تاریخ پاڼه
نن د اتوار ورځ یا یکشنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا د کوچنۍ اختر له ۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۵ نیټی سره برابره ده
۷۷۹ کاله پخوا،د شپږ سوه څلور شپیتم هجري قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځمه نیټه، په سید ابن طاووس مشهور یو مسلمان ادیب، مورخ، محدث او فقیه رضی الدین علی بن موسی وفات شو. رضی الدین په پینځه سوه نهه اتیایم قمري کال کښې د عراق په حله ښار کښې و زیږید. هغه په لومړیو کښې له خپل پوه پلار سعد الدین ابو ابراهیم او بزرګوار نیکه له ورام ابن ابی فراس څخه هم استفاده وکړه او وروسته یې د حله له نورو بزرګانو څخه ډیرې استفادې وکړې. سید ابن طاووس په زهد او تقوا کښې ډیر مشهور ؤ او په همدی وجه د عباسي واکمنانو په دربار کښې د هر منصب د منلو ډډه وکړه. ابن طاووس د هغه زمانې په پوهانو او عالمانو کښې له لوړ باوره برخمن ؤ او د هغه مشهورتیا زیاتره د هغه د اخلاقي او کلامي روایتونو د نقلولو او همداراز د پارسایي احسان منده وه. هغه له پوهو مسلمانانو څخه ګڼل کیده لکه څنګه چې له هغه په علم کلام، اخلاق، فقی او حدیث کښې ډول ډول اثار پر ځائ پاتی دي او د هغه له آثارو زیاتره ژباړل شوې او چاپ شوي دي. د ابن طاووس په مهمو تالیفاتو کښې د عاشورا د ورځی په باره کښې د اللهوف کتاب دی چې د اسلام د تاریخ یو معتبر کتاب ګڼل کیږي. د هغه بل مهم کتاب الملاحم و الفتن نوم لري چې د حضرت امام مهدی (عج) د ظهور د وخت او له هغه مخکښې پیښو په اړه دی.
سیدبن طاووس فاضلان شاګردان و روزل چې د علامه حلي پلار او علامه حلي پخپله له هغو څخه دي. د سید بن طاووس د عمر په وروستیو او د هغه په بغداد کښې د شتون په وخت ، دغه ښار د مغل د وحشیانه لښکر لخوا کلابند کړئ شو. هلاکو خان مغل په دغه وخت کښې سید راوغوښته، د هغه او دهغه یارانو لپاره یې د امان لیک صادر کړ. سید چې له پلازمینې د مومنانو وباسلو پسی ؤ، په زرګونو کسان راغونډ کړل، د هلاکو خان د سربازانو له ملاتړ سره یې هغوئ حله ته و راسول. بالاخره سید بن طاووس د شپږ سوه څلور شپیتم قمري کال د ذیقعدې میاشت په پینځمه نیټه له نړۍ سترګې پټې کړې.
