May 31, 2022 17:43 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا د میانې د میاشتې له لومړۍ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د د میاشتې له لومړې نیټی سره برابره ده

    له ننه ۱۲۷۰ کاله مخکښې د ۱۷۳ هجري سپوږمیز کال د ذیقعدې میاشتې په وړومبی نیټه د یو معتبر روایت له مخې د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له اهل بیتو څخه د امام موسی بن جعفر علیه السلام قدرمنه لور حضرت فاطمه معصومه(ص) دنیا ته راغله.

فاطمه معصومه(س) یوه وینا واله میرمن، توانمنه معلمه او د زهد او تقوا سمبول و. هغه د خپل ورور حضرت امام رضا علیه السلام د ملاقات لپاره د ایران په شمال ختیځ کښې خراسان ته د تګ په لاره کښې بیماره شوه او په قم ښار کښې د اولسو ورځو له پاتې کیدو وروسته په ۲۰۱ سپوږمیز کال کښې وفات شوه. د ایران په قم ښار کښې د حضرت معصومه(س) پرتمین حرم د خلکو د مختلفو پرګنو زیاتګاه ده او ترڅنګ یې د اسلامي نړۍ ترټولو ستره عملي او دیني مدرسه جوړه شوې ده چې په اوسنی زمانه کښې د اصیلو اسلامي تعلیماتو د خپریدو مرکز ګڼل کیږي او د علمي او دیني اهدافو د پرمخ بیولو سربیره د ظلم په وړاندې د مقاومت ، پایدارۍ او پاڅون د سمبول په توګه پیژندل شوې ده.

د حضرت بي بي معصومې(س) د حرم زیاتوال له هغې بارګاه څخه نور او صفا او له مکتب څخه یې د فضیلت، پاک لمنی او د خدای په لاره کښې د هڅې درس زده کوي.

 

۴۰  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په یولسمه نیټه ، د ایران د خوشنویسی ټولنې بنسټګر او د نستعلیق خط یو نامتو استاد، استاد سید حسین میرخانی د خطاطی هنر په زمینه کښې له ډیرو هڅو وروسته وفات شو. استاد میرخانی په دولس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال کښې وزیږید او د خط تمرین یې له ماشومتوبه پیل کړ او په یوولس کلنۍ کښې د ښه او ښکلی خط خاوند ؤ. حسین میرخانی د خپل عمر دیرش کاله په خطاطی هنر، د شاګردانو په روزنې او تعلیم کښې تیر کړل. استاد میرخانی په هنری نوښتونو سربیره ښه اخلاق هم درلودل. هغه د خپل ژوند په اوږدو کښې قرآن مجید درې ځله په نستعلیق خط و لیکه .

 

 

۳۵  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په یوولسمه نیټه، په ایران کښې د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د اسلامی جمهوری ګوند د تر ټولو پراخ او لوئ ګوند په توګه د دغه ګوند د غړیو په وړاندیز ړنګ کړائ شو. اسلامی جمهوری ګوند د انقلاب له بریالیتوبه یوه اونۍ وروسته، د کوټلتیا او انضباط د رامینځته کولو ، د فعال ځواک د برابرولو او ځواکمن تشکیلاتو د جوړولو په موخه، د آیت ا... سید محمد حسین بهشتی ، د اسلامی انقلاب د اوسنی لارښود حضرت آیت ا... سید علی خامنه ای، سید عبدالکریم موسوی اردبیلی ، اکبر هاشمی رفسنجانی او ډاکټر محمد جواد باهنر له لوری جوړ کړائ شو او بیا پکښې غړیو اخیستلو ته مخه کړائ شوه. دغه ګوند پخپل عمر کښې د هیواد په درستو سیاسی او ټولنیزو ډګرونو کښې د فعال شتون تر څنګ د پریکړې په لوړو کچو د دغه ګوند د مشرانو د شتون په وجه د ایران په دریځ نیولو او د مسئلو په هوارولو کښې ټاکونکی رول ولوباوه. د اسلامی جمهوریت ګوند فعالیت تر دیارلس سوه درې شپیتم هجری لمریز کاله پورې د پخوا په شان دوام وموند خو له هغه وروسته یې ورو ورو لمنه او پراختیا کمه شوه تر دې چې د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په یوولسمه نیټه د ګوند د فعالیتونو د درولو په اړه حضرت امام خمینی (رح) ته د آیت ا... خامنه ای او آیت ا... هاشمی رفسنجانی په وړاندیز او موافقې پسې، اسلامی جمهوری ګوند خپل فعالیتونه ختم کړل .

 

۲۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی په یوولسمه نیټه، یو ایرانی ژبه پیژاندی او ادیب استاد ډاکټر مهدی روشن ضمیر وفات شو.

ډکټر مهدی روشن ضمیر په دولس سوه اته نویم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز ښار کښې وزیږید او له لومړی او مینځنی پړاؤ وروسته، د خپلو زده کړو د دوام لپاره په دیارلس سوه شپاړسم لمریز کال کښې د دغه هیواد پلازمینی تهران ته راغئ . هغه له دې وروسته تدریس او هم د زده کړو دوام ته مخه کړه او په دیارلس سوه شپږ دیرشم لمریز کال کښې یې خپله ډکټرا له فرانسې ترلاسه کړه. استاد روشن ضمیر له دې وروسته اووه ویشت کاله د تبریز په پوهنتون کښې په تدریس کښې تیر کړل او تالیف او لیکنې ته یې هم مخه کړه. په درو ټوکو کښې د فرانسوی ژبې مشکلات، دیار خوبان، په دوو ټوکو کښې برګزیده های ادبی او مجله های فرانسه او د فردوسی او حماسه ملی او معتقدات و آداب ملی ژباړه هم د هغه له آثارو دی . استاد روشن ضمیر بالاخره له یو عمر هڅو او خدمت وروسته، په اتیا کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو او په مقبرة الشعرای تبریز کښې خاورو ته وسپارل شو.