تاریخ پاڼه
نن د خالي ورځ، یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۹ نیټی سره برابره ده
نن د ذي الحجې د میاشتې نهمه نیټه ده چې د عرفی له ورځې سره برابره ده. دغه ورځ له سترو اسلامي اخترونو څخه ګڼله کیږي، که څه هم د اختر په نوم نه ده نومول شوې. په دی ورځ خداوند کریم خپل بندګان خپل اطاعت او عبادت ته رابللي دي او د خپل سخاوت او ښیګړې دسترخوان یې خور کړی دی. شیطان په دغه ورځ ډیر خوار، حقیر او غوسه ناک وي. د ذیحجې میاشت د نهمې نیټی له غرمې د خدای د کور زیارتوال د عرفات په صحرا کښې وقوف کوي او د دغه وقوف لپاره ډیر زیات فضایل بیان شوي دي. عرفات د جبل الرحمه د غره په لمن کې دیوې پراخې او هوارې صحرا نوم دی چې د مکې په جنوب ختیځ کې پرته ده .د ویلو ده چې خدای ج د عرفات سپیڅلې ځمکه چې د تاریخ په اوږدو کې د مهمو پیښو شاهده وه د حاجیانو د میلمستیا لپاره ټاکلی او د درناوی او اکرام دستر خوان یی د جبل الرحمه په لمن کی غوړولی او له ټولو حاجیانو یی غوښتي چې په ټاکلي ورځ د خدای ج د بی دریغه نعمتونو په دسترخوان کینی او د هغه له بی پایانه مهربانۍ برخمن شی .د یادولو وړ ده چی حاجیان د همدی ورځی په لمر لویدو کې له عرفاته د مشعر الحرام په لور روانیږی او ځانونه د حج د نورو مناسکو لپاره تیاروي .
۱۳۸۳ کاله پخوا د شپیتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشتې په نهمه نیټه، د پیغمبر اکرم ص د ګران لمسي حضرت امام حسین (ع) د تره زوی مسلم بن عقیل د عراق په کوفه ښار کې په شهادت ورسید .هغه چی د وخت تکړه او پرهیز ګار شخصیت ؤ امام حسین (ع) ته د کوفې د خلکو د وفادارۍ د کچې معلومولو لپاره دې ښار ته تللی ؤ ، ځکه د کوفې خلکو له امام حسین (ع )څخه د زرګونو لیکونو په ترځ کې غوښتی ؤ چې دې ښار ته راشي او د یزید د ظالم حکومت په وړاندې پاڅون وکړي. سره له دې چې لومړی د کوفی خلکو مسلم بن عقیل ته تود هرکلی ووایه خو کله چې په دې ښار سخت زړی او بی رحمه انسان عبید الله بن زیاد واکمن شو د کوفی خلکو د هغه پر دروغجنو دوکه او ډار او ناپوهۍ له مخې دامام حسین (ع) له ملاتړ لاس واخیست او مسلم بن عقیل یی یواځی پریښود .له هغې وروسته مسلم د ابن زیاد د عواملو لخوا ونیوی شو او د هغه په حکم سره د دارالاماره له بامه لاندې و غورځول شو او شهید کړی شو.
۸۹۵ کاله وړاندې د پینځه سوه اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په نهمه نیټه، د قرآن کریم یو مشهور مفسر علامه طبرسي وفات شو. ابو علی فضل بن حسن طبرسي په څلور سوه اته شپیتم قمري کال کښې وزیږید. له مقدماتي زده کړو وروسته یې د مشهدپه سپیڅلي ښار کښې د عربو ادبیاتو، قرایت، تفسیر، حدیث، حساب او جبر، فقې، اصول او کلام زده کړو ته مخه کړه او په دغو علومو کښې یې مهارت وموند. علامه کابو څلور پنځوس کاله په مشهد کښې ؤ او وروسته سبزوار ته ولاړ او تدریس او تالیف ته یې ملا وتړله. قطب الدین راوندي، ابن شهر آشوب، ضیاء الدین راوندي او نور د هغه له شاګردانو څخه ګڼل کیږي. همداراز د اسرار الامامه، تاج الموالید او کنوز النجاح د هغه له تالیفاتو څخه دي. د هغه د لسګونو کتابونو په مینځ کښې د مجمع البیان ستر تفسیر د تفسیرونو د سرخيل په توګه مطرح شوې دی. هغه همداراز یو تکړه فقیه او پوه عالم ؤ او خلکو به ورته مراجعه کوله. بالاخره د مفسرانو امام له برکته ډک کابو اتیا کاله عمر وروسته د پینځه سوه اته څلویښتم قمري کال د عرفې په ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې.
