وکړو چې نن صبا یې زیاتې ټوکې له مینځه تللی دی.
۸۳۵ کاله پخوا، د شپږ سوه اتم هجری قمری کال د رمضان په څلورمه نیټه،په قاضی سعید ابن سناء الملک مشهور د مصر یو ادیب او شاعر ابولقاسم ، هبه ا... بن جعفر وفات شو. هغه چې د خپل نیکه د ابن سناء الملک په نوم یادیده، په پنځه سوه پنځه څلویښتم هجری قمری کال کښې په قاهره کښې په یوی مسلمانې کورنۍ کښې و زیږید. هغه قرآن او نحو په قاهره کښې او حدیث او یو شمیر نور علوم د مصر په اسکندریه کښې له نامتو استازانو زده کړل. ابن سناء الملک په ځوانئ کښې د شعر او ادب په زمینه کښې خپل ذوق او استعداد و ښودلو او د شعر ویلو ته یې مخه کړه. ابن سناء الملک په ځینی موردو کښې د شعرونو نقد کولو ته هم مخه کړی ده. د هغه په اثارو کښې د هغه د شعرونو دیوان ته اشاره کولئ شو چې د مدحې او غزل په شان په بیلا بیلو مضامینو منجمله د عاشورې د ورځې او د حسین ابن علی (ع)د مظلومانه شهادت په شرحه کښې ویلی دی.
۱۰۵ کاله پخوا د نولس سوه اوولسم میلادی کال د اپریل په شپږمه نیټه، د امریکې حکومت جرمنی ته د جنګ اعلان وکړ او د متفقینو په ګټه یې لومړنی نړیوال جنګ ته ودانګل. البته له دې مخکې امریکې له جرمنی سره خپلې سیاسی اړیکې ختمې کړې وې او له متحدینو سره یې مرستې کولې. پر امریکایی کشتیو چې فرانسې او انګلستان ته یې مرستې وړلې، د جرمنی د بیړیو او اوبتلونو له حملې وروسته امریکې په رسمی توګه د جرمنی په خلاف جنګ پیل کړ. د واشنګټن دغه اقدام چې له متحدینو سره له زیاتو پوځی او اقتصادی ګټو سره مل ؤ، په لومړنی نړیوال جنګ کښې د جرمنی او د هغه د متحدینو لپاره شرایط لا سخت کړل. له بلې خوا، دغه جنګ ته د امریکې وردانګل د نه چندان زیاتو پیسو په ورکولو سره د نړیوالو سترو قدرتونو معادلاتو ته د داخلیدو او ځانګړتیا او هم د بې طرفۍ له حالته د وتلو په معنا وو. امریکه دغه کار په دویم نړیوال جنګ کښې هم تکرار کړ او په یو نړیوال زبر ځواک بدله شوه.
۷۷ کاله مخکښې د ۱۹۴۵ میلادي کال د اپریل په شپږمه نیټه د د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې د امریکې په سمندري بیړیو د جاپان د کامیکازه (ځان مرګو) الوتکو حملې پیل شوې. د جاپاني قومندان جنرال تویو د پلان له مخې، د دغه هیواد رضاکار پایلټانو به خپلې له بمونو ډکې الوتکې له امریکايي کشتیو سره جنګولې.
د دویم نړیوال جنګ په وروستیو کښې په ختیځه آسیا کښې د جاپان له لاسه د نیول شویو سیمو له وتلو وروسته د جاپان پوځ د هیواد تر پولو شاتګ وکړ او متفقینو په تیره بیا امریکې په جاپان باندې درنې هوايي حملې پيل کړې او د دغه هیواد نیواک یې پیل کړ. سره له دې چې جاپاني الوتکو امریکايي کشتیو ته ډیر تاوان ورسوه خو امریکې د ۱۹۴۵ کال په آګست کښې په هیروشیما او ناګاساکي ښارونو باندې په ایټمي بمبارۍ او د لسګونو زرو ملکي وګړو په وژلو سره جاپان تسلیمیدو ته مجبور کړ.
۳۷ کاله وړاندې د نولس سوه پینځه اتیایم میلادی کال د اپرېل په شپږمه نیټه، د سوډان پخوانی ولسمشر جعفر نمِیری په یو پوځی کودتا کښې له اقتداره لیری کړی شو او جنرل سوارالذهب قدرت ته ورسید. د ویلو ده چې نمیری په نولس سوه نهه شپیتم میلادی کال کښې په یوې پوځی کودتا کښې په اقتدار راغئ او د شپاړس کلن مستبدانه حکومت په پړاؤ کښې یې له امریکې سره پراخې او ژورې اړیکې ټینګې کړې. هغه د خپل حکومت په ورځو کښې له پینځلسو نه زیاتو کودتاوو سره مخامخ شو چې له هغو څخه بې له وروستۍ کودتا هیڅ یوه نتیجې ته ونه رسیدله.
او له ننه ۲۸ کاله مخکښې د ۱۹۹۴ میلادي کال د اپریل په شپږمه نیټه په روانډا هیواد کښې د هوتو او توتسي نومې دوو سترو قبیلو ترمینځ خونړی جنګ پیل شو. په دغه خونړي جنګ کښې د هوتو قبیلې تندلارو په دریو میاشتو کښې د توتسي قبیلې او حتی د خپلې هوتو قبیلې له مینځ لارو څخه څه باندې اته لکه کسان قتل عام کړل او له دوو میلیونو زیات کسان هم کډه په سر شول.
په روانډا کښې د هوتو او توتسي قبیلو ترمینځ اختلاف له لسګونو کلونو راهیسې موجود دی چې له امله یې په ځلونو د دې دواړو قبیلو بیګناه خلک وژل شوي دي. د هوتو قبیلې خلک د روانډا ۸۴ فیصده یعنې اکثریت نفوس جوړوي او تر ۱۹۹۴ کاله پورې یې په دغه هیواد حکومت کړی دی. له هغې یو کال مخکښې هوتو قام له توتسي قام سره د یو لنډمهاله ائتلافي حکومت د جوړولو او بیا د آزادو ولسمشریزو انتخاباتو د کولو په سر موافقې ته رسیدلي وو خو د ۱۹۹۴ کال په اپریل کښې له هوتو قبیلې څخه د روانډا د ولسمشر د الوتکې د نسکوریدو او له امله یې د هغه له وژل کیدو وروسته د تندلارو هوتووانو په حملې سره د هغوي او توتسیانو ترمینځ د جنګ اور یوځل بیا غرغنډه شو. د دې غمیزه ناکې جګړې په پایله کښې توتسي قبیله چې له امریکې سره نزدې اړیکې لري، پر هوتو قبیلې چې له فرانسې سره ښه تعلقات لري، بریالاسې شوه او د روانډا حکومت یې ترلاسه کړي