تاریخ پاڼه
نن داتوار ورځ یا یکشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د د روژې د مبارې میاشتې ۱۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۱۷ نیټی سره برابره ده.
۱۴۴۰ کاله پخوا، د دریم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په پینځلسمه نیټه، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) له اهل بیتو حضرت امام حسن مجتبی (ع) نړۍ ته سترګې رڼې کړې.
هغه حضرت د پیغمبر اکرم) ص( تر څارنې لاندې او د پیغمبر )ص( د لور حضرت فاطمه )س( او زوم حضرت علی )ع( تر سترګو لاندې وروزل شو او د خپل بزرګوار پلار حضرت علی (ع) له شهادت وروسته په څلویښتم هجری قمری کال کښې یې د مسلمانانو د هدایت او لارښونې ستره دنده په غاړه واخیسته .
په سر کښې له هغه حضرت سره ډیرو زیاتو مسلمانانو بیعت وکړ خو د معاویه په مشرۍ حکومتی دستګاه چې په هغه وخت کښې یې ډیر قدرت درلود له حضرت امام حسن (ع) سره دوښمنۍ او جګړې ته مخه کړه.
بالاخره حضرت امام حسن (ع) له امویانو سره د مقابلې لپاره له خپلو جنګیالیو ځوانانو سره د جګړې لپاره چمتو شو .
خو د هغه ډیرو سپاهیانو د دوښمنانو د غوړو او دروغجنو ژمنو فریب وخوړ او امام یې یواځې پریښود.
حضرت امام حسن (ع) په ناچاره ډول د اسلام د بقاء او ساتل کیدا په موخه په تدبیر او هوښیارۍ سره سوله ومنله. د امام دغه اقدام له انحرافاتی جرړو سره د مبارزې له کبله ؤ چې په ټولنه کښې یې شتون درلود او د دغه حرکت په دوام کښې د یو شپیتم هجری قمری کال په محرم کښې د هغه د ورور حضرت امام حسین (ع) د پاڅون زمینه برابره شوه .
د حضرت امام حسن مجتبی (ع) د زوکړې په مناسبت د مبارکۍ تر څنګ د هغوئ یوه لنډه وینا هم تاسو ته رانقلوو. هغه حضرت فرمایی: هغه چاته حیران یم چې د خپل جسم د خوړو په فکر کښې وی خو د خپل روح د غذا په اړه فکر نه کوی.
۱۰۶۰ کاله وړاندې، د درې سوه درې اتیایم هجری قمری کال د روژې د مبارکې میاشتې په پینځلسمه نیټه، مشهور مسلمان ادیب او عالم ابو بکر محمد بن عباس خوارزمی د ایران په شمال ختیځ ښار نیشاپور کښې وفات شو .
هغه ځواکمنه حافظه درلوده او د عربو د تاریخ او د شعرونو په حفظ کښې یې ځانګړی استعداد درلود .
له ابو بکر خوارزمی د رسایل په نوم یو اثر پاتې دی چې په عربی ادبیاتو کښې ډیر د اهمیت وړ ګڼل کیږی او په رسایل خوارزمی شهرت لری.
۴۷۷ کاله وړاندې، د نهه سوه پینځه شپیتم هجری قمری کال د روژې په پینځلسمه نیټه، په شهید ثانی مشهور د اسلام ستر عالم او فقیه زین الدین بن علی شهید شو.
هغه په نهه سوه یوولسم هجری قمری کال کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او له خپل فاضل پلاره یې د علم زده کړه پیل کړه.
شهید ثانی وروسته بیلابیلو ښارونو ته په سفر کولو سره د خپل وخت له سترو عالمانو او استادانو زده کړې تر سره کړې تر دې چې په فقه، حدیث، منطق او فلسفه کښې یې ډیر مهارت تر لاسه کړ.
هغه همداراز کابو اویا ټوکه کتابونه ولیکل . د شهید ثانی علمی مقام د هغه د دوښمنانو د حسادت او کینې لامل وګرځید تر دې چې هغه یې شهید کړ. د هغه تر ټولو مشهور کتاب (روضة البهیه) نومیږی چې په اسلامی فقه کښې د شهید اول پر لُمعه کتاب شرحه ده. دا کتاب اوس مهال هم په علمیه حوزو کې تدریس کیږی.
د شهید ثانی له نورو مشهورو آثارو (منیة المرید)، (مسالک الافهام) او (المبداء و المعاد) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
۷۶ کاله پخوا، د نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال د اپریل په اوولسمه نیټه، د سوریې هیواد د بهرنیو پوځیانو له نیواکه آزاد او خپلواکه شو. سوریه چې په تیرو وختونو کښې د هغې په خوا او شا کښې له ځینو ټاټوبو سره یو ځائ شام ګڼل کیده، د اسلام له ظهوره وړاندې د ایران، یونان، مصر او روم تر نیواک لاندې وه. دغه ټاټوبی د امویانو د حکومت مرکز ؤ او څه موده وروسته د مصر او بیا د عثمانی امپراطورۍ په نیواک کښې وراغئ. له لومړنی نړیوال جنګ او د عثمانی امپراطورۍ له دړې وړې کیدا وروسته، سوریه چې څو پېړۍ د عثمانیانو په نیواک کښې وه، د فرانسې تر سرپرستۍ لاندې وراغله. د نولس سوه یو څلویښتم میلادی کال په جون میاشت او د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې انګریز او فرانسوی ځواکونو سوریه ونیوله. د فرانسوی ځواکونو قوماندان د همغه کال په ستمبر میاشت کښې مجبور شو چې د سوریې خپلواکی اعلان کړی، خو د سوریې خپلواکی هغه وخت بشپړه شوه چې په نولس سوه شپږ څلویښتم میلادی کال کښې انګریز او فرانسوی ځواکونه له دغه هیواده ووتل.
سوریه د ایشیا په لویدیځ او د مدیترانه سمندر په څنډو کښې پرته ده او له لبنان، اردن، عراق، ترکیې او نیواکی فلسطین سره ګاونډه ده او کابو یو لک او پینځه اتیا زره مربع کیلومیټره پراختیا لری.