Jul 21, 2022 11:29 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د جمعې مبارکه ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د چنګاښ د میاشتې یو دیرشمه نیټه ده چې ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر د میاشتې له ۲۲ او د۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۲۲ نیټی سره برابره ده

۱۳۸۳ کاله مخکښې د ۶۰ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې په ۲۲ نیټه د رسول پاک حضرت محمد مصطفی(ص) او د امیرالمومنین حضرت علي عليه السلام یو صحابي او پیرو میثم تمّار شهید شو.

میثم تمار اول غلام و او حضرت علي علیه السلام واخیست او آزاد یې کړ. امام علي علیه السلام له هغه سره ډيره مینه لرله او ورته د ډیر احترام قایل و او له بلې خوا میثم هم له هغه حضرت سره ډیره مینه درلودله. میثم ته به یې په دې وجه تمار ویل چې هغه به خرما یا کجورې خرڅولې.

امام علي علیه السلام میثم د هغه له شهادته څو کاله مخکښې د شهادت له څرنګوالي خبر کړی و. هغه له شهادت مخکښې ټولو ته ویلي وو چې د هغه مولا علي(ع) د هغه د شهیدیدو طریقه ورته ویلې ده. ظالمو واکمنانو نیت درلود چې میثم په هغه ډول شهید نه کړي څنګه چې امام علي علیه السلام فرمايلي وو خو بلآخره د امام له وړاندوینې سره سم یې د رسول ا... (ص) د اهل بیتو علیهماالسلام د څرګند ملاتړ او ورسره د دوستۍ په جرم د علي(ع) د کورنۍ د دغه مینه وال ژبه پرې کړه او د کوفې د واکمن عبیدا... ابن زیاد لخوا په ډیره بده توګه شهید کړی شو.

 

 

۹۶۲  کاله اګاهو د ۴۸۱ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې د میاشتې په ۲۲ نیټه د هرات په پیر مشهور ستر ایرانی عارف او پوه خواجه عبدا... انصاري وفات شو. هغه د نني افغانستان چې په هغه وخت کښې د ایراني ټاټوبي یوه برخه وه، په هرات ښار کښې زیږیدلی و او د فقهې، حدیث، علم رجال او تفسیر په شان د خپلې زمانې رایج علمونه یې د استاذۍ تر حده زده کړل. هغه په ځلونو نیشابور ښار ته چې په هغه زمانه کښې د علم او ادب مرکز و، سفر وکړ او د هغه ټاټوبي له بزرګانو سره یې ملاقات وکړ او خپله پوهه او معرفت یې زیات کړ.

خواجه عبدا... انصاري پخپل اتیا کلن عمر کښې تل تعلیم او تعلم او د نفس تزکیه وکړه او ډير ارزښتناک آثار یې پر ځاې پریښودل چې له هغو نه (کشف الاسرار و عده الابرار) عرفاني ادبي تفسیر او همداشان (مناجات نامه) ، (الاربعین) او (منازل السائرین) نومې کتابونو ته اشاره کوی شو. خواجه عبدا... انصاري په شعر ویلو کښې هم ځانګړې وړتیا او مهارت درلود او ورڅخه د شعرونو یو دیوان هم پاتې دی.

 

۲۰۲  کاله وړاندې د ۱۲۴۱ هجري قمري کال د ذي الحجې په دویشتمه نیټه د ایران او روسیې د جنګونو دویم پړاو پیل شو. د دې جنګونو د رامینځته کیدو علت د ایران په پولو باندې د روسیې د پوځ تیری و. دا جنګونو د ایران د سپایانو د سرښیندنې باوجود د مرکزي حکومت د کمزوری او له عسکرو څخه یې پر وخت د ملاتړ نه کولو په وجه د روسیې له ځواکونو څخه د ایران په ماتې او د (ترکمانچای) په شرمناک تړون سره ختم شول.  د دغه تړون له مخې د رودِ اَرَس په شمال کښې د ایران د آذربایجان ډیره برخه د روسیې په واک کښې راغله او داشان ایران ته نه جبیره کیدونکی تاوان ورسید.

 

۱۰۷ کاله پخوا، د نولس سوه پنځلسم میلادی کال د جولایی په دوه ویشتمه نیټه، د لومړنی نړیوال جنګ په بهیر کښې د ایزونزو مشهور جنګ په همدی نوم د ایټلی په یوې غرنئ سیمې کښې د ایټلی او د اسټریا پوځونو تر مینځ رامینځته شو. په دی جنګ کښې اېټالیان چې د متفقینو په لیکه کښې جنګیده، د اسټریا له پوځ سره چې له جرمنی سره متحد ؤ، و نښتل. دغه نښته د همهغه کال د اګست تر پنځه ویشتمې پورې اوږده شوه او کابو اویا زره کسان و وژل شول چې پکښېې اکثره ایټالیان وو. د دی باوجود د ایزونزو جنګ په وروستیو کښې اسټریا له ایټلی ماتی وخوړه.

 

۵۷ کاله وړاندې د ۱۳۸۶ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې د میاشتې په ۲۲ نیټه ستر فیلسوف او مشهور عارف آیت ا... حاج شیخ مجتبی قزویني وفات شو. آیت ا... شیخ مجتبی قزویني په ځوانی کښې نجف اشرف ته لاړ او هلته یې د میرزا محمد تقي شیرازي، سید محمد کاظم یزدي او میرزای نائیني له محضره ګټه پورته کړه. هغه د محقق نائیني په درس کښې له آیت ا... العظمی خويي سره هم بحث و. هغوي بیا وروسته قزوین ته لاړل او د سید موسی زرآبادي محضر ته ورسید او مشهد مقدس ښار ته له تګ وروسته یې له آقا بزرګ حکیم او میرزای اصفهاني ګټه واخیستله.

