Jul 20, 2022 17:47 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د شورو ورځ یا ۴ شنبه ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د د چنګاش د د میاشتې ۲۹ نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې له ۲۰ او د ۲۰۲۲ میلادي کال د د جولای له ۲۰ نیټې سره برابره ده

۱۳۱۵ کاله مخکښې د ۱۲۸ هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په ۲۰ نیټه د اسلام د قدرمن پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) په لمسیانو کښې امام موسی کاظم علیه السلام دنیا ته سترې رڼې کړې.

هغه حضرت تر شل کلنۍ پورې د خپل قدرمن پلار امام جعفر صادق علیه السلام په محضر کښې و او د هغه حضرت د پوهې او معرفت له دریابه یې ښه ځان خړوب کړ.

امام موس کاظم علیه السلام د خپل پلار له شهادت وروسته ۳۵ کاله د مسلمانانو امامت او مشري په غاړه درلوده او په دې لاره کښې یې ډیرې سختۍ او کړاونه وزغمل.

د امام موسی کاظم علیه السلام د ژوند وړومبي کلونه د امویانو د حکومت له ړنګیدو او بني عباس ته له انتقال سره برابر وو او دوي د خپل ۵۵ کلن عمر تر پاې پورې حکومت ته د پنځو عباسي واکمنانو د رسیدو کتونکي وو چې دغو ټولو د خپلو مخالفینو او د د پیغمبر اکرم د کورنۍ د پیرو حق غوښتونکو په ځپلو کښې له هیڅ اقدامه ډډه ونه کړه.

امام موسی کاظم علیه السلام د خپل ژوند ستره برخه د خلکو په ښوونه او روزنه او له اسلامي کلتور او معارفو سره د هغوي په بلدولو کښې تیره کړه خو عباسي حکومت د هغه حضرت لخوا د خطر په احساسولو سره، دوي په جیل کښې واچول څو خلک د امام د هدایت او پوهې له رڼا ګټه پورته نه کړي او د جهالت په تیَرو کښې پاتې شي.

امام موسی کاظم علیه السلام د خپلې زمانې ترټولو زیات پوه او بخښونکی و. هغه حضرت ډیر ښه اخلاق درلودل او بې اندازې مهربان او بخښونکی و او په عام و خاص کښې د نفس په کرامت، سخاوتمندۍ، په پټه او ښکاره انفاق کولو او د خطاکارانو په بخښلو مشهور و.

نو د امام موسی کاظم علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره د هغه حضرت یوه ښکلې او حکیمانه وینا درته نقلوو چې فرمايي: خدای تعالی جل جلاله ته د نزدې کیدو ترټولو ښه وسیله د هغه له پيژندنې وروسته لمونځ، له مور او پلار سره نیکي او احسان او د حسد او ځان خوښونې پریښودل دي.

 

 

۵۳ کاله وړاندې  د  ۱۹۶۹ کال  د جولائی  په  شلمه نیټه، د لومړی  ځل لپاره انسان    په سپوږمۍ ګام کیښود، امریکائی فضا کچکونکی  نیل  ارمسټرانګ او ایډوین الډرین  په  دغه  ورځ   د ( اپولو  - ۱۱) په نوم  فضایی راکټ سره  د میاشتې پر سطحې کوز شول  او څه موده یې  د میاشتې په سطحه کښې تګ راتګ وکړ او  له هغه ځایه یې  کاڼی او خاورې د نمونې په توګه  واخیستې او بیرته مځکې ته  راستانه  شول . په دې  توګه   د میاشتې کرې ته  د تلو لپاره  د انسان اوږدې هڅې  بریالۍ شوې   او دا څرګنده شوه چې  په  دغې کرې کښې  هیڅ  حیات وجود نه لری .

د میاشتې کره  په  متوسط  ډول  له  مځکې  درې  لکه  څلور اتیا زره کیلو میټره لیرې  ده او  له مځکې هر ځل  تاویدا یې  کابو نهه ویشت نیمې ورځې  وخت اخلی .

