Apr 25, 2022 15:52 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د ګل ورځ، یا دوشنبه ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا دروژې د مبارکې میاشتې ۲۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له ۲۵ نیټې سره برابره ده.

۵۳۰ کاله مخکښې د تاریخ لیکونکو له قوله د ۱۴۹۲ میلادی کال د اپریل په ۲۵ نیټه په اروپا کښې وروستی اسلامی حکومت په غرناطه کښې سقوط وکړ. د اسلام د مبین دین له راڅرګندیدو او د هغه له پراخیدو وروسته د آسیا په لویدیځه او د افریقې په شمالی برخه کښې د اسلام سپایان د جبل الطارق تنګی له لارې د اروپا سویل لویدیځې سیمې ته ورسیدل او دغه سیمه اته پیړۍ د اسلامی واکمنانو ترنظر لاندې پاتې شوه. دغه سیمه چې نن سبا اسپانیا نوموله شوې په هغه وخت کښې یې نوم اندلس و. د وخت په تیریدو سره د اسپانیا عیسایانو د نورو په مرستې سره په مسلمانانو کښې د فساد د دودولو زمینه برابره کړه او اندلس ټاټوبی یې د مسلمانانو له لاسه وباسه.

په دغه وختو کښې ګڼ شمیر مسلمانان د اسپانیا له ښارونو غرناطه ته لاړل او څه موده یې دغه ښار په لاس کښې و. بلآخره دغه ښار په اروپا کښې د اسلامی حکومت د وروستی مرکز په توګه د ۱۴۹۲ میلادی کال د اپریل په ۲۵ نیټه د عیسایانو لاس ته ورغی او په دغه سیمه کښې د مسلمانانو اته سوه کلن حکومت پاې ته ورسید. په یاده سیمه کښې د اسلامی واکمنۍ پړاؤ د علم او پوهې له غوړیدنې او ترقۍ سره مل ؤ. د قرآن او حدیثو او فقهې علوم، طبیعی او طبی، د نجومو او ریاضیاتو او د فلسفې او ادبیاتو علمونه په دغه سیمه کښې له علمی او کلتوری اړخه د مسلمانانو ځلاوې ګڼلې کیږی. که څه هم د پورتنیو علمونو ترڅنګ د اسلامی معمارۍ یادونه وشی چې پاتې شونې یې په ننۍ اسپانیا کښې د ژوند په ټولو اړخونو کښې د اسلام د دین په ښوونه کښې د مسلمانانو د روښانه فکر او کوشش نښې دی.

 

۵۱ کاله پخوا، د نولس سوه یو اویایم میلادی کال د اپریل په پنځه ویشتمه نیټه ، په ویتنام کښې د امریکاپه پوځی عملیاتو باندې د دغه هیواد د خلکو د پراخ اعتراضاتو په دوام کښې د امریکی کابو دوه لکه کسانو په واشنګټن کښې مظاهرې وکړې . دغه مظاهرې په ویتنام کښې د دغه هیواد د تیری کونکو سیاستونو پر ضد د امریکا خلکو یولوی احتجاجی غبرګون ؤ. امریکا له ویتنام سره په جنګ کښې چې په نولس سوه څلور شپیتم کال کښې پیل شوی ؤ، پنځه لکه سربازان دغه هیواد ته واستول چې له هغو په زرګونو کسان ووژل او ټپیان شول . په همدغه دلیل په ویتنام کښې د جنګ سختیدا او له دواړو لورو د ډیرو کسانو له وژلې سره په یو وخت ویتنام ته د خپلو بچیانو له استولو سره د امریکی د خلکو مخالفت زیات شو او واشنګټن تر کورنی او نړیوال دباؤ لاندی او په ویتنام کښې د جنګ په جبهو کښې پرله پسی ماتو په وجه په نولس سوه پنځه اویایم کال کښې له دغه هیواده وتلوته مجبور شو.

 

  ۵۱ کاله مخکښې، د دیارلس سوه دوه نوېم هجری قمری کال رمضان  د میاشتې په درویشتمه نیټه،

د تفسیر شریف المیزان تالیف پای ته ورسید.

