تاریخ پاڼه
نن دشورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د شوال یا کوچنۍ اختر د میاشتې له ۸ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۸ نیټی سره برابره ده.
۱۰۹۵کاله پخوا ذ ۳۴۸قمری کال د ذی القعدې دمیاشتې په اتمه
یو مشهور مسلمان لیکوال ابن زبیر په بغداد ښآر کې وفات شو . هغه په پیل کې دخپل پلار له محضره د هغه وخت دود علمونه زده کړل دهغه له مړینې وروسته ئې له خپل پلاره پاتې شتمنۍ دعلم اوپوهې دترلاسه کولو ، دکتابتون په جوړولو او هم له څيړاندو سره په مرستې کې خرڅ کړې . له کتابونو دنسخې د اخستو په زمینې کې دابن زبیر هڅه لامل شوه چې له ډيرو علمي توانمنیو سره سره ، دتالیف کار ته کمه توجه وکړي . ابن زبیر دخپل کتابتون پر ځينو کتابونو یادښتونه لیکلي دي چې دهغه وخت دمشهور مورخ او لیکوال ابن ندیم ، پشمول ځینو پوهانو دهغه له حاشیې لیکنې استفاده کړې ده .
۱۰۶۴ کاله مخکې د ۳۷۹قمری کال د ذی القعدې په اتمه نیټه
دایران یو مشهور ریاضي پوه او نجومي ابو حامد صاغاني وفات شو . هغه دایران په شمال ختیځ کې په خراسان کې زیږیدلی ؤ او په بغداد کې ئې ژوند کاوه او دریاضیاتو اونجومو په علمونو کې ئې دخپل وخت له مسلمو استاذانو شمیرل کیده . ضاغاني په هغه وخت کې اسطرلاب او دترویتون دنورو وسایلو په جوړولو کې ډير مهارت درلود او په دې زمینې کې ئې یولړ نوښتونه نندارې ته وړاندې کړي دي . هغه په بغداد ښار کې یو ترویتون جوړ کړ او دستورو ترویت ته ئې مخه کړه . ددغه لوي ایراني نجومي له آثارو څخه داسطرلاب په باب یو ه کتاب ته اشاره کولی شو .
۱۰۵۸کاله وړاندې د ۳۸۵قمری کال د ذی القعدې دمیاشتې په اتمه
یومشهور فقیه ، لیکوال او محدث علی بن عمر دارقطني په بغداد کې وفات شو . هغه دزده کړو له مقدماتي مرحلو وروسته مصر او شام ته سفرونه وکړل او هلته دهغه وخت له مشهورو استادانو علم زده کړ. دارقطنی په فقې ، تفسیر ، شعر او ادبیاتو کې هم ډير مهارت درلود . هغه آثار چې دغه مسلمان پوه پریښي دي ، په هغو کې : په سنن دارقطني مشهور ، السنن ، او المختلف و المؤتلف : نومې کتابونو ته اشاره کولی شو .
۹۰ کاله مخکې د ۱۳۵۳قمری کال د ذی القعدې دمیاشتې په ۸ نیټه
ستر فقیه آیت ا.... ملاحسین بن محمد بن جعفر فشارکي وفات شو . اخوند ملامحمد حسین فشارکي چې یو لوي شیعه عالم ، فقیه ،متکلم ، اصولي او ادیب ؤ په اصفهان کې زیږیدلی ؤ هغه په اصفهان کې دخپل ورور ملامحمد باقر فشارکي یو شاګرد ، او هم د حاج شیخ محمد باقر مسجدشاهي او په نجف کې د میرزا حبیب ا.. رشتي او شیخ زین العابدین مازندراني یو شاګرد ؤ. هغه دآیت .... مرعشي نجفي یو روایتی استاذ دی. حاشیه رسایل او حاشیه طهارت شیخ انصاری ،نومې کتابونه دهغه تالیفات دي
