Jun 09, 2022 17:43 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۹ نیټی سره برابره ده.

 

۱۹۵۴  کاله پخوا، د اته شپیتم میلادی کال د جون په نهمه نیټه، د روم بې رحم او وینې تویونکی امپراتور نرون، له یو دیرش کلنۍ عمر او څوارلس کاله امپراتورۍ وروسته، پخپله ځان ووژلو. د ویلو ده چې د روم امپراتور اول کلودیوس نرون په زوئوالی قبول کړ، خو نرون امپراتور ته زهر ورکړ او مړ یې کړ او پخپله د هغه پر ځائ کښیناسته. نرون د خپل ظالمانه حکومت په اوږدو کښې له ځانه سره ډیر نږدې کسان منجمله مور، ښځه ، خپل ورور او څو نور درباریان هم ووژل. دغه سخت زړئ امپراتور همداراز ډیر خلک ووژل چې د روم د مسیحانو وژلې او په اور سوزول هم پکښې شامل وو. په همدې دلیل د نرون پر ضد بلوې رامینځته شوې چې د وروستۍ بلوې د بریالیتوب په وخت کښې، هغه خپل لنډ او ظالم ژوند پخپله ختم کړ.

 

 

۷۶  کاله پخوا، د اتلس سوه پینځه اتیایم میلادی کال د جون په نهمه نیټه، د جرمنی ځواکونو د افریقې د لویې وچې په لویدیځ کښې د توګو ټاټوبی ونیوه. په دې وخت کښې د دغه هیواد ساحلونه د اروپایانو لپاره په یوه مناسب ځائ بدل شوی وو چې له هغه ځایه د مریانو سوداګرۍ ته مخه کړی. په همدې دلیل توګو ته یې د مریانو ساحلونه ویل. جرمن استعمارګرو تر لومړی نړیوال جنګه توګو تر خپل نیواک لاندې درلوده او په هغه وخت کښې فرانس او انګلستان دغه افریقایی هیواد ونیوه. توګو بالاخره په نولس سوه شپیتم میلادی کال کښې خپلواکی تر لاسه کړه. د توګو هیواد د اطلس د بحیرې په ساحل کښې شپږ پنځوس زره مربع کلومیټره پراخ دئ او د بنین، ګانا او بورکینافاسو هیوادونو سره ګاونډئ دی.

 

۶۰ کاله پخوا، د نولس سوه دوه شپیتم میلادی کال د جون د میاشتې په نهمه نیټه، د الجزایر هیواد په پلازمینې الجزیره پوهنتون کښې ستر اور ولګید. په دغه اور لګیدنې کښې د دغه پوهنتون د کتابتون تر پینځه لکه زیات ارزښتمن کتابونه و سوزیدل . په سوزیدلی کتابونو کښې اکثره د مهمو او کم ساری سرچینو وو. د الجزیرې پوهنتون او کتابتون په دغه ښار کښې د فرانسی د پټ پوځ د کسانو له خوا وسوزول شول . پټ پوځ الجزایر ته د خپلواکی ورکونکو له مخالفو فرانسوی پوځیانو جوړ شوې ؤ. دغه اور لګیدنه په هغو لسو اور لګیدنو کښې یوه وه چې په دغه ورځ په الجزایر کښې پیښه شوه او په اکثرو کښې د فرانسی د پټ پوځ کسانو لاس درلود.

 

۵۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه څلویښتم هجری لمریز کال دغبرګولی په نولسمه نیټه ، یو لوی عارف او عالم آیت ا... سید محمد حسن الهی طباطبایی وفات شو. سید محمد حسن په دولس سوه پنځه اتیایم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز کښې و زیږید. هغه په نولس کلنۍ کښې له خپل مشر ورور علامه محمد حسین طباطبایی سره نجف اشرف ته ولاړ او د هغه ښار په علمیه حوزی کښې یې د دینی علومو زده کولو او بشپړولو ته مخه کړه . آیت ا... الهی طباطبایی د اسلامی معارفو او علومو له زده کولو وروسته خپل زیږنځای تبریز ته ستون شو او په تدریس بوخت شو . هغه په هغو پوهانو کښې شامل ؤ چې د هدایت او فضیلت ډیوه یې بله کړه او په خپلو کلتوری او علمی هڅو سره یې د ایمان رڼا د خپلې زمانې د ټولنې په تورتمونو و ځلوله . په موسیقې علم کښې یوه رساله او له غږونو سره دروح معنوی اړیکو کتاب د دغه ستر عالم له تالیفاتو دی.