تاریخ پاڼّه
نن د اتبار ورځ، یا یکشنبه د ۱۴۰۱ نوېم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر له ۱۳ او د ۲۰۲۲میلادی کال د مئی له ۱۵ نیټی سره برابره ده
نن د ثور یا غوایی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه د ایران د ستر حماسه ویونکی شاعر حکیم ابو القاسم فردوسی د درنښت ورځ ده.
هغه په درې سوه نولسم یا درې سوه شلم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال ختیځ توس ښار کښې وزیږید. د فردوسی نړیوال شهرت د هغه د شاهنامه نومی کتاب له امله دی چې هغه یې لیکنه د ځوانۍ له وخته پیل کړې وه او د خپل عمر تر پایه ېې په ځلونو هغه وڅیړه، غور یې پرې وکړ او لا ډیر یې بډای کړ. (شاهنامه) د ایران د ملت او هیواد زر کلن میراث، خزانه، د کلتور دایرة المعارف او تاریخ دی.
فردوسی د دغه کتاب د تدوین لپاره له بیلابیلو مکتوبو او غیر مکتوبو سر چینو ګټه واخیسته. د فردوسی د شاهنامې اصلی موضوع د ایران برخلیک او د اسلام تر منلو وړاندې د دې هیواد د ژوند لوړې ژورې دی.
هماغه ډول چې فردوسی وایی، د شاهنامې لیکنې دیرش کاله وخت ونیوه.
شاهنامه تر اوسه د نړۍ په بیلابیلو ژبو ژباړل شوې ده .
۲۴۶ کاله پخوا، د اوولس سوه شپږ اویایم میلادی کال د مئ په پینځلسمه نیټه، د بخار یا بړاس یا د تودوخې لومړنۍ کشتۍ جوړه شوه. اویا کاله وروسته له دې چې د بخار بړاس د فرانسې د یوه انجنیر ډینس پاپن په وسیله کشف شو، د بړاس کشتۍ د مارکی ډوژوفرا په نوم د یوه بل فرانسوی په وسیله جوړه او په دانوب سیند کښې وآزمویل شوه. په کشتۍ کښې د بخار له بړاسه استفادې دسمندر کچ کونې په صنعت کښې لوئ بدلون رامینځته کړ.
۱۶۳ کاله وړاندې، د اتلس سوه نهه پنځوسم میلادی کال د مئ په پینځلسمه نیټه، فرانسوی دانشمند او فیزیک پوه پیر کوری وزیږید. په ریاضیاتو او فیزک کښې د هغه وړتیاوې له ځوانۍ ښکاره شوې او هغه په دغو څانګو کښې پراخو څیړنو ته ملا وتړله. هغه په اتلس سوه اته نوېم میلادی کال کښې د خپلې میرمنې میډم کوری په مرستې سره د ریډیوم په کشف کونې بریالئ شو. پیر کوری په نولس سوه شپږم میلادی کال کښې مړ شو.
