تاریخ پاڼه
نن د نهی ورځ یا ۳شنبې ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۱۹ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۱۹ نیټی سره برابره د
۱۲۹کاله وړاندې د ۱۸۹۳کال دجولائی په نولسمه نیټه، د روسیې یو شاعر ولادیمیر مایکوفسکی وزیږید. دهغه شعرونه په ۱۹۱۷کال کې دشوروی دکمونیسټی انقلاب په بهیر کې دانقلاب په خدمت کې وو او د انقلابی ادبیاتو په بیلګې مشهور شو . مایاکوفسکی باوری ؤ چې ادبیات باید دخلکو په ژبه او دهغوی دژوند اوهوساینې په بیانولو کې وی .په همدې دلیل ئې عامیانه اصطلاحات شعر ته وارد کړل چې دغه ډول شعر د ژورنالیسټۍ په شعر مشهور شو. له مایا کوفسکی د (سپکې شپلۍ دپاسه) (د ملاتیر) او (پنځم نړیوال) په شان د اشعارو ټولګه پاتې ده . هغه په ۱۹۳۰کال کښې مړ شو.
۶۸ کاله پخوا د ۱۳۳۳لمریز کال د چنګاښ په اته ویشتمه نیټه
آیت ا... محمد حسین کاشف الغطاء له نړۍ سترګې پټې کړې . هغه د عراق په یوه ښار نجف اشرف کې په یوې علمی او له فضیلته په ډکې کورنۍ کې زیږیدلی ؤ او په ځوانۍ کې ئې دینی علوم زده کړل . وروسته د آخوندخراسانی په څیر دعالمانو په محضر کې ئې په لنډې مودې کې علمی درجې کچ کړې . آیت ا... کاشف الغطاء پخپل برکتناک ژوند کې د ډیرو غونډو او جلسو په جوړولو سره د دینی علومو دطلبه ؤ روزنې ته مخه کړه . هغه همداراز داسلامی معارفو دخپرونې په خاطر ځینو اسلامی هیوادونو ته سفرونه وکړل او دمصر،ایران اوفلسطین په پوهنتونونو او علمی مرکزونو کې ئې ویناوې وکړې . دغه لوړپوړی دینی عالم په سیاسی چارو کې شتون او له حکومت سره اړونده موضوعګانو ته توجه له واجباتو ګڼله . له دې امله دعراق په ملی غورځنګ کې ئې هم غوره رول درلود. هغه دلومړی نړیوال جنګ په پیلیدا سره دانګریز نیواکګر ځواک په ضد دعراق دخلکو په آزادی غواړی جهاد کې فعال ګډون درلود. آیت ا.... کاشف الغطاء له ډیرو مسئولیتونو او پراخو سیاسی او ټولنیزو فعالیتونوسره سره ډیر زیات علمی او ادبی آثار هم پریښی دی چې له هغو څخه د :عین الحیات لمن لیک ،السیاست الحسینیه او د هغه د شعرونو دیوان ته اشاره کولی شو
۴۳ کاله مخکې د ۱۹۷۹ کال د جولائی په نولسمه نیټه، دنیکاراګوا ددیکتاتور سوموزا او دهغه داصلی ملاتړې امریکا په ضد د دغه هیواد د خلکو انقلاب کامیاب شو . ظالم او دامریکا لاسپوڅی دیکتاتور سوموزا په ۱۹۶۷کال کې په نیکاراګوا کې واک ته ورسید او له هماغه پیله د مینځنۍ امریکا دغه درست هیواد ورو ورو د ولسی اعتراضونو څپو راګیر کړ . خو د ساندینیسټ څیړیالیو وسله واله مبارزه چې له ۱۹۶۳کاله په تیت پرک ډول پیل شوې وه ، د ۱۹۷۰لسیزې په وروستیو کلونو کې او ج ته ورسیده او له دې وروسته ددغه هیواد ښارونه دساندینیسټانو دپوځ په وسیله او دخلکو په ملاتړ سره په یوه بل پسې له حکومتی ځواکه بیرته واخستل شول . په نهایت کې ،سوموزا له نیکاراګوا وتښتید. په همداسې ورځې ددغه هیواد پلازمینې ماناګوا ته د ساندینیسټانو دپوځ په ورتلو سره دنیکاراګوا انقلاب بریالی شو . د نیکاراګوا د انقلاب په بهیر کې کابو څلویښت زره کسان ووژل شول او دغه راز څه دپاسه دوه لکه نور هم بې کوره شول . امریکا دساندینسټانو له بریالیتوبه وروسته د نیکاراګوا دحکومت په ضد دسیسه پیل کړه او دنیکاراګوا دانقلابیانو په ضد ئې دیوې وسله والې ډلې په رامینځةکولو سره ، د دغه هیواد اقتصاد او عامو خلکو ته ډیر زیات تاوانونه واړول .
