ښه عادتونه (۲۶)
د فاطر سورې په اتلسم ایت کی خدای تعالی فرمایی ، هیڅ ګناهکار د بل د ګناه پیټې په اوږه نه اخلی .
په تیر پروګرام کې د زغم او صبر د مهارتونو د ترلاسه کولو د څرنګوالی په اړه درسره خبرې وکړې ، په دغه پروګرام کې هڅه کوو د مسو لیت منلو چی د ژوند یو مهارت دې ، په هکله درسره خبرې وکړو .
په قران مجید کې ډیر ایتونه موجود دي چی انسان لپاره یې د مسولیت منلو اهمیت بیان کړی دی ، مثلا په قران کریم کې مسولیت منل له درنده پیټې سره تشبیه شوې دې .
د فاطر سورې په اتلسم ایت کی خدای تعالی فرمایی ، هیڅ ګناهکار د بل د ګناه پیټې په اوږه نه اخلی .
په دې هکله په تفسیر نمونه کې راغلی دی چی د قیامت په ورځ به هر کس د خپلو اعمالو د ځواب ویلو مسول وي .
د دغه ځوتاب اړخونه دومره پراخ دي چی حتی د انسان غړي هم پکې شاملیږي .
خدای تعالی د اسرا سورې په ۳۷ کې داسې فرمایی له هغه څه چی پرې نه پوهیږئ پیروی مه کوئ ځکه چی غوږ ، سترګې او زړه ټول مسول دي .
مسولیت منل د انسانانو یوه اکتسابی ځانګړنه ده . په حقیقت کې ویلی شو چی دغه ځانګړنه یو ډول شخصی مهارت دې او هیڅوک د خپلې زوکړې له پیله مسولیت مننونکې یا نه مننونکې دنیا ته نه راځی بلکې د ودې په لاره او تجارت په ترلاسه کولو کې چی د کورنۍ د غړیو ، دوستانو ، ښونځی وغیره له لارې ترلاسه کیږی ، ورو ورو پالل کیږی او دغه مهارت تمرین او زده کړې ته اړتیا لری . په ژوند کې د دغه مهارت نه درلودل د دیرو مشکلاتو سبب کیدلی شی . ډیر طلاقونه او نور ارتباطی مشکلات د دغې ځانګړنې د نه درلودلو په وجه ترسره کیږی . په همدې دلیل ډیر والدین په دغه ځانګړنه ټینګار لري تر څو وکول شی په خپل ماشوم کې د مسولیت منلو مهارت له هماغه لومړیو سم وپالی . په دې اساس د روحیې د زیاتولو له لارو چارو په خبرتیا سره دغه ځانګړنه په ځان کې پیاوړوی کولې شو .
انسانان د هغو رولونو په واسطه چی په اجتماع کې قبلوی ، مسولیت لرونکی دي . هره اندازه چی په خپل رول خبر وی بهتر کولې شی د هغه له جزیاتو سره ارتباط ټینګ کړی . په دوام کې د مسولیت منلو ډولونو ته پام وکړئ .
اجتماعی مسولیت منل هغه یو مهارت دې چی ورته اشاره وشوه . مونږه ټول د ټولنې غړی یو او باید د هغې قوانینو ته پایبنده ووسو . په اجتماعی مسولیت منلو کې تاسو په هر رول چی د ټولنې د غړی په توګه تعریف کیږئ ، مسول یاست . مثلا د هغه ډرایور په توګه چی د ښار په واټونو کې ګرځی راګرځی باید د ټریفک قوانینو ته پایبنده ووسی . یا که د پلی تلونکی په رول کې یاست ضروری ده په واټونو کې د ګند نه اچولو په شان ښاری قوانینو ته پام وکړئ .
همداراز کې په مونږ کې هر وګړې د خپل ژوند د دوام لپاره اومعاش لپاره یوه کار ته اړتیا لری . هر کار خپل خاص قوانین لري . مونږه باید د خپل کار له قوانینو خبر وو او د ټولو قوانینو رعایتول زمونږ په مسولیت منلو کې مهم رول لری ، لکه د کار ځای ته د ورتلو او راتلو وخت چی د قانون په اساس ټاکل شوی دی او کارکونکی باید د هغه مسولیت پر غاړه واخلی . زمونږ کار چی هر څه وی ، زمونږ ژمنتیا پکې ځاص رول لری . هر څومره چی د کار کونکی او د کاری ځواک په توګه مسولیت مننونکی ووسو ، د هغه اورګان یا کارخانې د پرمختګ په بهیر کې به مثبتې اغیزې وشیندی او د هغه ګټې به هم مونږ ته ورسیږی .
