May 17, 2022 15:48 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر له ۱۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د مئی له ۲۰ نیټی سره برابره ده

۲۱۶  کاله وړاندې، د اتلس سوه شپږم میلادی کال د مئی د میاشتې په شلمه نیټه، انګریز فیلسوف او اقتصادی پوه جان سټورټ مل وزیږید.

هغه د خپل پلار تر نظر لاندې منطق او اقتصاد زده کړ او ورپسې یې ورځپاڼې لیکنې او لیکوالۍ ته مخه کړه.

مل یو پړاؤ د بریتانیې د ولسی جرګې استازی هم ټاکل شوئ ؤ.

سټورټ مل په فرانسې کښې، د آګوسټ کنټ د رایو تابع او د تجربې په اصالت باوری ؤ او په اقتصاد کښې یې له ټولنیز عدالت سره یوځائ د ګټې له اصالته ملاتړ کاوه.

(د سیاسی اقتصاد اصول) او (د اقتصاد د علم اصول) د دغه انګریز اقتصاد پوه مهم اثار دی. مل په اتلس سوه درې اویایم میلادی کال کښې مړشو.

 

۱۲۰ کاله وړاندې، د نولس سوه دوهم میلادی کال د مئی د میاشتې په شلمه نیټه، د کیوبا هیواد د یوه خپلواک جمهوریت په توګه د شتون اعلان وکړ او له دې هیواده ټول امریکایی عسکر ووتل.

کیوبا له څوارلس سوه دوه نوېم میلادی کاله چې د کریسټف کلمب لخوا وموندل شوه، تر اتلس سوه اته نوېم میلادی کاله پورې د اسپانیا مستعمره وه. خو امریکا د کیوبا د خپلواکی غواړو خلکو له مبارزو د ملاتړ په پلمې سره پر دغه هیواد برید وکړ او له کیوبا د اسپانیایی عسکرو له ماتې او وتلو وروسته، امریکایانو په کیوبا کښې د اسپانیایانو ځائ ونیوه.

د کیوبا د نولس سوه دوهم میلادی کال اساسی قانون چې د امریکا د دولت د نفوذ په اعمالولو سره برابر شو، دې هیواد ته یې اجازه ورکړه چې د کیوبا په کورنیو چارو کښې په پراخه توګه لاسوهنه وکړی. بهرنۍ لاسوهنې او کورنۍ دیکتاتورۍ د خلکو د سختو نا رضایتیو او اعتراضونو لامل شو، تر دې چې په کیوبا کښې د فیډل کاسټرو په مشرۍ په نولس سوه نهه پنځوسم میلادی کال کښې د انقلاب له راتلو وروسته، په دې هیواد کښې د امریکا نفوذ له مینځه ولاړ.

له همدې امله امریکا د کیوبا د حکومت پر وړاندې دښمنانه سیاست خپل کړئ چې له لسګونو کالو وروسته اوس هم دوام لری.

د کیوبا د ټاپو ګانو ټولګه په کابو، یولک او څوارلس زره پینځه سوه مربع کیلومټره پراختیا سره د امریکا له سویل ختیځی غاړو سره نږدې او کارائب سمندر کښې پراته ده.

 

۱۱۲ کاله وړاندې، د نولس سوه لسم میلادی کال د مئی د میاشتې په شلمه نیټه، جاپان په رسمی توګه کوریا هیواد پر ځان پورې وتاړه او د هغه نوم یې په چوزن بدل کړ.

جاپان له چین او روسیې سره په جګړه کښې له بریالیتوب وروسته، کوریا په نولس سوه اووم میلادی کال کښې په عملی توګه ونیوله. خو د کوریا خلک د جاپان له ښکیلاک سره مبارزې ته راپورته شول. د دویمې نړیوالې جګړې په وخت کښې، د کوریا خپلواکی غواړی د خپل هیواد د خپلواکۍ په هیله د متفقینو په څنګ کښې د جاپان له پوځ سره وجنګیدل.