نیکاراګوا هیواد په یولک دیرش زره اوه سوه مربع کلومیټر مساحت سره دستر سمندر او کارائیب سمندر په سواحلو کې او دهندوراس او کاسټاریکا هیوادونو په ګاونډ کښې پروت دی.
او له ننه ۴۲ کاله وړاندې د ۱۳۵۹لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په ۲۸نیټه،
یو ایرانی ادیب او عالم استاد جلال الدین همائی وفات شو . هغه په ۱۲۷۸ لمریز کال کې دایران په مرکز اصفهان ښآر کې په یوې فاضلې کورنۍکې زیږیدلی ؤ . استاد همائی له هماغه پنځه کلنۍ څخه له خپل پلاره زده کړې پیل کړې او په فقې کې د اجتهاد تر درجې ورسید. هغه همداراز په ادبیاتو ،فلسفې ، اصولو او نجومو کې ډیر مهارت درلود. استاد همائی د زده کړو په کلونو کې او له دې وروسته له خپلې پوهې په استفادې سره ډیر شاګردان وروزل . هغه یو کارنده او زیارکښ عالم ؤ او پر زده کړو سربیره ډیر تالیفات ئې هم درلودل . داستاد جلال الدین همائی له کتابونو څخه ،تاریخ ادبیات ایران ،صناعات ادبی ، او مثنوی ولد نامه ته اشاره کولی شو . هغه همداراز دایران په پوهنتونونو او ښونځیو کې دتدریس لپاره داسلامی معارفو او ادبیاتو په زمینې کې ډیر زیات کتابونه لیکلی دی
۱۴کاله مخکې د ۱۳۸۷ هجري لمریز کال د چنګاښ دمیاشې په ۲۸ نیټه
د ایران د تیټر او سینما یو نه ستړیکیدونکی بیلګه لوبغاړی خسروشکیبائی وفات شو .
هغه په ۱۳۲۳ لمریز کال د وری دمیاشتې په اوه مه نیټه
دتهران په مولوی واټ کې وزیږید.شکیبائی په لومړی ځل په ۱۳۵۳لمریز کال کې د فریبرز صالح په ډایریکټرۍ سره د :کتبیه : نومې په شپاړس ملی میټره اولنډ فلم کې د کیمرو په وړاندې ودرید .په ۱۳۶۱لمریز کال کې په داسې حال کې چې د محمود استاد محمد په پروډیوسرۍ او ډایریکټرۍ د : شب بیست و یکم : په نمایش بوخت ؤ ، دمسعود کیمیائی د پام وړ و ګرځید او په ۱۳۶۱لمریز کال کې د مسعود کیمیائی په ډایریکټرۍ په : خط قرمز: نومې فلم کې دجمال د رول له لوبولو وروسته سینما ته راغی او تر ۱۳۶۸لمریز کال پورې د : دزد و نوسینده : ، :ترن : ، او: رابطه : نومې فلمونو کې ئې له خپلې خوا د پام وړ وړتیاوې او کارندوالی نندارې ته وړاندې کړ . خو (په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د داریوش مهرجویی ) په : هامون : نومې فلم کې له لوبې وروسته وه چې د خسرو شکیبائی نامه دعامو خلکو په خوله ورغله . هغه د فجر یا سباؤن دفلم ونو د اتمې جشنوارې د همدغه فلم په سبب دخپلې لوبې او کارندوالی په خاطر دسړی دلومړنی رول دغوره ایکټر په توګه دسیمرغ بلورین یا میډال وګاټه .خسرو شکیبائی په نورو ډیرو فلمونو کې هم ډیرې نه انکاریدونکی وړتیاوې او توانمنۍ نند ارې ته ودړاندې کړی دی . په عین حال کې دخسرو شکیبائی خورا وروستۍ ویاړ دفجر یاسباؤن دفلمونو په جشنو ارې کې د کیومرس پوراحمد په ډایریکټرۍ کې د : اتوبوس شپ : نومې فلم لپاره افتخاری ډیپلوم ؤ . خسرو شکیبائی بلاخره د ۱۳۸۷لمریز کال دچنګاښ دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه دجمعې ورځې په سهار څلوربجې په ۶۴کلنۍ کې دزړه دناروغۍ له امله دتهران په پارسیان روغتونو کې وفات شو او دبهشت زهرا هدیرې دهنرمندانو په قطعې کې خاورو ته وسپارل شو. هغه ترمودې پورې د یَنې د کینسر له امله ډیر کړید.