Jul 16, 2022 16:26 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

تاریخ پاڼه شماره ۱۱۷ نن د جمعې مبارکه ورځ ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې څلورویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۵ او د۲۰۲۲ میلادي کال د جولای له ۱۵ نیټې سره سمون خوري .

۱۲۲۸ کاله وړاندې د ۲۱۴ ه ق کال د ذی الحجې په ۱۵مه نیټه د اسلام د ګران پیغمبر ص پاک لمسئ په هادي ملقب حضرت امام علي النقی ع د مدینې په ښار کې متولد شو .

هغه حضرت د خپل ګران پلار امام جواد ع له رحلت وروسته د مسلمانانو د هدایت او لاروښونې خطیر رسالت او دنده په غاړه واخیسته او د مدینې منورې په ښار کې ېې د خلکو ارشاد او هدایت ته مخه کړه .

د امام هادي ع د امامت پړاو له ستونځو ډک پړاو ؤ او عباسي واکمن یو په بل پسې د قدرت پر ګدۍ کیناستل خو هغه خطر چې عباسي ظالم واکمن متوکل د امام ع او د هغه له پلویانو حس کاوه د دې لامل شو چې امام هادي ع د مدینې له ښاره د عراق سامرا ښار ته منتقل کړي او هغوی تر نظر لاندې ونیسي .

له دې ټولو محدودیتونو او فشارونو سره سره چې د حکومتي دستګاه له خوا په امام هادي ع واریدیدل هغوی پیاوړي شاګردان وروزل چې د هغو له جملې پرهیزګاره محدث او عالم حضرت عبد العظیم حسني ؤ چې هغه هم له امام اوخپلو یارانوسره د اسلام له اصیل کلتور حراست کاوه .

امام هادي ع له متوکل سره په چلندونو کې د خدای ج عظمت او لوېې په نظر کې نیولې وه او تل به ېې په استدلال سره د اسلام او محمدي آیین پر حقانیت ټينګار کاوه .

د دې بزرګوار امام د زوکړې د ورځې په مناسبت د تبریکۍ تر څنګ د هغه حضرت یوه ښکلې وینا هم در ته نقلوو چې فرمايي (( نیک شخص تر هرې نیکۍ ، غوره ویونکی تر هرې غوره خبرې او د علم خاوند او حامل تر هر علم او پوهې غوره ده

 

۴۳۴  کاله پخوا، د پینځلس سوه اته اتیایم میلادی کال د جولای په پینځلسمه نیټه، د برتانیې او د اسپانیا د جنګی بیړیو تر مینځ د مانش په نوم سمندری جګړه رامینځته شوه.

په دې جګړه کښې یو سلو پینځو دیرشو نامتو جنګی بیړیو چې په نه ماتیدونکو بیړیو یې شهرت درلود، برخه درلوده او د سکاټلینډ د ملکې د غچ اخیستو لپاره یې پر برتانیه برید وکړ .

د دغه برید پر مهال د سخت طوفان له کبله د آسپانیا پینځه اتیا بیړۍ ډوبې شوې او د دغه هیواد نه ماتیدونکو بیړیو سخته ماته وخوړله چې له همدې جګړې وروسته ورو ورو د آسپانیا جنګی توان هم له مینځه لاړ.

 

۱۱۲ کاله پخوا، د دولس سوه نهه اتیایم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورویشتمه نیټه، د ایران نامتو روحانی او د مشروطیت دور د آزادی غواړو یو مشر آیت ا... سید عبدا... بهبهانی شهادت ته و رسید. هغه د عراق په نجف اشرف ښار کښې و زیږید او د خپل فاضل او مجاهد پلار د سید اسماعیل مجتهد بهبهانی تر توجه لاندی یې د دینی علومو زده کړې پیل کړې. هغه د لوی فقیه او عالم د حاج میرزا حسن شیرازی د درس له حوزی فیض ترلاسه کړ اوخپل علم او پوهه یې زیاته کړه. آیت ا... بهبهانی له مشروطیت انقلابه مخکښې هم د ایران په مشهورو او روحانی عالمانو کښې ګڼل کیده او په سیاسی چارو کښې یې هم لاس واهه. هغه د مشروطیت په پیلیدا سره د مبارزینو په لیکه کښې و دریده او د آیت ا... سید محمد صادق طباطبایی په ملګرتیا سره یې د مشروطه غواړو مشری پر غاړه واخیسته . آیت ا... بهبهانی د مشروطه انقلاب په بریالیتوب کښې غوره رول درلوده او په دی لاره کښې یې پریمان تکلیفونه و زغمل او بالاخره شهادت ته و رسید.