۷۸ کاله مخکښې د ۱۳۶۵ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې په نهمه نیټه د اسلام نامتو مرجع او عالم آیت ا... سید ابو الحسن اصفهاني په یو اتیا کلنۍ کښې وفات شو .هغه په دولس سوه څلور اتیایم هجري قمري کال کښې د اصفهان ښار په شا او خوا کښې وزږید او له لومړنیو زده کړو وروسته د عراق د نجف علمیه حوزې ته لاړ او د آخوند خراساني په څیرد هغه حوزی له مشهورو استادانو، له کلونو زده کړی وروسته د اجتهاد درجی ته ورسید او له هغه وروسته یی تدریس ته مخه کړه . هغه تر ۳۰ کالو ډیر په دی حوزه کې لوی استاد ګڼل کیده او ډیر شاګردان یی وروزل او په هغه وخت کی د اهل تشیع تر ټولو لوی مرجع ګڼل کیده .آیت ا... سید ابو الحسن اصفهاني د خپل وخت سیاسي بدلونونو ته هم متوجه ؤ او پر عراق د انګریزانو دیرغل په وړاندی یی مبارزه وکړه له همدې امله د عراق لاسپوڅي دولت هغه ایران ته جلا وطنه کړ خو څه وخت وروسته د خلکو او روحانیونو د دباو له امله د عراق دولت مجبور شو چی آیت ا... سید ابو الحسن اصفهانی بیرته عراق ته وغواړی . آیت ا... سید ابو الحسن اصفهاني خاکسره،متواضع او د لوړی طبعی څښتن انسان ؤ د هغه له مهمو علمي آثارو څخه د وسیلة النجاة نومي کتاب دی چې ډیرو لویو عالمانو په هغه لمن لیکونه لیکلي دي ، تحریر الوسیله هم پردی کتاب لمن لیک دی چی حضرت امام خمینی ره لیکلی دی چی تر اوسه د یو مهم او پیاوړي فقهي اثر په توګه مطرح دی
۷۴ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د نولس سوه اتۀ څلوېښتم میلادی کال د جولائۍ په نهمه نېټه له یوې میاشتې ډزبندۍ وروسته یو ځل بیا د عربو او صهیونېسټ رژیم ترمېنځ جنګ شروع شو. دغه جنګ د نولس سوه اتۀ څلوېښتم کال د مۍ په میاشت کښې د قدس د غاصب رژیم له جوړېدو وروسته شروع شو او د امنیت د شورا په غوښتنه د جون په میاشت کښې ډزبندی ټینګه شوه. صهیونېسټانو د تقریباً یوې میاشتې ډزبندۍ په دوران کښې له خپلو لویدیځو ملاتړو په تېره بیا له امریکې څخه ډېرې زیاتې وسلې ترلاسه کړې او په دغه ورځ یې د جنګ په بیا شروع کولو سره زیاتې کامیابۍ حاصلې کړې. وسله والو صهیونېسټی ډلو د امنیت د شورا د بیا ډزبندۍ غوښتنه هم هغه وخت ومنله چې خپلو هدفونو ته رسېدلې وې. د نولس سوه نهۀ څلوېښتم کال د جنورۍ په میاشت کښې د جنګ د ختمېدو تړون په داسې حال کښې لاسلیک شو چې په دغه وخت کښې د فلسطین اتۀ اویا فیصده خاوره د صهیوېسټ رژیم په قبضه کښې راغلې وه او اوۀ نیم لکه فلسطینیان کډه په سر شوی وو.
