تاریخ پاڼه
۴۲نن د اتبار ورځ یا یکشنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د غوي د میاشتې یولسمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د رمضان یا دروژې د میاشتې له ۲۹ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د مۍ د میاشتې اوله نیټه ده.
۷۹۵ کاله پخوا، د شپږ سوه اته څلویښتم هجری قمری کال د رمضان په نهه ویشتمه نیټه، په علامه حلی مشهور یو قدرمن مسلمان ادیب. متکلم او عالم آیت ا... جمال الدین ، حسن بن یوسف د عراق په حله ښار کښې و زیږید. هغه په لومړیو کښې د خپل پلار او پوه ماما په محضر کښې علمی زده کړو ته مخه کړه او په ځوانئ کښې یې د فقې، دفقې د اصولو، حدیث او کلام په شان علومو کښې لوړې علمی درجې ترلاسه کړې. علامه حلی همداراز د منطق، فلسفې او نجوم علوم د خواجه نصیر الدین طوسی په شان له لویو پوهانو څخه زده کړل. د اهل سنت د مذهبونو د عالمانو او علامه حلی تر مینځ د بحث په غونډو کښې چې د مغل واکمن سلطان محمدخدابنده په شتون کښې ترسره شوې او د شیعه مذهب حقانیت ښکاره شو، هغه شیعه مذهب قبول کړ او تر خپل مرګه پورې یې علامه حلی له ځان سره وساته. له دغه لوی عالمه، چې په عبادت او تقوی مشهور ؤ، له نامتو شاګردانو سربیره، ګڼ شمیر ارزښتمن تالیفات هم په یادګار پاتې دی چې د هغو شمیر یو سلو شل ټوکه دی. د تذکره الفقها ، ارشاد الاذهان او کشف المراد کتابونه د علامه حلی له آثارو څخه دی. دغه عالم او لوړ رتبه څیړاند په اوه سوه شپږ ویشتم هجری قمری کال کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.
۱۳۳ کاله مخکښې د اتلس سوه نهه اتیایم میلادی کال د مۍ د میاشتې په لومړی نیټه، د کار د نړیوالې کنګرې د پریکړې له مخې دغه ورځ د کارګر د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه. د اتلس سوه شپږ اتیایم میلادی کال د مۍ د میاشتې په لومړی نیټه د امریکې په شکاګو ښار کښې له څلویښتو زرو زیاتو کارګرانو د خپلو حقوقو د پوره کیدو په موخه یولړ مظاهرې وکړې. په دغو مظاهرو کښې کارګرانو د خپلو حقوقو او د سوکالتیا د امکاناتو د زیاتیدو او د کار د عادلانه قانون د ټیګښت په هکله ځینې غوښتنې څرګندې کړې. خو دغه مظاهرې د امریکې د پولیسو لخوا په سخته وځپل شوې او له امله یې ډیر کارګران مړه او ژوبل شول. له دغې پیښې څه موده وروسته، د کار په نړیواله کنګره کښې د کارګرانو لومړنیو غوښتنو قانونی بڼه خپله کړه او له هغه وروسته د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کښې د کارګرانو نړیواله ورځ نمانځل کیږی.
د ایران په اسلامی جمهوریت کښې هم په دغه ورځ هر کال د کارګر له هڅاندې او زیارکښې پرګنې د قدرونې په موخه یولړ مراسم ترسره کیږی. د ویلو ده چې د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته، د ایران مسئولانو د اسلام په مبین دین کښې د کار او کارګر قدر او منزلت ته په پام سره، د ټولنې دغې پرګنې ته ځانګړې پاملرنه لرلې ده.
۱۲۶ کاله پخوا، د دولس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په یوولسمه نیټه، د قاجار لړۍ د څلورم باچا ناصر الدین شاه په وژل کیدو سره د ایران د تاریخ یو پنځوس کلن تور پړاؤ پائ ته ورسید او د مشروطیت د انقلاب لپاره زمینه برابره شوه.