 

۸۳ کاله پخوا، د دیارلس سوه اتلسم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورویشتمه نیټه، د ایران د اسلامی انقلاب لارښود حضرت آیت ا... سید علی حسینی خامنه ای د ایران په شمال ختیځ کښې د مشهد په مقدس ښار کښې و زیږید. هغوئ په یوی روحانی کورنۍ کښې و زیږید او له څلور کلنۍ یې زده کړې پیل کړې. د انقلاب معظم لارښود د ښونځی په وروستی دور کښې له خپل فاضل پلار څخه د اسلامی درسونو زده کولو ته مخه کړه او ډیر تیزۍ سره یې د پرمختګ پړاؤنه تر شا تیر کړل . هغوئ په دیارس سوه اوه دیرشم لمریز کال کښې قم ښار ته ولاړ او تر اوو کالو مودې پورې یې د حضرت امام خمینی (رح)، آیت ا... العظمی بروجردی او علامه طباطبایی په شان له لویو استادانو څخه فقه ، اصول او فلسفه زده کړه. آیت ا... خامنه ای مشهد ته له راستانیدا وروسته هم همهغه راز د اسلامی معارفو او دینی علومو زده کړې او تدریس ته مخه کړه. د اسلامی انقلاب لارښود له همهغې ځوانۍ څخه له پهلوی استبدادی رژیم سره مخالفت پیل کړ او د امام خمینی (رح) د غورځنګ په اوج ته رسیدا پسی هغه سره یو ځائ شو. هغوئ د اسلام د تبلیغ او د امام خمینی (رح) د لید توګی او فکرونو او د پهلوی د پییلی رژیم د فسادونو پر ضد ایشوا کولو په لار کښې په ځلونو ونیول، بندی او حتی جلاوطن کړئ شو. د انقلاب معظم لار ښود د خلکو لوی غورځنګ د بریالیتوب په درشل کښې د امام خمینی لخواد اسلامی انقلاب د شورا غړی شو. له انقلابه وروسته هم دوئ د دفاع په لوده شورا کښې د امام د استازیتوب په شان مهم مقامونه درلودل او د خلکو لخوا دوه ځله د اولسمشرۍ په مقام وټاکل شو. د اسلامی انقلاب لارښودپه دیارلس سوه شپیتم لمریز کال کښې د ترهګرو ډلګیو د عواملو لخوا په یوی بمی چاودنې کښې سخت ټپی شو. په دیارلس سوه اته شپیتم لمریز کال کښې د امام خمینی (رح) په رحلت پسی د رهبرۍ د خبرګان شورا ، هغوئ د اجتهاد، تقوا، پوهې، مدیریت او د نړۍ او د ایران له مسایلو سره د بلدتیا په شان د ځانګړنو د لرلو په وجه ، د ایران د اسلامی جمهوریت نظام د لار ښود په توګه غوره کړ. هغوئ د خپل لارښونې په دور کښې تل د اسلام تعلیماتو او د انقلاب او د امام خمینی ایډیالونو ته په پام سره یې د اسلامی جمهوریت نظام په تدبیر او لرلید سره هدایت او لارښونه کړی دی.

 

۸۱  کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجري قمري کال د ذیحجې میاشت په پینځمه نیټه، په کمپاني مشهور  یو ستر عارف، فقیه او فیلسوف علامه محمد حسین غروي اصفهاني د عراق په نجف ښار کښې په پینځه شپیته کلنۍ کښې وفات شو. هغه په دولس سوه شپږ نوېم هجري قمري کال کښې له بغداد سره نږدې په کاظمین کښې وزیږید. دغه قدرمن عالم په فلسفی، حکمت، عرفان، تاریخ، جغرافیه، شعر او ادبیاتو کښې ډیر مهارت درلود. همداراز د علامه کمپاني د بیان او تفکر قدرت له هغه نه یو نامتو شخصیت جوړکړې ؤ. له علامه کمپاني څخه ګڼ شمیر رسالې او لمن لیکونه په یادګار پاتی دي چې په فلسفی او حکمت او اجتهاد او تقلیدکښې رسالې له هغو څخه دي. همداراز له دغه ستر مسلمان پوهه، د اسلام د پیشوایانو په مدح کښې یو شعري دیوان هم په یادګار پاتی دی.

 

 

۶۲ کاله وړاندې د ۱۳۷۸ ه ق کال د ذی الحجې په ۱۵مه نیټه آيت ا... شیخ علي اکبر برهان وفات شو .

