Jun 26, 2022 13:01 Asia/Kabul
  • مطبوعات

عزیزانو د خپرونې په سر کې به لومړی د ایران چاپ د ځینو ورځپاڼو بیا د افغانستان او که وخت پاتي شو نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو خبرونه او مطالب تاسو سره شریک کړو.

جام جم

د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې په خپله لومړۍ پاڼه کې په ویانا کې ایټمي مذاکراتو ته په اشارې سره تهران ته د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول جوزپ بورل د سفر په هکله لیکنه کړې ده. او د لیکنې عنوان دی د ایران پرېکنده اراده او لوېدیځو لالهاندي.

ورځپاڼې د لوېدیځو هیوادونو د فشارونو او د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس د ناعادلانه پریکړه لیک د تصویبېدو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت پرېکنده دریځ ته په اشارې سره لیکلي چي د رئیسي د حکومت له پیلېدو دا لومړی ځل دی چي د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول تهران ته راځي او په ویانا کې د مذاکراتو د دوام غوښتنه کوي، خو د ورځپاڼې په وېنا، دغه ډول تګ او راتګ او د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره سلامشورې، په ایټمي مذاکراتو کې هیڅ ډول پرمختګ نه شي رامینځ ته کولای مګر دا چي د تهران په وړاندې د واشنګټن په دریځ کې بدلون راشي.

جام جم زیاتوي چي تر دې مخکې هم د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مرستیال انریکه مورا او بیا د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي تهران ته راغلي و چي د همکاریو او ښو خبرو وروسته په ناڅاپه د خپل دریځ په بدلولو سره، د اسرائیلي رژیم د چتي تورونو پر بنیاد د ایټمي انرجیو د اژانس په واکمنه شورا کې د ایران په ضد پرېکړه لیک تصویب کړ.

د ورځپاڼې له نظره که امریکا او اروپایي هیوادونه له دوه ګوني چلند او بې ځایه غوښتنو څخه لاس واخلي او د ایران وړاندیزونو ته ځواب ووایي ممکن دی چي په ویانا کې د ایټمي مذاکراتو بهیر له سره پیل شي.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼې هم تهران ته د اروپایي اتحادیي د بهرنی سیاست د مسئول جوزپ بورل سفر ته په اشارې سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان وېناو ته انعکاس ورکړی دی چي یې ویلي: مونږ چمتو یو چي په راتلونکو ورځو کې په ویانا کې خبرې اترې له سره پیل کړو، لیکن امریکایان باید انصاف او حقیقت څخه لیري نه شي او په خپلو خبرو باندې په درېدو سره مسئولانه دریځ غوره کړي.

ورځپاڼه په دوام کې لیکی چي د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسئول بورل هم ویلي چي په راتلونکو ورځو کې به ایران سره د بندیزونو د لیري کېدو او د ایټمې مسالې په هکله خبرې اترې له سره پیل شي.

ورځپانې همدارنګه د اروپایي اتحادیې د بهرنی سیاست د مرستیال انریکه مورا یو ټوییټ هم انعکاس ورکړې چي په کښې ادعا کړې امریکا د برجام نړیوالې موافقې ته د راستنېدو لپاره جدي ده.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا (د نړۍ هیڅ یو هیواد له لوږې په امان کې نه پاته کیږي) تر عنوان لاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش خبرداری ته انعکاس ورکړی چي په نړۍ کې د خوراکي توکو د کمښت په هکله خبرداری ورکوي.

ورځپاڼه لیکي روسیه او اکراین د نړۍ د غلاتو یوه لویه برخه تامینوي، چي د دواړو هیوادونو تر مینځ جنګ د غلاتو د نړیوال کمښت سبب شوي دی.\

وړاندې په خبر کې راغلې چي د ملګرو ملتونو سر منشي د نړۍ د لسو شتمنو هیوادونو مشرانو ته په یو پیغام کې ویلي چي د یوې نړیوالې لوږې د رامینځ ته کېدو خطره زیاته شوې، په راتلونکې کال کې به د نړۍ هیڅ یو هیواد به له دې بلا څخه په امان کې پاتې نه شي.

په افغانستان کې ورځپاڼې نه چاپېږي او خپل مطالب او خبرونه په انلاین ډول خپروي.

مسیر

د کابل دغه ورځپاڼه لیکي چي ګڼو هېوادونو یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

د ورځپاڼې  د راپور له مخې وروسته له هغه چې سختې زلزلې د افغانستان ځینې برخې وځپلې نو بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا پېښه شوه.

سرچینه کاږي امریکا هم خپلې مرستې اعلان کړې خو تر ټولو ستره مرسته به یې دا وه چې پر افغانستان یې اقتصادي فشارونه پای ته رسولي وای. په دغه راپور کې راځي چې ګڼو هېوادونو له امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي.

ورځپاڼه زیاتوي: په دې کې چین هم شامل دی چې د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي، که امریکا په رښتیا له اړمنو افغانانو سره د مرستو پلان لري نو ددغه هېواد کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي او پر افغانانو دې اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي.

کلید انلاین خپرونه لیکي د لویې جرګې لپاره پول تخنیک پوهنتون رخصت شوی.

د خپرونې په وېناپه ټولنیزو رسنیو کې له تېرې شپې راهیسې یو مکتوب لاس په لاس کېږي چې پکې د لویې جرګې د جوړېدو لپاره د کابل پول تخنیک پوهنتون محصلین د یوې اونۍ لپاره رخصت شوي دي.

په یاد مکتوب کې له محصلینو غوښتل شوي چې د لویې جرګې د جوړېدو په هدف باید دوی سر له نن څخه تر بلې یکشنبې پورې درسونو ته رانه شي.

پر دغه مکتوب د پول تخنیک پوهنتون ټاپه هم وهل شوې ده.

خپرونه زیاتوي چي هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د طالبانو د حکومت د چارواکو نطر واخلی خو هغوی له ځواب ویلو ډډه کړې.