Jul 06, 2022 16:05 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اخترد میاشتې له ۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۵ نیټی سره برابره ده

دایران په کال هنداره کښې د چنګاښ څوارلسمه نیټه د قلم د ورځې په توګه نومول شوی ده.

قلم، د علومو او پوهنو ساتونکئ، د متفکرانو د افکارو ساتونکئ، د عالمانو د فکری اتصال کړۍ او د بشر د راتلونکی او تیر وخت ارتباطی پل ؤ او حتی د آسمان او مځکې تر مینځ ارتباط هم د لوح او قلم له لارې ترلاسه شو. قلم، انسانان چې د زمان او مکان له نظره له یوبله جلا ژوند کوی ، یوځائ کوی. ګواکې ټول متفکران د تاریخ په اوږدو کښې او د مځکې په ټولو سیمو کښې، په یو لوی کتابتون کښې وینئ ! په دغه کتابتون کښې د آسمان او د مځکی ویناوې راغونډې دی، له سقراطه واخله تر ابن سینا او اوسمهاله پوهانو پورې، له قرآن او نهج البلاغه واخله تر اوستا او انجیل پورې، ټول شته دی. قلم، دانسان راز ساتونکئ او د پیړیو تجربو راغونډونکئ او د بیلا بیلو پوهنو ساتونکئ دی او که قرآن په هغه باندی قسم یادوی، په همدی وجه ده ځکه قسم تل د یوی ارزښتناکې چارې لپاره اخیستل کیږی .

 

۲۱۱ کاله وړاندې، د ۱۸۱۱ زیږدیز کال د جولای په ۵مه، د ونزویلا هېواد خپله خپلواکی اعلان کړه او په دې هېواد کې په دې ورځ هرکال جشن جوړیږی.

ونزویلا د ۱۶مې زیږدیزې پېړۍ له لومړیو ۳ پیړۍ د اسپانیا د ښکیلاک تر سلطې لاندې وه او په دې وخت کې ددې هېواد ځایی خلکو ته ډېر تاوانونه واوښتل، چې په لسګونو زره سور پوستی ووژل شول او په زرګونو اسپانیایان دې هېواد ته په تلو سره د هغو ځای ناستی شول.

د ۱۹مې زیږدیزې پېړۍ له لومړیو، د فرانسیسکو میرانډا تر مشرۍ لاندې د ونزویلا د خلکو خپلواکۍ غواړې مبارزې پیل شوې.

میرانډا په ۱۸۰۶ زیږدیز کال کې د خپل هېواد د خپلوکۍ لپاره خپله لومړۍ هڅه وکړه، خو ماتې یې وخوړه.

هغه په وروسته کالو کې، د سویلی امریکا د مشهور ازادی غواړی سیمون بولیوار سره یوځای، خپلو مبارزو ته دوام ورکړ او په ۱۸۱۱ زیږدیز کال کې یې اسپانیوی عسکرو ته ماتې ورکړه او د ونزویلا خپلواکی یې اعلان کړه.

ونزویلا د ۹ لکه، ۱۲ زره او پنځوس مربع کیلومټره پراخولی په لرلو سره، د سویلی امریکا په شمال لویدیځ او د ارام سمندر په څنډه کې پروت دی او له کلمبیا، برازیل او ګویان هېوادونو سره ګډه پوله لری.

 

۱۸۹ کاله پخوا، د اتلس سوه درې دیرشم میلادی کال د جولایی په پنځمه نیټه، د کیمرې جوړونکی جوزف نیپس مړشو. لومړنی ځل د جوزف نیسفور نیپس په نوم یو فرانسوی دانشمند په اتلس سوه شپږ ویشتم میلادی کال کښې د تاریخ د لومړنی عکس په ثبتولو بریالئ شو. هغه په یوه تیاره جعبه کښې د قیر اندود یوی اوسپنیزې پاڼی په درولو سره د کړکئ څخه د بام انځور ثبت کړ او په هغه وخت کښې د عکس پاڼه د اتو ګنټو په موده د لمر د وړانګو په وړاندی پاتی وه.

۸۲ کاله پخوا د دیارلس سوه یو شپیتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په پینځمه نیټه، په کمپاني مشهور  یو ستر عارف، فقیه او فیلسوف علامه محمد حسین غروي اصفهاني د عراق په نجف ښار کښې په پینځه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه شپږ نوېم هجري قمري کال کښې له بغداد سره نږدې په کاظمین کښې وزیږید. دغه قدرمن عالم په فلسفی، حکمت، عرفان، تاریخ، جغرافیه، شعر او ادبیاتو کښې ډیر مهارت درلود. همداراز د علامه کمپاني د بیان او تفکر قدرت له هغه نه یو نامتو شخصیت جوړکړې ؤ. له علامه کمپاني څخه ګڼ شمیر رسالې او لمن لیکونه په یادګار پاتی دي چې په فلسفی او حکمت او اجتهاد او تقلیدکښې رسالې له هغو څخه دي. همداراز له دغه ستر مسلمان پوهه، د اسلام د پیشوایانو په مدح کښې یو شعري دیوان هم په یادګار پاتی دی.

 

 

۴۵ کاله وړاندې، د ۱۹۷۷ زیږدیز کال د جولای په ۵مه، جنرال محمد ضیاءالحق، د پاکستان له کړکېچنو شرایطو په استفادې سره،په یوه خونړۍ کودتا کې د ذوالفقا علی بوټو ادولت وپرځاوه او واک یې په لاس کې واخیست.

ضیاءالحق د لومړی وزارت او ولسمشرۍ څوکۍ پر غاړه واخیستې او د بوټو او د خپلو ډېرو نورو مخالفینو په اعدامولو سربېره یې، د پاکستان پارلمانونه تعطیل او د ګوندونو او مطبوعاتو فعالیت یې منع کړ.

جنرال ضیاءالحق د کورنیو دباوونو له امله، په ۱۹۸۵ زیږدیز کال کې ټولټاکنې تر سره کړې او پوځی حکومت یې لغوه کړ.

له دې سره سره، د ډیموکراسۍ د بیا راوستلو غورځنګ، چې دضیاءالحق د مخالفو ګوندونو ایتلاف و، هماغه شان پر اساسی قانون دعمل او د ضیاءالحق د ګوښه کېدو غوښتونکی و.

ضیاءالحق په ۱۹۸۸ کال کې یوځل بیا د صوبه یی او ملی جرګی ړنګی کړی او د وخت لومړی وزیر یې له دندې لرې کړ او د بل پړاو د ټولټاکنو ژمنه یې وکړه.

خو د ۱۹۸۸ کال د اګست په ۱۷مه، ضیاءالحق د پاکستان د پوځ له څو تنو مشرانو سره یوځای په یوه پوځی الوتکه کې د چاودنې له امله ووژل شو.