۲۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه، د مشهد د علمیه حوزې یو نامتو مدرس آیت ا... سید کاظم اخوان مرعشی په درې اتیا کلنۍ کښې وفات شو. هغه پینځه کلن ؤ چې خپل عالم پلار یې له لاسه ورکړ خو دغې چارې د هغه په اراده کښې هیڅ خنډ رامینځته نکړ او د اسلامی علومو زده کولو ته یې ملا وتړله. هغه په دوه دیرش کلنۍ کښې او په قم کښې له اوولسو کالو اقامت وروسته نجف اشرف ته ولاړ او له زده کړې سربیره د آیت ا... سید عبدالهادی شیرازی په محضر کښې یې د حوزې د لوړو کچو تدریس ته مخه کړه. هغه د پهلوی رژیم پر ضد د مشهد د خلکو د اسلامی خوځښت په اوج کښې اساسی رول درلود، کور یې د فیصلو او سلا مشورو مرکز ؤ. د آیت ا... اخوان مرعشی له آثارو (مناسک حج)، (حاشیه بر عروة الوثقی) او د آیت ا... بروجردی د فقې د درس تقریرونو ته اشارو کولائ شو.
۱۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په اتلسمه نیټه، د ځوانانو او ماشومانو د کیسو یو نامتو لیکوال مهدی آذر یزدی وفات شو. د هغه زیاتره زده کړې په پخوانیو دینی او علمی حوزو کښې ترسره شوې دی. هغه د ماشومانو د کیسو له لیکلو مخکښې د عکاسۍ او کتاب خرڅونې په شان کارونو سره مینه درلوده. هغه له دیارلس سوه شپږ دیرشم کاله خپلو پخوانیو پراخو مطالعاتو ته په پام سره د ماشومانو لپاره د بیلا بیلو کیسو لیکلنه پیل کړه. مهدی آذر یزدی د خپلو کیسو په لیکلو او برابرولو کښې د ځانګړی سبک په ټاکلو سره د ایران په اوسمهاله ادبیاتو کښې د ماشومانو د کیسو یوه پوه او وتلی لیکوال په څیر مشهور دی. هغه د ( قصه های خوب برای بچه های خوب) په ټولګی کښې پینځه کتابونه او د (قصه های تازه از کتاب های کهن) په ټولګی کښې پینځه کوچنی کتابونه خپاره کړل. آذر یزدی د (ګربه ناقلا)، د (شعر قند و عسل) په نوم د منظومی حکایت او همداراز د (خود آموز عکاسی و خود آموز شطرنج) په نوم د دوو تعلیمی کتابونو ژباړه هم لری.
۱۱ کاله پخوا په داسې یوه ورځ د دوه زره یولسم میلادی کال د جولائۍ په نهمه نېټه په آفریقا کښې د جنوبی سوډان د هېواد خپلواکی اعلان شوه. جنوبی سوډان د سوډان هېواد یوه تجزیه شوې برخه ده. د دوه زره یولسم کال د جنورۍ په نهمه نېټه د سوډان د جنوب خلق د دغه هېواد له شمالی برخې څخه د خپلواکۍ په باره کښې په یو رېفرېنډم کښې د ګډون لپاره د رائې صندقونو ته حاضر شول چې په نتیجه کښې یې د سوډان جنوب خپلواکه شو. په خرطوم کښې له مرکزی حکومت سره د سوډان د جنوب د اوسېدونکو مسیحیانو تنازعه له نولس سوه پینځۀ پنځوسم کال څخه شروع شوه چې په نولس سوه دوه اویایم کال کښې د سولې د موافقه لیک په لاسلیکېدو سره ختمه شوه.خو دغه جنګ په نولس سوه درې اتیایم کال کښې یو ځل بیا غرغنډه شو او د سوډان د جنوب له بېلتون غوښتونکو څخه د امریکې په ملاتړ سره یې دوام پېدا کړ او زیات سرتاوانونه او کډوال یې ولرل. بالاخره دغه جنګ هم د دوه زره پینځم کال په جنورۍ کښې د سوډان د جنوب د حکومت او شورشیانو ترمېنځ د یو ځل بیا سولې د تړون په لاس لیکېدو سره ختم شو.
د لویدیځ او صهیونېسټ رژیم د کوششونو په وجه د سوډان د تقسیم د رېفرېنډم زمینه برابره شوه او جنوبی سوډان په دوه زره یولسم کال کښې خپلواکه شو. خو دواړه هېوادونه اوس هم د ځینو مسائلو په تېره بیا د تېل لرونکو ځینو سیمو د برخلیک په سر سخت اختلافات لری.