زیاتره کسان له خپل فردی رول جلا د یوه وړکوټی ټیم یا ډلې غړی دي ، لکه کورنۍ چی د تیم د انازې او ډول په اساس د هر وګړی مسولیتونه هم متفاوت دي . په ننۍ دنیا کې ټیمی کار او د هغه د ترسره کولو مهارتونه د ډیرو مهمو مهارتونو برخه بلل کیږی . تاسو په یوه ډله کې له مختلفو کسانو سره مخامخ کیږی چی هر یو شخصیت او فکری بهیر له تاسو او نورو متفاوت فکر لري . په لومړي ګام کې باید وکولې شئ په داسې ډله کی فعالیت وکړئ او خپل رول په اغیزمنه توګه ترسره کړئ . داسې هدف ته رسیدا مسولیت منلو او د کارونو بشپړتیا ته اړتیا لری . د دقیق پروګرام درلودل په دې لاره کې تاسو سره مرسته کولې شی .
د داسې مهارت درلودونکي وګړي خاص ځانګړنې لري او مسولیت منل د وګړیو لپاره ډیرې زیاتې ګټې لري . په کلی ډول مسولیت مننونکې کس معمولاد خپل ژوند په مختلفو اړخونو کې له نورو بهتر عمل کوی . هغه د خپل ژوند انتخابونه د نورو په غاړه نه اچوی ، د خپلې ټاکنې له پاییلو تجرړبه ترلاسه کوی او خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره ترې استفاده کوی . مسولیت مننونکې کس په داسې روحیې سره له نورو سره په خپلو اړکیو کې کمتر له ستونزې سره مخامخ کیږی . همداراز دغه ځانګړنه د واده لپاره په مثبتو فاکتورونو کې حسابیږي ځکه چی د تحقیقاتو په اساس مسولیت مننونکی وګړي په خپل ګډ ژوند کې بریالی عمل کوی . همداراز دغه وګړي کم سټریس سره مخامخ کیږی .
کله چی وګړې د خپل ژوند ټول مسولیتونه پرغاړه اخلی ، په متقابله توګه په اجتماع کې د تایید او منلو او حتی د نورو د احترام او تکریم وړ ګرځی . همداراز د ارتباطاتو په زمینه کې به بریالی عمل وکړی او دا چاره سبب کیږی چی هره ورځ له بلې ورځ بهتر فعالیت وکړی او د خپلو کارونواو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره خپله انګیزه له مخکې زیاته شی . له ټولو مهمه دا چی خپل کارونه به په مقرر او مناسب وخت کې ترسره کړی او دا ځانګړنه به په نهایت کې د وګړی کارندوالې له مخکې زیات کړی او په ټولو چارو به ډیر ښه مدیریت ولرلې شی .
مسولیت منل همداراز په خپل نفس باور رامینځته کولو او له عزت نفس له برخورتیا سره مرسته کوی . هغه وخت چی وګړې د داخلی رضایت احساس لری ، په خپل وجود کې داخلی انضباط پالی او په نهایت کې له ډیرې شادابی روحیې برخمن کیږی .
که فکر کوئ په تاسو کې د مسولیت احساس دومره چی باید پیاوړې وی ، پیاوړې ندې نو اندیښنه مه لرئ ځکه چی د مسولیت منلو د زیاتولو لپاره لارې چارې شته دي چی له هغو په پیروۍ سره په ځان کې دغه مهارت پیاوړې کولې شئ .
لومړئ ضروری ده چی د مسولیت منلو د زیاتولو لپاره پلمې جوړول څنګته کړئ . ډیر کسان کله چی د خپلو کارونو په ترسره کولو کې لټی کوي په مختلفو پلمو سره شرایط توجیهوی . تر هغه چی تاسو د کارونو د ترسره کولو لپاره نور ګناهکار بولئ پوهه شئ یا مختلفې پلمې راوړئ په تاسو کې به دا ځانګړنه ښه نشی . په همدې خاطر بهتره ده د هر کار په غاړه اخیستلو مخکې وګورئ چی په هغه زمینه کې څومره وس او مهارت لرئ . د مسولیت نه منل له دې بهتر دي چی د هغه کار مسولیت پرغاړه واخلئ چی د ترسره کولو توان یې نلرئ .