خو د جګړې له پائ ته رسیدو وروسته د کوریا هیواد پر شمالی او سویلی دوو برخو وویشل شو.

شمالی کوریا د کمونیسټی حکومت په درلودلو سره د شوروی تر ملاتړ لاندې ؤ او سویلی کوریا هم د لویدیځ په ځانګړې توګه د امریکا له مالی او پوځی ملاتړه برخمنه وه. دغه ویش په نولس سوه اته څلویښتم میلادی کال کښې رسمیت وموند.

 

۸۸ کاله پخوا، د نولس سوه څلور دیرشم میلادی کال د مئی په شلمه نیټه، د سرحدی اختلافاتو په وجه د یمن او عربستان تر مینځ د جنګ په پائ کښې، یمن ماتی وخوړه او د یمن مشر امام یحیی او د عربستان باچا ملک عبدالعزیز تر مینځ د طائف تړون لاس لیک شو. د دغه تړون په اساس، یمن د نجران ، جیزان او عسیر سیمې څلویښتو کالو لپاره عربستان ته وسپارلې. په شمالی او جنوبی دوؤ برخو د یمن د ویشلو په مهال شمالی یمن له جنوبی یمن سره د نښتې او د عربستان د ملاتړ د ترلاسه کولو په خاطر عربستان ته د سپارل شویو سیمو ستونځه په جدی توګه تعقیب نه کړه . خو وروسته له دې چې په نولس سوه نوېم میلادی کال کښې یمن هیواد یو ځل بیا متحد شو نو له عربستان سره یې د نجران، جیزان او عسیر د تیل لرونکیو سیمو د موضوع د اوارولو غوښتنه وکړه. عربستان د دوه زره پینځلسم میلادی کال په اپریل کښې پر یمن په حملې سره په دغه هیواد کښې د خپل نفوذ او پرې د سلطې په ساتنې پسې دئ.

 

۴۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غوایی په دیرشمه نیټه، د اسلامی انقلاب یو وتلئ شخصیت او د اسلامی شورا د هغه وخت مشر آیت ا... هاشمی رفسنجانی د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو وړاندیز مطرح کړ. د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو نظریه لومړی د پوهنتونوالانو په اسلامی ټولنه کښې مطرح شوه او په اقتصاد شورا کښې د حجت الاسلام و المسلمین هاشمی رفسنجانی لخوا په مطرحیدا پسې د شورا موافق نظر ترلاسه شو. د دغه پوهنتون د جوړولو مسئله له حضرت امام خمینی (رح) سره هم مطرح شوه او هغوئ ترې په هرکلئ سره، یوه اندازه پیسې د لومړنۍ مرستې په توګه دغه پوهنتون ته ورکړې. بالاخره د مقدماتی اساسنامې په تدوینولو پسې، ښاغلی هاشمی رفسنجانی د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غوایی د میاشتې په وروستی جمعې لمونځ کښې د ښوونیزو ستونزو په ګوته کولو تر څنګ د یوه داسې پوهنتون د جوړولو اړتیا چې د دولت لپاره مالی پیټې ونلری او زیاتره مشکلات هوار کړائ شی او همدغه راز د کلتوری انقلاب موخو ته د رسیدا لاره هواره کړی، د آزاد اسلامی پوهنتون موجودیت اعلان کړ. دا په حقیقت کښې د آزاد اسلامی پوهنتون د جوړولو په لاره کښې لومړنی اساسی ګام یعنی له طرحې د تیریدا او په عمل د لاس پورې کولو پړاؤ ؤ. بالاخره آزاد اسلامی پوهنتون د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په اووه ویشتمه نیټه خپل موجودیت په رسمی توګه اعلان کړ. آزاد اسلامی پوهنتون په ایران کښې د ماسټری او ډاکټرا په بیلا بیلو کچو په سلګونو پوهنتونی څانګو کښې په لسګونو زرو محصلینو سره تر ټولو لوئ غیر دولتی پوهنتون دی.