Jun 15, 2022 15:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پانه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د غبرګولی د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۱۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۱۶ نیټې سره سمون خوري .

۱۰۳ کاله پخوا، د دولس سوه اته نوېم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه،یو اصولی فقیه او دینی عالم آیت ا... میرزا مصطفی مجتهد تبریزی وفات شو. هغه مقدماتی درسونه، فقه او اصول په خپل زیږنځای کښې او دخپل پلار او نورو استازانو په محضر کښې زده کړل او له هغه وروسته نجف ته ولاړ . آیت ا... مجتهد تبریزی په نجف کښې د مشهورو عالمانو په محضر کښې حاضر شو او څو کاله وروسته د علم او فضل لوړو درجو ته و رسید او د خپل وخت یو نامتو عالم و ګرځیده. هغه د اخوند خراسانی د فقې او اصولو په څه باندی زرو شاګردانو کښې له ځانه د فوق العاده استعداد په ښودلو سره د استاد نظر ځان ته راواړوه او د اخوند خراسانی د خاصې پام لرنې وړ و ګرځیده . هغه همدغه راز په دی موده کښې د فقې او اصول سربیره په نجوم، ریاضیات او شعر و ادب کښې هم لوړې درجې تر لاسه کړې . آیت ا... مجتهد څه موده وروسته مکی مکرمې ته ولاړ چې په سفر کښې په یوی ناروغئ اخته شو او د خپل عمر په وروستیو کښې د فالج په ناروغئ اخته شو. هغه د خپل علمی ژوند په اوږدو کښې له تالیفه هم غافل پاتی نشو او ارزښتمن اثار یې په یادګار پریښود چې ارجوزه در عروض و قافیه ، حاشیه بر کفایه الاصول او حاشیه بر لسان الخواص له هغو څخه دی . دغه لوی فقیه بالاخره د دولس سوه اته نوېم لمریز کال د غبرګولی په شپږ ویشتمه نیټه په څلویښت کلنۍ کښې په تبریز کښې وفات شو او په نجف اشرف کښې

خاورو ته وسپارل شو

 

۷۸  کاله پخوا، د نولس سوه څلور څلویښتم میلادی کال د جون په شپاړسمه نیټه، د دویم نړیوال جنګ په بهیر کښې، د امریکی هوایی ځواک، د جاپان په جنوب کښې په فوکولا ښار باندی بمبارئ سره د جاپان په ښارونو حملې پیل کړې . دغه بمبارئ د ټوکیو تسلیم ته د مجبورولو لپاره ترسره کیدې .د جاپان په ښارونو د امریکې د الوتکو د بریدونو په بهیر کښې ، د دغه هیواد په لسګونو زره عام خلک و وژل شول او د دغه هیواد کارخانې او کروندې ړنګې شوې . دغه بریدونه،د نولس سوه پنځه څلویښتم میلادی کال په اګست میاشتې کښې په دوو ښارونو هیروشیما او ناګاساکی باندی په اټومی بمبارئ او د جاپان په تسلیمیدا سره، ختم شول .

 

۵۷  کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه، محمد بخارایی، صادق امانی، صفار هرندی او مرتضی نیک نژاد په نوم د هیئت مؤتلفه اسلامی ډلې څلور غړی د شاه رژیم په حکم اعدام کړئ شول . وروسته له هغی چې شاه رژیم د دیارلس سوه دوه څلویښتم هجری لمریز کال د غبرګولی په پنځلسمه نیټه د ایران ډیر خلک په خاورې او وینې و کاږل، یوشمیر ایمانداروځوانانو د هیئت مؤتلفه اسلامی په نوم یوه ډله جوړه کړه . د هغو هدف د شاه رژیم پر ضد کلتوری او سیاسی فعالیتونه او د ایران د آزادۍ او خپلواکی دفاع کول ؤ. دغه ډلې د حضرت امام خمینی (رح) له جلاوطنی وروسته یوه پوځی څانګه جوړه کړه او پریکړه یې وکړه چې د پهلوی رژیم خائن چارواکی او حکومت مشران به د خپلو اعمالوپه سزا ورسوی . د دغه ډلې لومړی اقدام ، د ایران د هغه وخت د لومړی وزیراو د کاپیتولاسیون ( د امریکایانو قضایی مصونیت ) د شرمناک قانون د اجراکولو د عامل حسن علی منصور انقلابی اعدام ؤ. که څه هم دغه اقدام په بریالیتوب سره ترسره شو خو د شاه رژیم د هیئت مؤتلفه اسلامی د پوځی څانګې ډیر غړی او په کلی توګه له سلو زیات غړی ونیول او هغوئ یې په پوځی محکمې کښې ، نا انصافی سره محاکمه کړل . د دغه ډلې له غړیو څلور کسان په دغه ورځې اعدام کړئ شول او یو شمیر نور د اوږدې مودې په بندونو محکوم شول .

 

او له ننه ۱۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ اتیایم هجری لمریز کال د غبرګولی په شپږویشتمه نیټه، د شیعیانو یو قدرمن مرجع او لوئ عالم آیت ا... العظمی شیخ محمد فاضل لنکرانی له یوی ناروغئ وروسته وفات شو. هغه په دیارلس سوه لسم هجری لمریز کال کښې د تهران په جنوب کښې د قم په مذهبی ښار کښې و زیږید او له ځوانئ یې د دینی علومو زده کړو ته مخه کړه . آیت ا... لنکرانی ، د آیت ا... بروجردی او امام خمینی (رح) په شان سترو استازانو له محضره استفاده وکړه او په خپل زیار او هوښیارتیا په تکیې سره په ډیر لنډ وخت کښې د اجتهاد لوړه درجه ترلاسه کړه . دغه جلیل القدر عالم خپلې سیاسی مبارزې په دیارلس سوه دوه څلویښتم لمریز کال کښې د خپل استاز امام خمینی (رح) د پاڅون له وخته پیل کړې او تل یې د کورنی استبداد او بهرنی استعمار پر ضد د هغوئ د مبارزو ملاتړ وکړ . په همدی دلیل ، آیت ا... فاضل لنکرانی د پهلوی استبدادی حکومت په وخت کښې په ځلونو و نیوئ، شکنجه او بالاخره جلاوطن کړئ شو. هغه په دیارلس سوه اوه پنځوسم لمریز کال کښې د ایران د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته د دغه پرتمین غورځنګ له پوره ملاتړ تر څنګ ، تدریس ته دوام ورکړ او ډیر زیات شاګردان یې و روزل .