نوموړی په ۱۳۲۴ ق کال کې په تهران کې نړۍ ته راغی او د خپلو تحصیلاتو د تکمیل لپاره ېې د مقدماتي مرحلو له تیرولو وروسته د نجف علمیه حوزې ته لاړ او د میرزا محمد عراقي او شیخ مرتضی طالقاني په څير د آياتو حضراتو له درسي ټولګي ېې ګټه پورته کړه .

ايت ا... برهان له دې وروسته له آيت ا... میرزا ابو الحسن اصفهاني او سید ابو القاسم خويي د درسونو په ټولګیو کې هم ګډون وکړ او له میرزای اصفهاني څخه د مطلق وکالت له اخیستلو وروسته  تهران ته راوګرځيد .

دغه جلیل فقیه په تهران کې د خپل اقامت پر مهال څو مدرسې او جوماتونه تأسیس کړل او د خلکو لارښونې ته ېې ملا وتړله د آيت ا... برهان له تل پاتې آثارو څخه په دوعاګانو کې حدیث الایام او په تفسیر کې د یوسف سورې تفسیر  ته اشاره کولای شو .

دغه ستر مجتهد بلآخره په ۵۴ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو .

 

 

۵۳  کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه څلویښتم هجری لمریز کال د چنګاښ په څلورویشتمه نیټه، پوه وتلی  او مبارزافغان شخصیت سید  اسماعیل بلخی په کابل کښې شهادت ته و رسید. هغه په دولس سوه پنځه نوېم لمریز کال کښې د افغانستان په شمال کښې د بلخ په خوا او شا کښې په بلخاب کلی کښې و زیږید. بلخی له ماشومتوب څخه د دینی علومو زده کړو ته مخه کړه او د دی لپاره یې عراق او ایران ته سفرونه وکړل. هغه له استبداد سره د مبارزې په لار کښې آرامښت نه درلوده او د افغانستان مسلمان خلک یې د افغانستان له فاسدو حکومتونو سره مبارزې ته تشویقول . شهید بلخی تل د افغانستان د واکمنانو تر دباؤ لاندی ؤ او ډیره موده په زندان کښې بندی کړئ شو. هغه د مسلمانانو تر مینځ د وحدت مقصد ته په رسیدو او مبارژی باندی ټینګار کاوه. بالاخره دغه مسلمان مجاهد په نهه څلویښت کلنۍ کښې په کابل کښې په شکمنه توګه شهادت ته و رسیده.

 

 

او له ننه ۵ کاله مخکې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د چنګاش په ۲۴ نیټه 

د نړۍ او ایران یوه نابغه او ریاضي پوهه مریم امیرخاني مړه شوه .

ایراني  نابغه او ریاضي پوهه  او د استانفورډ پوهنتون  استاده مریم میرزاخاني په ۱۳۵۶ د غوایې د میاشتې په ۱۳ نیټه (۱۹۷۷ د می په ۳ ) د ایران په پلازمینه تهران کې دنیا ته راغلې وه . هغه په ۱۳۷۳ او ۱۳۷۴ (۱۹۹۵،۱۹۹۴)  د هیواد دریاضۍ  په المپیاد یاسیالۍ کې دسروزرو مډال ، او ۱۹۹۵ په هانګ کانګ او کاناډا کې د ریاضیاتو په سیالۍ کې د سره زرپه مډال سربیره د نرۍ د ټولو زدکونکو په مینځ  کې هم ډیره لوړه درجه ترلاسه کړه . مریم میرزاخاني خپل پوهنتوني زدکړې په تهران کې د صنعتي شریف پوهنتون د ریاضۍ په څانګه کې وکړه او دلوړو تحصیلاتو لپاره په آمریکا کې د هاروارډ پوهنتون ته ورغله او په ۱۹۹۹ میلادي کال کې کله چې د پرینسټون  په پوهنتون کې په تدریس او څیړنې لګیاوه وتوانیدله چې د هذلولي هندسې د فورمونو د ځای ناستې رمزونود حجم د محاسبې حل لارې و مومې هغه موضوع چې ریاضي پوهانو د یوه عملي محاسبې لپاره له مودو مودو څخه پسې وې .  او په دې مینځ ومیان کې د پرنسټون پوهنتون يوه ځوانه مریم میرزا خاني  وښودله چې د ریاضیاتو په استفادې سره کولای شو ځيني روښاني لارې ته لاسرسي پیداکړو .هغه په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د ډینامیک او هندسې په اړه د فیلډز مډال هم وګټله .

هغه  لومړنې  ښځه او وړمبۍ ایرانۍ وه چې د فیلډز مډال یې تر لاسه کړه.مریم میرزا خاني د کنسر د ناروغۍ له امله د آمریکا په یوه روعتون کې بستري شوه چې د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د چنګاش د میاشتې په ۲۴ نیټه له دې دنیا نه لاړه.