ناصر الدین شاه قاجار د آزادی غواړی مبارز میرزا رضا کرمانی په لاس په ډزو ووژل شو. هغه د سید جمال الدین اسد آبادی له لارویانو څخه ؤ او د ایران له ټولنې څخه د ظلم او ستم د ختمولو په موخه یې ناصر الدین شاه له مینځه لیری کړ. د ناصر الدین شاه د باچاهۍ پړاؤ په قاجاریه دور کښې د ایران د تاریخ ډیر مهم پړاو ګڼل کیږی ځکه چې په دغه پړاو کښې داسې ترخې پیښې رامینځته شوې چې هره یوه یې ځانګړئ اهمیت لری. له هغو یوه پیښه د ناصر الدین شاه د کارپوه او لایق صدر اعظم امیر کبیر قتل او یو انګلستانی شرکت ته د تمباکو د امتیاز ورکول وو چې البته دا امتیاز د میرزای شیرازی په مشرۍ د خلکو په پاڅون سره لغوه شو. په کلی ډول ویلئ شو چې د ناصر الدین شاه د واکمنۍ په پړاؤ کښې د ایران په چارو کښې د پردیو نفوذ او مداخله له پخوا لا زیاته شوه.
۵۰، د دیارلس سوه درې نوېم هجری قمری کال د رمضان په نهه ویشتمه نیټه، آیت ا... سید احمد حسینی زنجانی وفات شو. هغوئ په دیارلس سوه اتم هجری قمری کال کښې د ایران په یوه مرکزی ښار په زنجان کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او خپلې لومړنې زده کړې یې په خپل زیږنځای کښې ترسره کړې.د قم د علمیه حوزې له جوړیدا وروسته یې دغه ښار ته هجرت وکړ او د آیت ا... شیخ عبدالکریم حائری په شان استادانو له محضره یې استفاده وکړه او په لوړو کچو کښې یو نامتو استاد و ګرځیده. آیت ا... زنجانی د کلام، ریاضی، ادبیاتو، تاریخ، بدیع او عروض په علومو کښې د نظر خاوند ؤ او د علمی مرتبو نه علاوه یې د زمانې له غوښتنو او شرایطو سره کاملا بلدتیا درلوده. د هغوې یو تالیف د خیرالامور په نوم دی. آیت ا... زنجانی لومړی ځل لپاره د جمعې لمونځ امامت په فیضیه مدرسې کښې پیل کړ. آیت ا... سید احمد حسینی زنجانی بالاخره په پنځه اتیا کلنۍ کښې وفات شو او په قم کښې د حضرت بی بی معصومه (س) په حرم کښې خاورو ته وسپارل شو.
او له ننه ۱۸ کاله مخکښې د دیارلس سوه درې اتیایم هجری لمریز کال د غوایی په یوولسمه نیټه، د ایران اوسمهاله لیکوال او طنز لیکونکئ کیومرث صابری فومنی وفات شو. هغه په دیارلس سوه شلم هجری لمریز کال کښې د ایران د شمال په صومعه سرا سیمه کښې وزیږید. کیومرث صابری له ادبیاتو سره د مینې په تیره بیا د طنزیه شعرونو په ویلو کښې د هغه وړتیا او استعداد ته په پام سره د ادبیاتو په څانګه کښې زده کړه پیل کړه او تر ماسټرۍ پورې مخته لاړ.
د پهلوی له ډیکټاټوری رژیم سره د هغه مخالفت سبب شو چې د هغه طنزیه شعرونه سیاسی رنګ خپل کړی. دغه ایرانی طنز لیکونکی د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته سره له دې چې ځینی پوسټونه یې په غاړه لرل خو د ګل آقا تر مستعار عنوان لاندې یې په سیاسی، ټولنیز او کلتوری زمینو کښې د تنقیدی مطالبو لیکلو ته دوام ورکړ.
د کیومرث صابری په آثارو کښې (برداشتی از نامه حضرت علی علیه السلام به مالک اشتر) ، (تحلیل داستان ضحاک و کاوه آهنګر) او په څلورو ټوکو کښې د (ګزیده دو کلمه حرف حساب) ټولګې ته اشاره کولی شو.