Jun 11, 2022 14:09 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې د مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شلمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې د میاشتې له ۱۰ او د۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۰ نیټی سره برابره ده

 

۱۰۵۴  کاله پخوا، د درې سوه نهه اتیایم قمري کال د ذیقعدې په لسمه نیټه،د ایران د سامانیانو لړۍ پر خراسان، ماوراء النهر ا او د مرکزي ایران پر یوې برخې له یو سلو اته یشت کلن حکومت وروسته د ایلک خان په وسیله ختمه شوه. هغه د ترکيې له مریانو څخه ؤ چې د سامانیانو په دربار کښې یې د نفوذ په خاطر دغه لړۍ ختمه شوه. ساماني باچایانو د خپل حکومت په وخت کښې د خپلو قلمرو ښارونو آبادونې ته مخه کړه. هغوئ په تیره بیا  د علم او ادب پراختیااو د عالمانو ، شاعرانو او ادیبانو تکریم  ته ډیر پام درلود،په دی ډول چې د ایران په شمال ختیځ کښې په خراسان او د مرکزي آسیا په بیلا بیلو ښارونو کښې یې ګڼ شمیر علمي مرکزونه جوړ کړل. د سامانیانو د له مینځه تلو سره  په یوه وخت د آل بویه کورنۍ او د غزنویانو په نوم د ترکانو یوه لړۍ په ایران کښې قدرت ته ورسیده.

 

۶۱۷ کاله پخوا، د اته سوه شپږ ویشتم قمري کال د ذیقعدې په لسمه نیټه، په سبط ماردیني مشهور یو مسلمان ریاضي پوه او ستورپیژاندی ابو عبدا... محمد بن محمدپه دمشق کښې و زیږید. تاریخ لیکونکو کابو دوه څلویښت رسالې او کتابونه د هغه په نوم ثبت کړي دي چې له هغو څخه یو شمیر خطي نسخې موجودې دي. د هغه په ټولو آثارو کښې دقایق الحقایق ته اشاره کولئ شو چې د ریاضي علم په باب لیکل شوئ دی. هغه کابو په نهه سوه دولسم قمري کال کښې وفات شو.

 

۵۵ کاله پخوا، د نولس سوه اووه شپیتم میلادی کال د جون په لسمه نیټه، په شپږ ورځنی جنګ مشهور د اسرائیلو د جعلی رژیم او عربو تر مینځ دریم جنګ ختم شو. د نولس سوه اوه شپیتم میلادی کال د جون د پنځمې ورځې د سهارپه اته نیمو بجو د صیهونیسټ رژیم هوایی ځواک په یو لړ نا څاپی عملیاتو کښې د مصر، سوریې او اردن له پولو څخه په تیریدا سره د دوو ګینټو په موده د دغو هیوادونو پر هوایی ځواکونو سخت بریدونه وکړل او په دی توګه د قدس د نیواکګر رژیم او عربی هیوادونو درېم ستر جنګ پیل شو . له دغی تیری وروسته ، د اسرائیل مځکنی ځواک له پرمختللی وسلو له استفادې او د انګلستان او امریکی له مرستې سره ، په شپږو ورځو کښې د مصر، سوریی او اردن پوځونو ته ماتی ورکړه. د عربانو او اسرائیلو د نولس سوه اوه شپیتم کال د جون جګړه د تاریخ یوه ډیره ګړندئ جګړه بللئ شو، ځکه صیهونیسټی رژیم په دی یرغل کښې د سینا د ټولې دشتې او همداراز په مصر کښې د سویز کنال د ختیځو څنډو او په سوریه کښې د جولان د لوړو پشمول تر خپل کنټرول لاندی د ټولو نیواکی سیمو څلور چنده خاورې ونیولې او د اردن له هیواده د اردن سیند د لویدیځې برخې له بیلولو او د بیت المقدس له بشپړ نیولو وروسته اور بند ومانه.

