May 05, 2022 15:00 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ لمریز کال د غوای دمیاشتې اولسمه، د ۱۴۴۳ قمری کال د شوال یا د کوچني اختر دمیاشتې له ۵ او د ۲۰۲۲ کال د مئ له ۷ نیټې سره سمون خوري

۱۳۸۳  کاله پخوا، د شپیتم هجری قمری کال د شوال په پنځمه نیټه، د امام حسین (ع) تره زوئ مسلم بن عقیل د رسول اکرم (ص) له ګران لمسی حضرت امام حسین (ع) سره د بیعت لپاره د عراق د کوفی خلکو په رابلنې دی ښار ته ولاړ. د کوفی خلک مخکښې نه په پریمانو لیکونه سره د دی ښار ته د امام حسین (ع)د راتلو او د اموی له جنایتکار حکومت سره د مبارزې لپاره د هغوئ د مشرۍ غوښتونکی وو. کوفی ته د مسلم بن عقیل له رسیدو سره سم، هغه د امام حسین (ع) لیک چې پاڅون ته یې د کوفی دخلکو د رابللنې ښودنه کوله، هغو لپاره یې ولویسته او په ډیر لنډ وخت کښې کابو اتلسو زرو کسانو له هغه سره بیعت وکړ. له هغی وروسته مسلم د کوفی د اوسیدونکو د پراخ بیعت خبر امام حسین (ع) ته ورسوه. خو لګه موده وروسته د کوفی خلک د کوفی نوی واکمن د ابن زیاد د تبلیغاتو، ګواښ او طمو تر اثر لاندی د حضرت امام حسین (ع) سره له خپل بیعته منکر شول. له هغو څخه یو شمیر کسانو له دی هم تیرۍ وکړ او په کربلا کښې د رسول (ص) له لمسی سره د جنګ لپاره کربلا ته ولاړ. همداراز مسلم بن عقیل چې په کوفی کښې جلا پاتی ؤ، د اموی حکومت د مامورانو پر لاس بندی شو او شهادت ته ورسیده.

 

۲۱۴کاله مخکې  د ۱۸۰۸کال  د مئ په اوه مه نیټه

 د اسپانیا  خلک چې هیواد ئې د فرانسې د امپراتور نیپولیّن بناپارټ دپوځ  په وسیله نیول شوی ؤ ،  د هغه د ځواک په ضد ئې  خپل پاڅون پیل کړ .  اسپانیا په هغه وخت کې د اروپا یو لوي استعمارګر هیواد شمیرل کید او  د اروپا له لوئې  وچې  په بهر کې ئې  ډير ټاټوبی   نیولي وو .  خو دې ځل  د  اسپانیا خلکو د پَردیو عسکرو  په لاس د خپل هیواد د نیواک تریخ خوند   وڅښکۀ . داسپانیا خلکو له فرانسوي نیواکګرو سره  له پنځه کلنې مبارزې وروسته  ، دوي  د ۱۸۱۳کال  په دسمبر کې  له خپل ټاټوبی وشړل . په همدې مودې کې اسپانیا،  په جنوبی امریکا کې  ډيرې ماتې وزغملې ، چې  د دغه هیواد دډیرو مستعمرو  دآزادۍ  لامل شوې .

 

۱۶۱ کاله مخکې د ۱۸۶۱ میلادي کال د مئ  په ۷ نیټه

هندي فیلسوف، لیکوال اومشهور  شاعر، رابیندرنات ټګور د هند په ختیځ کلکتې کې  وزیږید. هغه له کوچني والي څخه شعر ویلو ته مخه کړه او په ۱۶ کلنۍ کې د حقوق په څانګه  کې د تحصیل لپاره انګلستان ته ولاړ او هممهال د انګریزي شاعران د څیړنې کار هم پیل کړ. ټګور په ۱۹۰۱ میلادي کال کې په هندوستان کې د سولې موسسه  تاسیس کړه . او په هغه ځای کې د ښووني اوروزنې د څرنګوالې په اړه خپل ټول نظرونه عملي کړل. دغه مؤسسه پس له شل کاله په پوهنتون بدله شوه . ټګور په لیکوالۍ کې د ځان لپاره ځانګړې روده درلودله  

ټګور دهند د ملی غورځنګ دفعالیت په ترڅ کې  ددغه هیوادد خپلواکۍ لپاره شاعرۍ او لیکوالۍ ته مخه کړه

دې هندي شاعر پخپلو شعرونو او لیکنو کې  د طبیعت  په زړه پورې صفتونه  له مذهبی اوفلسفي تفکراتو سره نغاړلي دي .

هغه  په ځوانۍ کې  د(( آفتاب تران))   او د ((ماښام ترانې ))  خپرې کړې  او په دغو شعرونو کې یې  خپل احساسات په یوه ځانګړي ظرافت سره بیان کړ.

  هغه په ۱۹۱۳کال کې د نوبل ادبیاتو جایزه هم وګټله .