 ستر ایرانی حکیم، فیلسوف او فقیه علامه سید محمد حسین طباطبایی د (المیزان فی تفسیر القرآن) د تفسیر کار په ۱۳۷۴ هجري قمري کال د رمضان په ۲۳ نیټه  پائ ته ورساوه.دغه تفسیر لومړی ځل په ۲۰ ټوکواو ۸۰۰۰ پاڼو کې په عربي ژبه خپاره شوه  دغه تفسیر یو خورا ژور او غوره تفسیر دی چې په کابو شلو کلونو کښې، پر قرآن کریم لیکل شوئ دی او له مهمو ځانګړنو برخمن دی. د المیزان خورا مهمه ځانګړنه دا ده چې د قرآن آیتونه د همدغه آسمانی کتاب د نورو آیتونو په مرستې سره تفسیر شوی دی. پر قرآن کریم د علامه طباطبایی تسلط ، ژور لید او دقت د هغه د کم ساری تفسیر یو بل خصوصیَت دی. هغه په عین حال کښې پخپل تفسیر کښې د قرآن پر آیتونو په تکیې سره له روایتونو، ټولنیزو او فلسفی بحثونو هم غافل نه ؤ. (المیزان فی تفسیر القرآن) کتاب چې په شلو ټوکو کښې په عربی ژبه لیکل شوئ دی، تر اوسه پورې د فارسۍ، انګریزۍ ،اسپانیایۍ او اردو په څیر په ډیرو ژبو ژباړل شوئ دی.

 

۴۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په پینځمه نیټه، امریکا یو شمیر چورلکو او الوتکو سره د ایران پر خاوره پوځی تیری وکړ. د امریکا حکومت چې د ایران د اسلامی جمهوریت نظام ته ماتی ورکولو لپاره مختلفو چل ولو سره هیڅ نتیجې ته ونه رسیده، د خپلو جاسوسانو د خلاصولو په اراده چې د امریکا د جاسوسۍ د ځالګې د نیولو په بخیر کښې نیول شوی وو، دغه تجاوز یې وکړ. دغه برید د دقیقې پلان سنجونې، پرمختللی تجهیزات او زیاتو تمرینونو سره سره چې امریکایانو په هغه شان ځایونو کښې تر سره کړی وو، د ایران په شمال ختیځ کښې د طبس ښار په خوا او شا په دښتو کښې د ریګو توپان د رامینځته کیدا په وجه ماتی وخواړه او د امریکا یو شمیر چورلکو او الوتکو اور واخیست او له امریکایی پوځیانو څو کسان ووژل شول او له هغو پاتې نور ناکامۍ او رسوایۍ سره د ایران له خاورې و تښتیدل. ټاکل شوې وه چې امریکایان په طبس کښې له کوزیدو وروسته له چورلکې سره د تهران په لور والوځی. د ریګو توپان د امریکې چارواکی چې ټول ضروری اټکلونه یې ترسره کړل او حتی د موسم حالات یې هم جاجولی وو، سخت حیران کړل. په حقیقت کښې د متعال خدائ مهربانی وه چې د ایران له ولس سره یې د نیمې شپې په هغو حساسو شیبو کښې مرسته وکړه او د امریکې تیری یې له ماتی سره مخامخ کړ. د ایران د اسلامی انقلاب ارواښاد مشر حضرت امام خمینی (رح) په یو لړ ویناؤ کښې د امریکې د شرمونکې پوځی ماتې په هکله وفرمایل : اوس چې ستر شیطان داسې احمقانه کار ته لاس اچولی، زمونږ شریف ولس او جنګیالی ځواکونو ته پکار دی چې د خدائ لپاره په خپل پوره توان او په متعال خدائ باندې په تکیې سره له خپلو دښمنانو سره مقابلې ته چمتو شی.

 

او له ننه ۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه نوېم هجری لمریز کال د غوایی په پینځمه نیټه، د ادبیاتو په ډګر کښې کلتوری فعال او کیسه لیکونکئ امیر حسین فردی وفات شو. هغه په دیارلس سوه اته ویشتم لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې له اردبیل سره نږدې په یوه کلی کښې وزیږید. د زده کړې په همغه پړاؤ کښې په کیسه لیکنې کښې د فردی ذوق او وړتیا ښکاره شوه او د خپلو استادانو له هرکلۍ سره مخامخ شو. هغه د ایران په اسلامی انقلاب کښې فعال ګډون درلود او د انقلاب له بریالیتوبه وروسته یې د څو کسانو په ملګرتیا د اسلامی انقلاب د فکر او هنر په برخه کښې د داستانی ادبیاتو څانګه پرانیستله. د اسلامی انقلاب دغه ژمن لیکوال له دیارلس سوه یو شپیتم لمریز کاله د عمر تر وروستیو پورې د ماشومانو د یوې معتبرې او پخوانۍ خپرونې ( کیهان بچه ها) مسئولیت په غاړه درلود. هغه د اسلامی انقلاب د ادبیاتو په تیره بیا د لیکوالانو د روزنې له لارې د پراختیا لپاره ښه اغیزمن اقدامات ترسره کړل او په دیارلس سوه اوه اتیایم لمریز کال کښې د خپلو خدمتونو په نتیجه یې د لومړی درجې هنری نشان ترلاسه کړ. د امیر حسین فردی له ټولو کیسو (گرگ سالی)، (آشیانه در مه) او (امام خمینی) ته اشاره کولئ شو.