آیت ا... قزویني د خپل عمر څلویښت کاله په ښوونه او د طلابو په روزنه کښې تیر کړل او د فلسفې، عرفان او د قرآن د حقایقو د خالص تحریر د اصولو په علمي نقد سره یې د د تفکیک یا بیلولو د مکتب ارکان برابر کړل. په ناشنا او د اسرارو په علمونو کښې یو پوخ استاذ و او په روحي قدرت کښې کم ساری او د تشرف په مرحله کښې و. په ټولنیزو دندو کښې له نورو مخکښ و او له اخلاقي نظره خاکساره او تل په فکر او ذکر اخته و او لوږه به یې تیروله. (روشنګر) او په پنځو ټوکو کښې (بیان الفِرَق) کتابونه د دغه رباني عالم آثار دي.

 

۳۴ کاله پخوا، د دیارلس سوه اوه شپیتم هجری لمریز کال د چنګاښ په یو دیرشمه نیټه، د ایران په وسیله د امنیت شورا د پنځه سوه اته نوېم پریکړه لیک له قبلولو څلور ورځې وروسته د عراق ډیکټیټر د صدام پوځ د ایران جنوبی سیمو پر ضد حملې پیل کړې. دغه پریکړه لیک چې کابو یو کال مخکښې تصویب شوئ ؤ، په اور بند، د تیریګر حکومت ټاکل ، له دغی تیرۍ تاوان رسیدونکیو ته د تاوان ورکول، د بندیانو بدلول او د دواړو لورو د ځواکونو د نړیوالوسرحدونو ته په ستانیدا باندې ټینګار کاوه. د عراق تیریګر رژیم سره له دی چې دغه پریکړه لیک منلئ ؤ او د ایران پر ضد یې دهغو د نه قبلولو په دلیل تبلیغات کاوه، خو په داسی وخت چې تهران هم هغه قبول کړ، یو ځل بیا پر ایران حمله وکړه. خو د امام خمینی (رح) په حکم سره چې ځواکونه دی راغونډ کړئ شی او د دښمن د حملې په وړاندی دی دفاع وشی د عراق د بعثی پوځ دغه یرغل په زیاتو مړو سره ناکامه پاتی شو او د صدام د جګړه مارې څیرې د له بربنډیدو سبب شو. د ایران پر ضد د صدام او د هغه لویدیځو پلویانو اته کلن جنګ د دیارلس سوه اوه شپیتم لمریز کال د زمری په نهویشتمه نیټه ختم شو.

 

 

۲۰  کاله پخوا، د دوه زره دویم میلادی کال د جولایی په دوه ویشتمه نیټه، ماښام په وخت، په داسی حال کښې چې فلسطینی  ماشومان او ښځې اوده وې ، د صیهونیسټ رژیم پوځ په څو امریکایی ایف  ۱۶ الوتکو سره د غزی تړانګې کښې په یوې سیمې حمله وکړه. په دغه حملې کښې د عزام الدین قسام د کنډکونو قومندان، د حماس پوځی مټ شیخ صلاح شحاده) او شپاړس عام فلسطینیان ، شهیدان او یو سلو پنځوس کسان ټپیان شول چې په شهیدانو کښې نهه بی ګناه ماشومان هم د صیهونیسټانو د کینې او غوسې په اور قربان شول . فلسطینی مجاهد صلاح شحاده چې په دغی ترهګرې حملې کښې له خپلې ښځی او وړې لور سره شهید شو،  دولس کاله یې د صیهونیسټ رژیم په ویرونکو زندانونو کښې تیر کړی وو او په ځلونو شکنجه شوې ؤ. په دی ډول په یوی بلې ترهګرې حملې کښې چې د صیهونیسټ رژیم د هغه وخت لومړی وزیر اریل شارون هغه خوشالونکی و بلله، یو شمیر نور فلسطینی مظلومان د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره د هڅو په دلیل په شهادت و رسیدل.

 

او له ننه۱۹  کاله پخوا، د دوه زره دریم میلادی کال د جولایی په دوه ویشتمه نیټه، د عراق د پخوانی ډیکټیټر د صدام حسین زامن عدی او قصی د عراق په شمال کښې د موصل په خوا او شا کښې و وژل شول. عدی او قصی پر عراق د امریکی او انګلستان له تیرۍ او د دوه زره دریم میلادی کال په اپریل کښې د دغه هیواد له نیواک وروسته، د عراق د پخوانی رژیم له چارواکی مشرانو سره له بغداده و تښتیده.خو له هغی وروسته د هغو د اوسیدو پټ ځائ د هغو نږدې کسانو له خوا په ډلګه شو، له څلورو لوری د امریکی پوځیانو تر حملې لاندی راغئ او و وژل شول. د صدام مشر زوئ عدی او کشر زوئ قصی د عراق  خلکو پر ضد په وژلو او جنایتونو کښې له   خپل پلار سره ونډه وال وو او د صدام په استبدادی حکومت کښې یې مهم منصبونه پر غاړه درلودل.