Jun 26, 2022 17:04 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ،یا یکشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالقعدې یا میانې میاشتې له ۲۶ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جون له ۲۶ نیټی سره برابره ده

 

۹۵ کاله مخکې د ۱۹۲۷ میلادي کال  دجون په ۲۶ نیټه

ږغیدونکې  سینما خپل ژوند پیل کړه . د سینما له پیلیدو سره سم ډیرکوشیشونه وشول چې ژغیدونکۍ فیلمونه جوړ شي . په ۱۹۲۶ میلادي کال په فیلمونو کې بیلابیل ږغږونه او رنګا رنګ موزیکونه په بریالیتوب سره و کارول شول او یو کال ورسته  دسینما چارواکۍ آمریکایې جان سابټیل بریالی شو چې فیلم  ته د نورو غږونو په مینځ کې  د لوبغاړو غږونه هم داخل کړي . د نړۍ لومړنۍ غږیږ یا ټاکینګ  فیلم  جازسینګل  یا دجاز سندرغاړۍ نومیږي چې په آمریکا کې جوړ شو.

 

      ۷۷ کاله پخوا د ۱۹۴۵ میلادي کال د جون په شپږویشتمه نیټه د سانفرانسیسکو نړیوال کانفرنس د امریکې په همدغه ښار کښې د ملګرو ملتو د میثاق په تصویبولو سره خپل کار پاې ته ورسوه.

په دغه کانفرنس کښې چې له نړیوال جنګ وروسته وړومبنی سره راغونډیدنه وه، په دویم نړیوال جنګ کښې د متفقو پنځوسو هیوادونو استازو ګډون درلود. د ملګرو ملتو د جوړولو یو مهم هدف یو بل ته د ولسونو نزدې کول او د هیوادونو ترمینځ د جنګ مخنیوی و. د ملګرو ملتو د منشور برابرونکو نیت درلود چې د هغو پیښو او مسائلو د راپورته کیدو مخه ونیسي چې د جنګ سبب کیږي.

خو په خواشینۍ سره ملګرو ملتو تراوسه خپلو اصلي موخو ته د رسیدو چندانې توفیق نه دی لرلی. د ملګرو ملتو یوه نیمګړتیا هغه ضمانتونه دي چې د دغه سازمان په منشور کښې د سترو قدرتونو د ګټو د تامین لپاره اټکل شوي دي. په دغو کښې یو ضمانت د امنیت شورا د پنځو دائمي غړو د وټو حق دی چې دغه سازمان یې د پریکنده او عادلانه پریکړو له غوره کولو منعه کړی دی. د امنیت شورا پنځه دائمي غړي هیوادونه د وټو د حق په کارولو سره هر کله چې وغواړي د دغې شورا پریکړې بې اغیزې کوي. پر دې سربیره د ملګرو ملتو عمومي اسامبلي چې د دغه سازمان له ټولو نمایندګانو جوړه ده، د خپلو مصوبو اجرايي قدرت نه لري.

 

۳۲ کاله مخکې د ۱۹۸۷ میلادي کال د جون په ۲۶ نیټه په نشه ایزو توکو  کې د روژدیدا او له هغې سره  د مبارزې  نړیوال کانفرانس د آستړیا په پلازمینه ویانا کې خپل کار ختم کړاو د دې سازمان له خوا دغه ورځ د مخدره موادویا نشه ایزوتوکو  سره د مبارزې نړیواله ورځ ونومول  شوه. په  دغه کانفرانس کې داسي یو سند تصویب شو چې په  هغه کې  د افیوني توکي سره د مبارزې او قاچاق  ۳۵ عملي موردونه شتون لري . اوسمهاله په بشري ټولنه کې له مخدره موادو سره روژدیدا له لويو ستونزو څخه شمیرل کیږي چې هر کال په میلیونونو کسانو تباهۍ ته ورکاږلې  او ډیرې کورنۍ یې ړنګوي. په دې ورستیو کې کیماوي نشه ایزې توکې چې هم ارزان بیه ده اوهم لا ډیر خطرناک دی دغه د ګواښونو څخه ډک توهمونه هم زیاته کړي دي. په کال کې د نشه ایزو توکو د تجارت عاید سل هاو ملیارډ ډالرو ته رسیږي چې د وسلو خرڅولو د صنعت نه ورسته دوهم نمبر ځای ځان ته بیله کړي . دنشه ایزو توکو تولید او ویشل سبب شوې ده چې دغه بهیر لاهم دوام ومومي. په هر حال د ایران د اسلامي جمهوریت په شان د هیوادونو  هڅې چې تر اوسه د نشه ایزو توکو سره د مبارزې په لاره کې  کړي او په زرګونو شهیدان یې ورکړي دي توانیدلی چې په ځينیو سیمو کې  د نشه ایزو توکو قاچاق تر یوه حده کنټرول کړي.

 

او له ننه ۲۵ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم هجری لمریز کال د چنګاښ په پبنځمه نیټه، د ایران یو لوړ رتبه روحانی او ربانی عالم آیت ا... مدنی کاشانی په درې نوی کلنۍ کښې وفات شو. هغه د دینی علومو له مقدماتی زده کړو وروسته، د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د آیت ا... حائری یزدی په شان د دغه دینی مرکز د نامتو استازانو د درس له محضره یې استفاده وکړه. دغه تکړه عالم له تدریس او د دینی پوهانو په روزنې سربیره له ټولنیزو مسؤلیتونو هم غافل نه ؤ او د ټولنې له اړمنو سره په مرستې او د مسلمانانو د کار د ستونځو په اوارولو کښې تل مخکښ ؤ. له آیت ا... مدنی کاشانی څخه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتی دی چې پکښې د (فرائض المقلدین) او (کشف الحقایق) کتابونو ته اشاره کولئ شو.