۱۰۲ کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د انګریز استعمار په وسیله د ایران چورتالان او د قاجار حکومت د استبداد او سر سپارلتوب پر ضد د میرزا کوچک خان جنګلی په مشرۍ د ایرانیو آزادی غواړو پاڅون پیل شو . د دغه پاڅون منظمول د (اتحاد اسلام) په نوم کمیټې په غاړه درلود چې د سید جمال الدین اسدآبادی ،سید عبدالرحمن کواکبی او شیخ محمد عبده په څیر د مصلحو او متفکرانو له لیدتوګو څخه په الهام اخیستو سره رامینځة شوې او موخه یې له مستبدو واکوالانو او د پردیو له نفوذ سره د مبارزې په خاطر د اسلامی هیوادونو اتحاد ؤ. میرزا کوچک خان جنګلی چې د ایران حالات یې خراب او هیواد یې د پردیو تر سلطې لاندې لیده، د (اتحاد اسلام) غورځنګ له لیدتوګی سره ګروهنه پیدا کړه او په لټه کښې شو چې د پوځی تشکلیلاتو په منظمولو سره له داخلی استبداد او بهرنی استعمار سره مبارزې ته مخه کړی څو ایران وژغوری . د میرزا کوچک خان او د هغه د ملګرو له مبارزو سره سره د شوروی کمونیسټی رژیم ځینی پلویانو چې د میرزا کوچک خان جنګلی د پیروکارو په لیکو کښې یې نفوذ کړئ ؤ ، د جنګل له غورځنګ سره یې خیانت وکړ. بالاخره د جنګل غورځنګ چې د هغه پړاؤ یو جرړه ایز خوځښت ګڼل کیږی، د رهبرانو د اختلافاتو او د بهرنیو استعمار ګرو د دسیسو په علت سوکه سوکه د دړې وړې کیدا او نابودۍ په لور وکاږل شو. بالاخره دغه استبداد ضد او خپلواکی غواړی غورځنګ ته خورا وروستی ګوزار هم د رضا خان پهلوی په لاس ورکړل شو او د میرزا له وژلې سره دغه پاڅون ختم شو.
۵۹ کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په پینځلسمه نیټه، د ایران مسلمان ولس د حضرت امام خمینی (رح) د نیول کیدا د اطلاع له تر لاسه کولو وروسته، د باچا رژیم پر ضد پراخې مظاهرې وکړې . حضرت امام خمینی (رح) د قم په فیضیه دینی مدرسې کښې پخپلې ایشواکونکی او تاریخی وینا پسې څو ورځې مخکښې د با چا رژیم مامورانو په لاس نیول شوئ ؤ او د هغه د نیونې په اعتراض کښې د ایران د مسلمانو خلکو مظاهرې پیل شوې .د رژیم مامورانو له دغه پراخ خوځښت سره د مقابلې لپاره پر مظاهره کونکو یرغلونه وکړل او په ډیرې سختۍ سره یې وځپل چې له امله یې زیات شمیر مسلمانان شهیدان او ټپیان شول . د ایران د مسلمان ولس د غبرګولی د پینځلسمې نیټې خونړۍ او تاریخی پاڅون په حقیقت کښې د پهلوی رژیم پر ضد د ایران د ولس د انقلاب د پیلیدا ټکئ ؤ او د ایران راتلونکی ټولنیز او سیاسی برخلیک یې وټاکه. د دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال د غبرګولی د پینځلسمې نیټې له غورځنګ وروسته د شاه له څیرې او د هغه د حکومت له ریاکارۍ پرده پورته شوه او د هغه اسلامی او ولسی ضد ماهیّت نندارې ته وړاندې شو. له دې نیټې وروسته د حضرت امام خمینی (رح) په مشرۍ د ایران د مسلمان ولس مبارزو هماغه راز دوام وموند څو بالاخره د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی په دوه ویشتمه نیټه، اسلامی انقلاب بریالئ شو.
او له ننه ۳۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران د تذهیب او نقاشۍ یو ستر استاد عبدا... باقری وفات شو. هغه په دولس سوه دوه نوېم هجری لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او له لومړیو زده کړو وروسته یې د هنرونو د بیلا بیلو څانګو زده کړې په تیره بیا د غالیو تذهیب او نقاشی پیل کړه. استاد باقری بیلا بیل متنونه او ګڼ شمیر کتابونه په تذهیب سره چې له ښکلو نقشونو سره د کتاب ښکلول دی، ښکلی کړل. هغه د ایرانی غالیو لپاره هم ښکلی نقشونه وکښل. د ایران د نقاشۍ له دغه تکړه استاده زیات آثار په یادګار پاتې دی چې په بیلا بیلو میوزیمونو کښې ساتل کیږی. استاد عبدا... باقری همداراز ګڼ شمیر شاګردان هم وروزل چې له هغو ځینی نامتو هنرمنان شول.