 

۴۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه شپیتم هجری لمریز کال د غبرګولی په شلمه نیټه، د اسلامی انقلاب له کامیابۍ وروسته د ایران د اسلامی جمهوریت لومړنی ولسمشر بنی صدر د ټولو قواو له قوماندانۍ څخه د خیانت په دلیل د حضرت امام خمینی (رح) لخوا څنګته کړئ شو. بنی صدر د ولسمشرۍ پر پوسټ د خپل انتخاب له همهغو لومړنیو له زیات غرور او تکبر سره مخامخ شو او د اسلامی انقلاب له ستر ارواښاد رهبر حضرت امام خمینی(رح) سره د وفادارو انقلابی ځواکونو د ګوښه کولو او د اسلامی انقلاب له مخالفو ډلو سره د ملګرتیا په لټه کښې ؤ. د همدغه سیاست په لړ کښې یې د اسلامی انقلاب د یو مشهور او رنځیدلی مبارز محمد علی رجایی د وزیراعظمۍ له منلو څخه ډډه کوله. له دې وروسته چې شهید رجایی د اسلامی شورا د جرګې په پریکنده رائ سره وزیراعظم وټاکل شو، بنی صدر به د حکومت په کار کښې خنډونه رامینځته کول. دغه خنډ اچونه د ایران د اسلامی جمهوریت د تنکی نظام په خلاف د صدام رژیم د تپل شوی جنګ په دوران کښې خپل اوج ته ورسیده.

بنی صدر د عراق د بعثی رژیم د پوځ تر حملو لاندې سیمو ته د مرستو لیږلو ته تیار نۀ ؤ. د هغه دغه سیاست د عراق د بعثی پوځ په لاس د زیاتو ښارونو او سیمو د قبضه کېدو سبب شو چې په نتیجه کښې یې حضرت امام خمېنی (رح) د دیارلس سوه شپیتم کال د غبرګولی د میاشتې په شلمه نیټه، د هیواد له ژمنو مسئولانو سره له سلامشورې وروسته په یو لنډ حکم کښې ابوالحسن بنی صدر د ټولو قواو له عمومی قوماندانۍ څخه چې د ولی فقیه په نیابت کښې یې په اختیار کښې درلودله، څنګته کړ او له دې وروسته د اسلامی شورا جرګې د همدغه کال د غبرګولی په یودیرشمه نیټه په زیاترو رایو سره د بنی صدر د سیاسی کفایت نه درلودلو طرحه تصویب کړه.

۲۲  کاله پخوا، د دوه زرم میلادی کال د جون په لسمه نیټه، د سوریی جمهور رئیس حافظ اسد له یوی اوږدی ناروغئ وروسته وفات شو. هغه په نولس سوه دیرشم میلادی کال کښې و زیږید . حافظ اسد په نولس سوه څلور شپیتم میلادی کال کښې د هوایی ځواک د قومندانی په مقام غوره شو او درې کاله وروسته د سوریی د دفاع وزیر جوړ شو. هغه په نولس سوه اویایم کال کښې په یوی کودتا سره د دغه هیواد مشرۍ ترلاسه کړه او وروسته د بعث ګوند مشرۍ ته منتخب شو. حافظ اسد یو کال وروسته په یوه ریفرینډم کښې د سوریې د ولسمشرۍ مقام ترلاسه کړ او له هغه وروسته یې هم د څو ریفرینډمونو په تر لاسه کولو سره دغه مقام د عمر تر پایه پورې و ساته . په نولس سوه اوه شپیتم میلادی کال کښې صیهونیسټ رژیم سره د عربو د جنګ په وخت کښې حافظ اسد د سوریی د دفاع وزیر ؤ. په دغه نښتې کښې ، صیهونیسټ رژیم د جولان لوړې و نیولې . د اسد له خوا د سوریې د پوځ پیاوړتیا د دی سبب شوه څو دغه هیواد د صیهونیسټی رژیم سره د نولس سوه درو اویایم کال په جګړه کښې ځینې دغه لوړی بیرته و نیولئ شی . د حافظ اسد په وختو کښې د سوریې د بهرنی سیاست یوه ځانګړتیا د صیهونیسټ رژیم په وړاندی د دغه هیواد روغه جوړه نه کول وو.