تاریخ پاڼه
نن د ګل ورځ،یا ۲ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وري د میاشتې ۲۲ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا دروژې د مبارکې میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له۱۱ نیټی سره برابره ده
۵۹۰ کاله پخوا، د اته سوه درې پنځوسم هجری قمری کال د رمضان په نهمه نیټه، د ستور پیژاندی علم یو نامتو دانشمند الغ بیګ وفات شو. هغه په اوه سوه شپږ نوېم هجری قمری کال کښې د ایران په لویدیځ ښار د زنجان په سلطانیې کښې و زیږید او د تیموریانو د لړۍ د بنسټګر یعنی د خپل نیکه تیمور په دربار کښې و روزل شو. شپاړس کلن ؤ چې د ماوراء النهر چې په هغه وخت کښې د ایران یوه برخه وه، په باچاهی باندی منصوب شو. الغ بیګ د تیمور په اپوټه د نورو هیوادونو له نیولو سره علاقه نه درلوده او زیات یې مطالعې او څیړنو ته مخه کړه. هغه د علومو د پراختیا لپاره یوه مدرسه جوړه کړه چې د هغه د درسی موادو په سر کښې د نجوم علم ؤ. د الغ بیګ په نورو مهمو اقداماتو کښې په اته سوه اته ویشتم هجری قمری کال کښې په سمرقند ښار کښې په درو پوړو کښې د ترویتون جوړول وو . دغه ترویتون د ریاضی پوه غیاث الدین جمشید کاشانی او اوسمهاله ستورپیژاندی د الغ بیګ له اغیزمنې مرستی سره جوړ شو. د الغ بیګ په علمی فعالیتونو کښې مهمې نتیجې هغه جدولونه دی چې په زیج الغ بیګ مشهور دی. د غه جدولونه د جنتری په محاسبې ، مثلثاتی جدولونو او د ستورو په اوضاع پورې اړونده دی. د لمریزې منظومې د ځینو سیارو په هکله د الغ بیګ د څیړنو نتیجې له نننیو معلوماتو سره دومره اختلاف نلری
۱۶۲ کاله مخکې د ۱۸۶۰ د اپریل په ۱۱ نیټه
دیو فرانسوي صنعت ګر او کیمیا پوه فردیناند کاره په نوم د مصنوي یخنۍ تولید آله رامینځ ته شوه . د دغه آله یخنۍ د آمونیاک ګیس په وسیله پوره کیدله . د دغې آلې اختراع د غذایی موادو او توکو دساتلو لپاره یو مهم ګام ووچې درملي او خوراکې توکي فاسد اوګنډه نشي او له مینځ لاړ نشي دغه آلې او دستګاوې بیاورسته بیا په ننۍ فریجونو او کلوډ ستوریج په صورت بدل شو.
۱۱۸ کاله پخوا، د دیارلس سوه پنځه ویشتم هجری قمری کال د رمضان په نهمه نیټه، آیت ا... شیخ محمد بهاری همدانی له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه د دیارلسمو او څوارلسموهجری قمری پیړیو له مشهورو ایرانی عارفانو او لویو عالمانو څخه ؤ چې په پاکوالی، پرهیزګارئ او د لوړ علم او عمل په لرلو مشهور ؤ . آیت ا... همدانی له مقدماتی زده کړو وروسته ، د زده کړو د دوام لپاره په عراق کښې د نجف علمیه حوزی ته ولاړ او دخپلو زده کړو له تکمیلولووروسته یې تدریس ته مخه کړه. د هغه آثار د تذکره المتقین په نوم یوی ټولګې کښې را غونډ شوی دی.
۴۰ کاله مخکې د ۱۳۶۱ هجري لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۲ نیټه
د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام د پرزولولپاره د انقلاب ضد عناصر کودتا کشف شو. د حضرت امام خمیني په مشرۍ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ورسته د اسلامي نظام د دښمنانو او د داخلي ګوډاګیانو په ملاتړ اولارښونې سره په ځلونو د دسیسو په کولو سره غوښتل چې دغه نظام نسکوره کړي چې له جملې څخه په ۱۳۶۱ هجري لمریز کال د یوې کودتا طراحی وه چې غوښتل یې د دغه نظام لومړی نمبر چارواکي له مینځه یوسي او بیا به په ظاهري بڼه کې د هغوي د غچ اخستلو په پلمې د پردیو ځواکونو په مرستې سره نور انقلابي ارګانونه هم په خونړۍ ډول تصفیه کړي او اسلامي جمهوري حکومت ونیسي. خو د اسلامي جمهوری نظام سرتیرو د دغې دسیسې په خبریدا سره پسې د لازمو سندونو منجمله د هغوي مشرانو د خبرواترو فیتې په برابرولو سره وتوانیدل چې د غه چینل په بشپړه توګه وپیژني او په یوه مناسب فرصت کې د یو عملیات په ترڅ کې د هغوی اصلي غړي ونیسي
او له ننه ۲۵ کاله مخکې د ۱۳۷۶ هجري لمریزي کال د وري دمیاشتې
په ۲۲ نیټه د ایران داسلامي جمهوریت د لوړپورې چاروا کې پر ضد د جرمني دیوې ځايي محکمې د حکم له اعلانه یوه ورځ ورسته داروپايي
اتحاديي غړي حکومتونه له تهرانه خپل سفیران راوغوښتل . د دغې محاکمې قاضي چې په خبري رسندویو کې په میکونوس محاکمه مشهوره شوه د صیهونسټانو تر اغیز لاندي وو چې په یوه سیاسي او جنجالي محاکمه کې ادعا وکړه چې ایران په جرمني کې د اسلامي جمهوریت د مخالفانو د یو کس په وژلوکې لاس لري .د جرمني په محاکمه کې دغه بې اساسه ادعا سبب شوه چې له ایران څخه اروپايي سیفران ووځي او ایران هم میکونوس حکم ته چې د امریکا او صیهوننسټي رژیم د اسلامي جمهوریت پر ضد پلان شوي ود ځواب د ورکولو لپاره ددغې محاکمې حکم مردود وګڼل او خپل سفیران له دغو اروپايي هیوادونوڅخه راوغوښتل او وړاند وینه يي وکړه چې دغه سفیران به منفعلانه ایران ته به ستانه شي او په عمل کې همداسي شو او پس له دوو میاشتې ورسته دغه سفیران ایران راغي.