۸۲ کاله پخوا، د نولس سوه څلویښتم میلادی کال د مئی په پینځلسمه نیټه، د جرمنی پوځ په دوهم نړیوال جنګ کښې له یوې پینځه ورځنۍ سختې حملې وروسته، هالینډ ونیوه. د نازی جرمنی ځواک د نولس سوه څلویښتم میلادی کال د مئی له لسمې نیټی راهیسې پر فرانسې، بلجیم، هالینډ او د جرمنی په لویدیځ کښې پر لوګزامبورګ هیوادونو حملې پیل کړې او له یوې مودې وروسته یې دغه څلورواړه هیوادونه ونیولل. د جرمنی په وسیله د هالینډ له نیولو وروسته ویلهلمینا د هالینډ ملکه شوه او د دغه هیواد حکومت انګلستان لاس ته وراغئ او په نولس سوه پینځه
۶۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اتیایم هجری قمری کال د شوال په دیارلسمه نیټه، د تقلید یو لوی مرجع حضرت آیت ا... العظمی سید حسین بروجردی وفات شو. د شیعیانو لوئ مرجع آیت ا... العظمی سید حسین طباطبایی بروجردی په دولس سوه دوه نوېم قمری کال کښې په بروجرد کښې و زیږید. هغه قدرمن فقیه او نامتو عالم ؤ چې خپل ژوند یې د اهل بیت (ع) د فقهی مکتب د خپرونې په لار کښې تیر کړ. په اصول او رجال کښې د حاج سید محمد شفیع جابلقی له شاګردانو څخه ؤ او د فقې تاریخ سره یې د اشنایی ترڅنګ ، حدیث او تفسیر له سید جعفر کشفی دارابی واخیسته. آیت ا... بروجردی په حدیث او د حدیث په رجال پوره سلطه درلوده. دانشمن بروجردی په اته ویشت کلنۍ کښې نجف اشرف ته ولاړ او د اتو کالو په موده کښې یې د آخوند ملا محمد کاظم خراسانی، شیخ الشریعه ی اصفهانی او علامه سید محمد کاظم یزدی په شان عالمانو لخوا استفاده وکړه او په علم کښې یې لوړ مقام ترلاسه کړ. هغوئ له هغی وروسته د بروجرد اوسیدونکئ و ګرځید خو د قم د فاضلانو او عالمانو په رابلنې پسی په دیارلس سوه درې شپیتم قمری کال کښې دی ښار ته ولاړ او د علمیه حوزې مشرۍ یې پر غاړه واخسیته. دغه نامتو عالم فاضل شاګردان و روزل چې آیت ا... مرتضی مطهری، آیت ا... سید محمد حسینی بهشتی، آیت ا...جعفر سبحانی،آیت ا... محمدفاضل لنکرانی، آیت ا... ناصر مکارم شیرازی او نور له هغو څخه دی. د دغه شخصیت په وخت کښې، د نړۍ او د ایران په ګوټ ګوټ کښې ودانۍ او لوئ جوماتونه جوړ شول. د قم مسجداعظم او په جرمنی کښې دهامبورګ بندر لوئ جومات ته اشاره کولئ شو. د هغوئ په تالیفاتو کښې، د شیعیانو ټول حدیثونه، تعلیقه بر اسفار، طبقات رجال، رساله ای در منظق، حاشیه بر کفایه الاصول او حاشیه بر کفایه ی شیخ طوسی شامل دی.
۲۹ کاله وړاندې، په نولس سوه درې نوېم میلادی کال کښې د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ د مئی د میاشتې پینځلسمه نیټه، د کورنۍ نړیواله ورځ ونوموله.
دغه نومونه له دې امله وه چې د کورنۍ سپیڅلئ بنسټ د ټولنې د لومړنۍ هستې په توګه له بهرنیو او نننیو اضرارو څخه په امن پاتې شی او وکولائ شی په ټولنه کښې خپل اغیزمن رول ولوبوی. د کورنۍ بنسټ د بشر د پیدایښت له وخته موجود او تل د ټولنې د یوه اصلی رکن په توګه مطرح ؤ. میرمن، میړه، بچیان او کله کله مور او پلار د ژوند د دې ګرم مرکز غړی جوړوی. کورنۍ د زوجینو د آرامښت ځائ، د ماشومانو د سالمې روزنې او تربیې مرکز او د کورنۍ د غړیو د سالم ارتباط لپاره امن چاپیریال ګڼل کیږی. له دې سره په څنګ کښې په یو شمیر کورنیو کښې ستونځې او کمښتونه په تیره بیا په لویدیځې نړۍ کښې د دې لامل شوی چې ملګری ملتونه د ټولنې د دې ارښتمن بنسټ ساتلو ته پاملرنه اړینه وبولی.
له دې سر بیره د کورنۍ له چوکاټه د بهر ودونو، طلاق، د همجنس بازانو ودونو او نورو په څیر ناخوالو شتون چې هر یوه یې د ټولنې او کورنۍ په غړیو ډیرې بدې اغیزې درلودلی دی، په لویدیځ کښې کورنۍ د شنل کیدا او پاشل کیدا له ګواښ سره مخامخ کړې نو ځکه ورته پاملرنه اړینه بلل شوې ده.