 له دغه هندي ادیب څخه د شعرونو کابو ۶۰ دیوانه، څلویښت لنډې اواوږدې کیسې، پنځوس ډرامې او یو شمیر فلسفي کتابونه او رسالې هم پاتې دي .

د ټګور له آثارو څخه  ؛باغبان ،نوې میاشت ، یوه دوست ته لیکونه ا و نوښتي پيوند نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.

 

۱۳۴  کاله وړاندې  د ۱۸۸۸کال   د مئ په اوه مه نیټه ،

 په افریقا  لوئې وچې کې  واقع په اوسنۍ زیمبابوې   دانګریز استعمار ګر حکومت  تیري پیل شول .   دزیمبابوې  دنیواک   یو پلانونکی اواجرا کونکی  دسیسیل روډز  په نامې  یو انګریز سیاستوال او تاجر ؤ  چې  په دې ټاټوبي کې ئې   د دانګلستان جنوبی  افریقا شرکت تاسیس کړ  او  پراختیا ئې ورکړه .  سیسیل روډز  د انګریز پوځ  په مرستې سره   په زرګونو تور پوستي  قتل عام کړل  او ډير ئې  بندیان کړل .تر دې چې  درسته زیمبابوې  ئې نیوله  او  خپلې  نامې سره ئې دغه ټاټوبی ، روډزیا ونوماوۀ.   دانګلستان دغه مستعمره ، له سپین پوستو  واکوالانو او  استعمارګرانوسره  دتورپوستو   له کلنیو مبارزې وروسته  په ۱۹۸۰کال کې  خپلواکي ترلاسه کړه  او زیمبابوې  ونومول شوه .

 

۶۸کاله مخکې  د ۱۹۵۴کال دمئ په اوه مه نیټه

 په هندوچین کې د ویئتنام اوفرانسې ترمینځ په دین بین فو مشهور جنګ پاي ته ورسید.  فرانسوي  استعمار ګرو د نولسمې پيړۍ  له هماغه پیله   دجنوب ختیځي آسیا  پر ځينو سیمو سلطه وموندله  او  لائوس ، کامبوجیا  یا کمبوډیا ،  او ویتنام ئې وینول .  فرانسویانو  دغه ټوله سیمې  د فرانسې هندوچین  بللې  او  په دغو هیوادونو کې ئې  دپاچائۍ  دحکومتونو دظاهري شکل  په ساتلو سره  دوي خپل اطاعت ته  اړباسل . خو   د لومړي اودوهم نړیوالو  جنګونو  په مینځۍ مودې کې    دویتنام د  انقلابیانو له خوا د فرانسوي  استعمار ګرو په ضد  تیت پرک  بلواوې  اوبغاوتونه  پیل شول ، چې  داستعماري ځواک  له غبرګون سره مخامخ شول . دغه بغاوتونه  له دوهم نړیوال جنګه وروسته نوره هم زیات شول  او  د ۱۹۴۵کال  د ستمبر په دوهمه نیټه  د ویتنام  دخپلواکي غواړي  مبارز  هوشي مینه  په مشرۍ  انقلابی ځواک ،   دویتنام خپلواکي اعلان کړه . په دې مینځومیانو کې  له فرانسویانو سره  د خبرواترو  او دغه راز د ویتنام   ولس ته د قدرت  په سوله ایز ډول  دمنتقلولو لپاره د  دهوشی مینه   د چمتووالي اعلان ،  دفرانسویانو له مخالفت سره مخ شو  ،ځکه چې  فرانسویانو  خپلې استعماري موخې  تعقیبولې  او له روغې جوړې ته تیار نه وو .  له دې امله  د  ویتنام  د جنګونو دلومړنی پړاؤ  له ۱۹۴۶کاله پیل شو  او  تر نهو کلونو پورې ،یعني تر ۱۹۵۴ کال پورې ئې دوام وکړ .  د دواړو لورو ترمینځ  درنده جګړه ،  د دین بین فو په پیاوړي کلا کې رامینځةشوه  چې  په هغې کې فرانسویان،  د ویتنامي ځواک  په وسیله  له ۵۵ورځنۍ کلابندۍ وروسته  او   هغوي ته د درندو مرګ ژوبلو  په اوښتو پسې ، بلاخره  د ۱۹۵۴کال  دمئ  په اوه مه نیټه  دویتنام ځواکونو ته تسلیم شول  او  له دغه هیواده  دهغوي د وتلو زمینه برابره شو ه . 

په عین حال کې  دسولې  له خبرواترو او  د ۱۹۵۴کال دجولائي  په شلمه نیټه  د تړون له ترسره کیدا سره سره،دغه جنګونه  پاي ته ونه رسیدل  او په دوو برخو  د ویتنام  په ویشل کیدا سره یعني  په شمالی اوجنوبی برخو  په ویشل کیدا او  د ویتنام جنګ ته دامریکا په دنګل کیداسره ډيرې زیاتې غمیزې رامینځةشوې .