تاریخ پاڼه
نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۲ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون د میاشتې له ۳ نیټی سره برابره ده
۵۲۰ کاله اګاهو د ۱۵۰۲ میلادي کال د جون په دریمه نیټه د پرتګالي سیلر واکوډی ګاما لخوا د کالي کوټ غمیزه ناک قتل عام رامینځته شو. کالي کوټ چې نن سبا کوزیکوډ نومول کیږي، د هند د سویل په مدراس کښې یو بندر دی. واسکوډی ګامه په ۱۴۹۸ کال کښې په وړومبي ځل دغه بندر ته ورسید او هغه یې ونیوه. هغه هم د نورو استعمارګرانو په څیر ځان د هندوستان اصلي خاوند ګڼه. کله چې اته سوه عرب سیلران د وریجو د تجارت په نیت کالي کوټ بندر ته ورسیدل، واسکوډی ګاما حکم ورکړ چې وړومبی د دغو سمندر کچ کونکو لاسونه، پوزې او غوږونو پرې کړی شي او بیا یې د هغوي د کشتیو له سوزولو وروسته ټول قتل عام کړل.
۱۲۷ کاله وړاندې د دیارلس سوه شپاړسم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په دریمه نیټه، یوه پرهیزګار عالم او فقیه آیت ا... سید محمدفشارکي اصفهاني له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په دولس سوه درې پنځوسم قمري کال کښې له اصفهان سره نږدې په فشارک کلي کښې و زیږید او له شپږ کلنۍ د قرآن کریم او مقدماتي درسونو زده کړې پیل کړې. یو لس کلن ؤ چې له خپل مشر ورورسره کربلا ته او وروسته نجف ته ولاړ او له فاضلو استادانو څخه په استفادې سره یې د علم او فضیلت لوړې کچې ترلاسه کړې. په عین حال کښې، هغه د زهد او پارسايي په وجه د شیعیانو د مرجعیت له منلو څخه ډډه وکړه او د ګڼ شمیرو شاګردانو د روزنې ، بحث او درس ته یې مخه کړه.
۵۹ کاله مخکښې د ۱۳۴۲ هجری نمریز کال د غبرګولی د میاشتې په دیارلسمه نېټه د ایران د اسلامی جمهوریت بنسټ اېښودونکی حضرت امام خمېنی (رح) د حسینی عاشورا په مانسبت د پهلوی استبدادی رژیم په خلاف تاریخی او غاښ ماتوونکې وېنا وکړه. دغه وېنا د شاه د رژیم لخوا د بندیز او ګواښونو باوجود د قم په فیضیه مدرسه کښې د خلقو او دینی عالمانو په یوه ستره غونډه کښې وړواندې شوه. امام خمېنی (رح) په خپله وېنا کښې د شاه او د هغۀ د تالی سټو په خاینانه اعمالو باندې سخته نیوکه وکړه او مسلمانو خلقو ته یې د هغوی خیانتونه په ډاګه کړل. امام د خپلې وېنا په یوه برخه کښې وفرمایل:
((دوی د اسلام له بنیاد او دینی علماوسره مخالف دی او د هغو تباه کول غواړی. اے خلقو! زمونږ اسلام او زمونږ ملک په خطر کښې دے. مونږ د ایران له حالت او د حکومتی چارواکو له حالت څخه سخت اندېښمن او خواښنی یو.
۵۹ کاله مخکښې همداشان د ۱۹۶۳ میلادي کال د جون په دریمه نیټه د ترکیې مشهور شاعر ناظم حکمت وفات شو. هغه په ۱۹۰۲ کال کښې زیږیدلی و او له دولس کلنۍ څخه یې شعر ویل پیل کړل. دغه ترک ژبی شاعر له متوسطه زده کړو وروسته په پوځ کښې شامل شو خو د خپل کیڼ پال تفکر په وجه له پوځه وویستل شو.
ناظم حکمت د زده کړې د دوام لپاره د پخواني شوروي پلازمینې ماسکو ته لاړ او د سیاسي اقتصاد په برخه کښې د پوهنتوني زده کړو له بشپړولو وروسته ترکیې ته ستون شو. هغه په ترکیه کښې د انقلابي او د فاشیزم ضد شعرونو په ویلو سره د ترکیې د وړومبي ولسمشر اتاترک په لویدیځپال او ظالم رژیم نیوکه وکړه. د حکمت له شعرونو د ترکیې د خلکو په تیره بیا د پوځي جوړښت هرکلی د انقرې د هغه وخت د چارواکو د ویرې او د هغه د زنداني کیدو سبب شو. دغه مشهور ترک شاعر دولس کاله پس له جیله آزاد شو خو سر ته یې د ورپیښ خطر په وجه، شوروي ته لاړ او د ترکیې د وخت د حکومت لخوا یې د ترکي تابعیت له سلبیدو وروسته په ۱۹۶۳ کال کښې تر خپلې مړینې پورې په شوروي کښې پاتې شو.
ناظم حکمت د ترکیې په اوسمهاله شعر کښې د یو نوي سبک او سټایل بنسټګر دی او شعرونه یې ساده، روان او صمیمانه او په نړیواله کچه مشهور دي.
او له ننه ۶ کاله مخکښې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون په دریمه نیټه د نړۍ د هیوي ویټ باکسنګ اسطوره محمد علي کلی وفات شو. محمد علي کلی چې تیر نوم یې کسیوس ماسلوس کلی جونیر و او د ۱۹۴۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه زیږیدلی و، د نړۍ د درانده وزن (هیوي ویټ) یو ډیر مشهور باکسر و.
هغه د اسلام له قبلولو وروسته په سیاسي فعالیتونو کښې هم رول درلود او په همدې وجه په نړۍ کښې له نورو ورزشي اتلانو زیات مطرح شو. هغه همداشان په شلمه پیړۍ کښې د یو ترټولو ستر سپورټي اتل عنوان هم وګټه.
د نړۍ د هیوي ویټ باکسنګ دغه اتل او اسطوره، ۳۲ کاله د پارکینسون ناروغۍ له زغملو وروسته د ۲۰۱۶ کال د جون په دریمه نیټه د ۷۴ کالو په عمر کښې له دنیا لاړ.