 

۳۵ کاله مخکې  د ۱۳۶۶لمریز کال  دچنګاښ دمیاشتې  په  نهه ویشتمه نیټه،

د ایران او عراق د جنګ د ختمیدو د ضرورت په باب  د ملګرو ملتو د امنیت شورا  ۵۹۸ پریکړه لیک  تصویب  شو .  په ۵۹۸ پریکړه لیک کښې لس مادې شاملې وې چې د امنیت شورا د پنځلسو غړو په اتفاق سره تصویب شوې . دغه پریکړه لیک تر دې ورځې پورېدملګروملتو په څلویښت کلن تاریخ کې دامنیت شورا دپنځو دایمی غړو په یوه خوله په ګوته شمیر څوم مورد شمیرل کیږی . دعراق بعثی رژیم  ددغه پریکړه لیک له تصویبیدا سملاسی وروسته د دغه پریکړه لیک له مادو سره خپل بې قید او شرط موافقه ، له دې سره دایران  له پیروۍ سره مشروطه کړه . لکه څنګه چې په ۵۹۸پریکړه لیک کې ددغې موسسې دمخکینیو  پریکړو په خلاف تر یوه حده  دایران دملت حقوقو ته پام شوی ؤ او مثبت ټکی پکې ورځای شوی وو . دایران حکومت دا رد نه کړه او دهغې دپوره کیدا یوازینی شرط ئې د تیریګر ټاکل وبلل دتیریګر دپیژندګلوۍ لپاره د ایران زیات ټینګار ، یو ځل بیا دایران پر دښمنانو ورځ سخته کړه  او  هغوی ئې ډګر ته وکاږل  چې په دې مینځومیان کې  امریکا  په فارس خلیج کې  دخپلو او متحدانو د  څه دپاسه ۴۳جنګی بیړیو  په شتون  او همداراز  د ډول ډول وسلو په ډالۍ کولو سره ئې ،  دعراق  دوخت له رژیم سره  دخپل اتحاد اوج  نندارې ته وړاندې کړ. له دې وروسته  بعثی رژیم  په هراړخیز  ملاتړ او د پراخو کیمیائی وسلو په کارولو سره  په جنګ کې یو خورا غیر انسانی  عمل ترسره کړ او حتی  دخپل هیواد  دخلکو  له وژلو ئې هم چې  داسلام مبارزانو ته ئې  پناه ورکړې وه ډډه ونه کړه .  بلاخره  د ډیرو پیښو په ر امینځةکیدا سره  داسلامی انقلاب  رهبر  دلودیځ د دسیسې  په درک کولو سره  او هم دنظام اوملت  دګټو  اومصلحتونو په نظر کې په نیولو سره  د امنیت شورا  ۵۹۸پریکړه لیک  له یوه کال وروسته  د ۱۳۶۷لمریز کال  دچنګاښ  په ۲۷ نیټه ومانه .

 

او له ننه  ۱۰ کاله وړاندې، د ۱۳۹۱لمریزکال د چنګاښ دمیاشتې په ۲۹ نیټه، یوایرانی نامتوجغرافیا پوه  ډاکټر  محمد حسن ګنجی  وفات شو. هغه  په ایران کې دهواپیژندنې او  ماډرن جغرافیا  دپوهې  بنسټګر  بلل کیږی . ډاکټر محمد حسن ګنجی  په ۱۲۹۱لمریز کال کې  دایران په یوه شمال ختیځ ښار بیرجند کې زیږیدلی ؤ  او خپلې لومړنۍ اومتوسطې زده کړې ئې  په همدغه ښار کې ترسره کړې  هغه  په جغرافیا پیژندنې  په ټینګار سره  دجغرافیا په څانګې کې  په ایران ،امریکا او انګلستان کې  لوړې زده کړې وکړې  او د ایران  دآب وهوا  په باب د هغه تیسس یا پایان نامه  په انګریزی ژپه چاپ شوه . د هغه  د : اطلس اقلیمی ایران  او  په فارسی او انګریزی ژبو  دڅه دپاسه  سلو مقالو پشمول څوکتابونه  چاپ  شوی دی .استاد ګنجی په ۲۰۰۰کال کې په جنوبی کوریا کې  دجغرافیائی نړیوالې ټولنې  په نهه ویشتم کانګرس کې  دنړۍ دنامتو  پنځلسو جغرافیاپوهانو په لیکه کې شامل شو  او د نړۍ د هواپیژندنې ادارې  د ۲۰۰۱کال علمی جایزه ئې و ګټله.دهغه په ځینو آثارو کې ، آب وهوا ایران ، برتراند  راسل وجغرافیا او دمینځنی آسیا  دهیوادونو  آب هوا  : نومې کتابونه شامل دی .