تاریخ پاڼه
نن د شورو ورځ یا ۴ شنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۳ نیټی سره برابره ده
۱۹۵۸ کاله مخکې د ځینیو تاریخي قولونو پر اساس د ۶۴ میلادي کال د جولای په ۱۳ نیټه
د روم د امپراطورۍ په پلازمینه رم ښار کې لوی اور ولیګیده . د دې لپاره چې د هغه وخت ډیرو ودانۍ له لرګیو څخه جوړ وپه یوه لږه موده کې د دغه لرغونې ښاره ډیره برخه اور واخیست او وسوځیده اوپه دغه پیښه کې ددغه ښار ډیر خلک هم ووژل شول . دغه اورلګیدنه د روم خونړۍ امپراطور نرون ته ښه پلمه شوه چې د اور په لګیدو کې عیسویان تورن کړي او دهغوی څخه له ۱۰۰ نه زیات کسان قتل عام کړي
۳۱ کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجری لمریزکال د چنګاښ دمیاشتې په دوه ویشتمه، د ایران یو پوه علامه سید طاهر سیدزاده هاشمی دایران په لودیځ کې دکرمانشاه په شاوخوا کې وفات شو.هغه پخپل ژوند کې د دینی علومو دشاګردانو د روزنې له لارې داسلامی معارفو په خپراوی او پراختیا ،د ډیرو کتابونو په تالیف او موعظې کې ډیر زیات خدمتونه کړی دی . علامه سید زاده هاشمی دخوشخطۍ په زمینی کې د عثمانی ترکان په سټایل کې ډیره پوهه درلوده او دقرآن مجید پرکتابت سربیره ئې دحضرت اما م سجاد علیه السلام د دعاګانو ټولګه صحیفه سجادیه هم لیکلې ده . هغه چې په فارسی ،عربی او کردی درو ژبو بشپړ پوهید، په دغو درو ژبو کې ئې دشعر په بیلابیلو چوکاټونو کې ډیر ې قصیدې ، غزلونه او شعرونه ویلی دی .
۲۲ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اویایم هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په دوه ویشتمه نیټه، ستر فقیه او عالم آیت ا.... سید محمد وحیدی شبستری په ۸۴کلنۍ کې وفات شو . دغه لوی عالم دمقدماتی درسونو وروسته په اتلس کلنۍ کې قم ته لاړ او له لوړو زده کړوسره په یو وخت ئې ، دفلسفې، کلام او عرفان درسونه له حضرت آیت ا....شیخ مهدی مازندرانی او میرزا محمدعلی شاه آبادی څخه زده کړل . هغه دخپل زیږنځای داوسیدونکو په بیا بیا بلنې سره دایران په لودیځّ کې شبستر ښار ته ستون شو او کابو لس کاله ئې ډیر زیات علمی او دینی خدمات ترسره کړل . آیت ا... وحیدی په کردستان او آذربایجان غربی ولایتونو کې داهل بیت علیهم السلام د مذهب په خپرولو کې ډیره زیاته هڅه وکړه او په دغو دوو ولایتونو کې ئې پر ډیرو زیاتو جوماتونو او امامباړو جوړولو سربیره ډیر زیات مبلغان هم وروزل . آیت ا... وحیدی داسلامی غورځنګ په پیلیدو سره دتقلید له نورو مراجعو سره مټ په مټ ویناوې وکړې او ډیر ې اعلامیې او پیغامونه ئې خپره کړل او د ایران په لودیځی ولایتونو کې ئې داسلامی انقلاب په بریالیتوب کې فعال رول ولوبوه .
او د جولای ۱۴ نیټه د رومانیا هیواد د خپلواکۍ ورځ ده . رومانیا د ۱۸۷۸ میلادي کال په دغه ورځ د عثماني امپراتورۍ څخه خپلواکي تر لاسه کړه . رومانیا داروپا په جنوب ختیځه برخه او دتور سمندر په لویدیځه برخه کې موقعیت لري. دغه هیواد ۲۲ میلیون نفوس لري او د هغوی مذهب ارتدوکس دی . رومانیا هیواد له ۱۵ پیړۍ د عثمانيانو تر سلطې لاندي وچې په ۱۸۷۷ رومانیا هیواد د عثمانیانو پر ضد له روسیې سره یو ځای شو او تر ۱۸۷۸ کاله پوري دغه جنګ دوام ورکړ . په دغه کال کې د جولای په ۱۳ نیټه او دبرلین په کنګرې دمصوبې پر اساس رومانیا په رسمي توګه خپلواک شو او درې کاله ورسته په بشپړه او قطعي توګه خپل استقلال لاسته راوړل . د رومانیا ملي ورځ د دسامبر لومړې نیټه ده .