۲۱۳ کاله پخوا، د اتلس سوه نهم میلادی کال د جون په اتمه نیټه، انګریز فلاسفر او لیکوال توماس پین مړ شو. هغه په اوولس سوه اووه دیرشم میلادی کال کښې وزیږید او په اووه دیرش کلنۍ کښې امریکې ته لاړ چې په هغه وخت کښې د انګریز استعمار مستعمره وه. پین د امریکې په خپلواکی غوښتونکو مبازرو کښې یو مهم رول درلود او د (عقل سلیم) په نوم په خپل مشهور کتاب کښې یې د امریکې خلک په امریکه کښې د خپلواکه جمهوری نظام د رامنځته کولو لپاره مبارزې ته راوبلل. هغه همداراز د فرانسې په انقلاب کښې هم ګډون وکړ. خو د فرانسې د انقلاب له بریالیتوب وروسته د ترمیدور یا وحشت د وخت په سیاستونو د هغه اعتراضونو هغه د ګیوتین لخوا تر اعدام پورې ورساوه. توماس پین د (بشری حقوق) او (د عقل زمانه) په نوم د دوو کتابونو په لیکلو سره له مذهبی اختلافاتو او خرافاتو څخه د لیری کیدو غوښتنه وکړه. د پین دغه عقائد او له کلیسا څخه د هغه اطاعت نه کول د دې سبب شول چې هغه په بې دینۍ تورن او محکوم شی. البته هغه په خپلو اثارو کښې پر یو خدائ پاک او له مرګه وروسته پر نیکبختۍ خپل اعتقاد اعلان کړئ او د ټولو انسانانو په ازادۍ او عدل او انصاف پر لازموالی ټینګار لری.
۳۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجری لمریز کال غبرګولی د میاشتې په اتلسمه نیټه، خدمتګزاره عالم شیخ علی مزاری د ایران په سیستان او بلوچستان صوبه کښې د اسلامی انقلاب د دښمنانو په لاس شهید شو.
شهید حجت الاسلام شېخ علی مزاری د سیستان او بلوچستان سیمې له مبارزو دینی عالمانو څخه ؤ. هغۀ د دوه څلوېښتم هجری نمریز کال د غبرګولی د میاشتې په پینځلسمه نېټه د ایران د مسلمانو خلقو له پراخه پاڅونه وروسته په دغه سیمه کښې خپل فعالیتونه شروع کړل او د خلقو په لارښونه او د لاریونونو په جوړولو سره یې د شاه له رژیم سره مخالف کوۀ. هغه د خپل شهادت تر وخته پورې د سیستان و بلوچستان صوبې د بې وزلو خلقو په خدمت بوخت ؤ او د خلقو ترمېنځ یې زیات محبوبیت لرۀ.
او له ننه ۳۰ کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادی کال د جون په اتمه نېټه، د صهیونېسټ رژیم جاسوسی تنظیم موساد د دغه رژیم د ستنو د مضبوطولو لپاره په یو بهرنی هېواد کښې یو فلسطینی مشر وواژۀ. په دغه ورځ د فلسطین د پی اېل او یو امنیتی چارواکے عاطف بسیسو په پېرس کښې د موساد د عواملو په لاس قتل شو. د دې باوجود چې د صهیونېسټ رژیم په لاس دغه قتل نۀ انکارېدونکے ؤ، خو دغه رژیم د عامه افکارو له غبرګون څخه د ویرې په دلیل یې مسئولیت ونۀ منۀ خو اوۀ کاله وروسته د 1999 میلادی کال د مارچ په میاشت کښې د فرانسې پولیسو اعلان وکړ چې د ترلاسه شویواسنادو له مخې موساد د عاطف بسیسو قتل پلان کړے او عملی کړے دے.
او له ننه ۲۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اویایم هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې په اتلسمه نیټه، نامتو محدث او مورخ آیت ا... محمد وشنوی قمی په نوی کلنۍ کښې وفات شو. دغه ستر عالم په قم کښې له مقدماتی زده کړو وروسته په دویشت کلنۍ کښې نجف اشرف ښار ته لاړ او مختلف علمی پړاوونه یې تیر کړل. آیت ا... وشنوی بیا د قم سپیڅلی ښار ته ستون شو. آیت ا... وشنوی چې په قوامی هم مشهور ؤ، د حدیثو، تاریخ، ژباړې او فقې او د سنی رجالو په مختلفو علومو کښې مهارت درلود. له دغه پوه عالم څخه یو لړ اثار په یادګار پاتې دی چې حیاةالنبی و سیرته، حدیث ثقلین، مکارم اخلاق او نور په لسګونو اثار له هغو څخه دی.