تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ، یا ۴ شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې ۷ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د رمضان یا دروژې د مبارکې میاشتې له ۲۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د اپریل له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده
۵۰۱ کاله پخوا د ۱۵۲۱ میلادي کال د اپریل په ۲۷ نیټه پرتګالي سمندر کچ کونکی فردینانډ ماژلان ووژل شو. هغه پ ۱۴۷۰ میلادي کال کښې زیږیدلی و او په ۱۵۱۹ کال کښې یې خپل ستر سمندري سفر په پنځو کشتیو سره پيل کړ. ماژلان د سویلي امریکې سواحلو ته له رسیدو وروسته د دغې لوې وچې په جنوب کښې یو تنګی پيدا کړ. دغه تنګي ته هم د ده نوم (ماژلان) ورکړی شو.
ماژلان او ملګري یې د دغه تنګي له لارې آرام سمندر (پیسیفک اوشن) ته ورسیدل خو ډیره موده په دغه سمندر کښې وږي او لالهانده وو تر دې چې د فلپياین جزیرو ته ورسیدل.
ماژلان د دغه ټاټوبي د ځايي اوسیدونکو په چارو کښې د دخالت په وجه له هغوي سره په یوه جګړه کښې د ۱۵۲۱ کال د اپریل په ۲۷ نیټه ووژل شو او بلآخره د لارې اوږدو کښې د ۱۶۰ ماڼوګانو له مړینې وروسته د ماژلان۱۸ تنه ملګري د سباستین دل کانو په قومندې یوازنۍ پاتې کشتۍ کښې ځان اسپانیا ته ورسوه.
۶۲ کاله پخوا د ۱۹۶۰ میلادي کال د اپریل په اوویشتمه نیټه د افریقې په لویدیځو سواحلو کښې پروت ټوګو هیواد خپلواکي ترلاسه کړه. د دې ټاټوبي وړومبني ښکیلاکګر پرتګالیان وو. او ټوګو د مرئیانو د خرڅون لپاره د اروپایانو لخوا د کارول کیدو په وجه د مرئیانو په سواحلو مشهور و.
په کال ۱۸۵۸ میلادي کښې جرمني ټوګو ونیوه او په ۱۹۱۴ کال کښې د اول نړیوال جنګ په پیل کښې فرانسې او بریطانیې چې له متفقینو وو، ټوګو ونیوه او په خپلو کښې یې وویشه.
په ۱۹۶۰ میلادي کال کښې د ټوګو هغه برخه چې د فرانسې په نیواک کښې وه، خپلواکه شوه او اوسنی ټوګو هیواد دی. ټوګو په ۵۶ زره مربع کیلومیټره پراختیا سره له ګانا، بنین او پاس ولټا سره ګاونډ لري او پلازمینه یې لومه ښار دی.
کشور سیرالئون از قدیمی ترین مستعمرات انگلیس در غرب آفریقا، به استقلال دست یافت.
۶۱ کاله مخکې د افریقا وچه په لویدیځه برخه کې د انګلستان له ډیرو پخوانیو مستعمراتو څخه سیرالئون هیواد خپلواکه شوه.
د اولس سوه اوه اتیایم میلادی کال د دسمبر په نولسمه نیټه، یو افریقایی هیواد سیرالئون د اروپایانو په وسیله دکشفیدا له تاریخه درې سوه اوه ویشت کاله له تیریدو وروسته له انګلستان سره یو ځائ شو. دغه هیواد په پیل کښې یوه پرتګالی ګرځندوئ کشف کړ او ورپسې د دغه هیواد مستعمره شو. د پرتګال په وسیله دسرالئون د استعمار په کلونوکښې د دغه افریقایی هیواد په زرګونو ښځې او سړِي د اروپا په بازارونو کښې د مریانو په توګه خرڅولو ته وړاندې شول. له انګلستانه دپرتګال له ماتی وروسته او پر سرالئون دانګلستان داستعماری سلطې په پیلیدو سره دغه بهیر هم دوام وموند. په نولس سوه یو شپیتم میلادی کال کښې سرالئون خپلواکه او دګورنر جنرالۍ حکومت څښتن شو او ورپسې په نولس سوه یو اویایم میلادی کال کښې یې حکومت په جمهوری بدل شو.
د سرالئون هیواد د یو اویا زره اوه سوه څلویښت مربع کلومیټره په پراختیا سره د افریقا په لویې وچې ا و د اطلس سمندر په څنډو کښې پروت دی او له ګانا او لیبیریا هیوادونو سره ګاونډی دی.
۴۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه پنځوسم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په اوومه نیټه، جنرال عبدالقادر په افغانستان کښې کودتا وکړه او د دغه هیواد د هغه وخت د ولسمشر داؤد خان له وژلو وروسته د افغانستان د خلق ډیموکریټک ګوند مشر نور محمد ترکی یې قدرت ته ورساوه. څه موده وروسته حفیظ ا... امین د ترکی پر ضد کودتا وکړه او پخپله قدرت ته ورسید. خو په دغه هیواد کښې بی ثباتۍ دوام ومونداو امین هم د پرچم په نوم د خلق ډیموکریټک ګوند له بلې څانګې مشر ببرک کارمل له کودتا سره لیرې کړائ شو او ووژل شو. د کارمل په وخت کښې په نولس سوه نهه اویایم میلادی کال کښې د شوروی سرو پوځیانو افغانستان ونیوه. کارمل چې د شوروی له ملاتړه برخمن ؤ، تر دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کاله پورې یې د خلق ډیموکریټک ګوند مشری او ولسمشری پر غاړه درلوده، خو په دغه کال کښې د ګوند له مشرۍ لیرې شو او محمد نجیب ا... د هغه ځائ ناستئ شو. د دیارلس سوه اووه شپیتم هجری لمریز کال په وروستیو کښې له افغانستانه د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته، د افغانستان مجاهدینو د نجیب ا... له حکومت سره جنګ سخت کړ تر دې چې په دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال کښې یې دغه حکومت نسکور کړ او په افغانستان کښې مختلفو ډلو قدرت تر لاسه کړ.