Jul 21, 2022 11:33 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د خالي ورځ یا شنبه د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د زمری د میاشتې لومړی نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۲۳ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۲۳ نیټی سره برابره ده

۱۹۲ کاله مخکې د ۱۸۲۹ میلادي کال د جولای ۲۳ نیټه

لمړنی ټایپ رایټر اختراع او ثبت شو. په ۱۸۲۹ کال په  جولای کې آمریکایي ویلیام برټ چې لومړنۍ ټایپ رایټر یې  جوړ کړی و ویل چې دا لومړنۍ ټایپ رایټر دی او په مشیګان ایالت هغه یې ثبت کړخو له هغې نه ورسته د ویلیام برټ د لیکلو ماشین  ته کومه اشاره نده شوې  

۳۱ کال ورسته (کال۱۸۶۷) ۳ آمریکایی کسانو د کریسټوفر شول، کارلوس گلیډن او سمیوئل دآمریکا په  میلواکی  ایالت د ویسکانسین په ښار کې د ټایپ رایټر ماشین جوړ کړ چې  د هغې څخه  استفاده کول آسان او عملي و.د رمینگټون کارخانه چې په هغه وخت کې یې ټوپک او دجامود ګنډلو ماشین تولیدول د دغه ټایپ رایټر د زیات شمیر  تولیدولو  امتیاز په  ۱۲ زره ډالره له هغوی څخه رانیول او د «شول - گلیډن» تر نامې لاندي په صنعتی توګه  په تولید لاس پوري کړ. د ټایپ رایټر تولید له هغه وخت څخه مخ پر ودې تګ پیل کړ او په ټوله نړۍ کې د یوې عمومې او ضروري وسیلې په توګه وپیژندل شو  . باید پوه شو چې د ټایپ رایټر د جوړولو په لړ کې  «ټایپو گرافر» تر نامه لاندي د څلورم میلادي پیړۍ څخه هڅې پیل شوې خو تر ۱۸ پیړۍ پوري عملي نشوې

 

۸۴ کال پخوا د ۱۳۵۹ سپوږمیز کال د ذي الحجې په ۲۳ نیټه د مفاتیح الجَنان خاوند او ستر محدث آیت ا... حاج شیخ عباس قمي وفات شو. حاج شیخ عباس بن محمد رضا بن ابي القاسم قمي د څوارلسمې هجري قمري پیړۍ له فاضلو عالمانو او یو وتلی او پوه شیعه محدث و. هغه په قم کښې د خپلو ابتدايي زده کړو له پوره کولو وروسته په ۱۳۱۶ سپوږمیز کال کښې نجف اشرف ته لاړ او د حاج میرزا حسین نوري له حضوره یې ګټه پورته کړه او د خپل استاذ په تالیفاتو کښې یې مرسته وکړه.

د استاذ له وفات وروسته قم ته لاړ او هم هلته یې د دیني دندو ترسره کول او د ارزښتناکو کتابونو لیکل پيل کړل. هغوي پخپل عمر کښې په لس هاو کتابونه ولیکل چې هر یو یې پخپل ځاې د ژور غور وړ دی. د دوي له آثارو څخه یو مفاتیح الجنان کتاب دی چې د معصومینو علیهماالسلام په زیارتونو او دعاګانو مشتمل دی. د شیخ عباس قمي له نورو آثارو څخه (الانوار البهیّة في تواریخُ الحُجج الالهیّه) ، (الباقیات الصالحات فی الادعیه و الصلواتِ المستحبّات) ، (سفینته البِحار و مدینة الحِکَم و الاثار)، (غایةُ المرام في مناقبُ المُرتضویه) او (منازل الآخره) کتابونو نومونه اخیستی شو.

 

۷۰  کاله مخکښې د ۱۹۵۲ میلادی کال د جولای په  ۲۳ نیټه د مصر  د پخواني  باچا ملک فاروق پر ضد د مصري قومندانانو کودتاه  تر سره شوه .  ملک فاروق په ۱۹۲۰ کال کښې زیږیدلی و. هغه په مصر باندې د خپل پلار، وړومبی فواد په نامه احمد فواد پاشا د باچاهۍ په وختو کښې دنیا ته راغی. په هغه وخت کښې د مصر حکومت د برطانیې تر ملاتړ لاندې و.

فاروق په ۱۹۳۶ کال کښې د خپل پلار له مړینې وروسته په شپاړس کلنۍ کښې د هغه په ګدۍ کښیناست خو په دې وجه چې قانونی عمر ته نه و رسیدلی، د هیواد د چارو واګې د سلطنت د نیابت شورا ته وسپارلې شوې. د دویم نړیوال جنګ په پیل کښې د افریقې په شمال کښې د ډیرو دښمنو قواو د ښکیلیدو په وخت مصر هم د متفقینو په تیره بیا د برطانیې په یو محاذ او اډې بدل شو. ملک فاروق په یو وخت کښې مجبور شو چې د خپلې باطنی غوښتنې سره سره د خپل یو مخالف د وزیراعظمۍ په هکله د انګلستان وړاندیز ومنی خو په ۱۹۴۴ کال کښې یې یوځل بیا پوره قدرت ترلاسه کړ او د صهیونیسټی رژیم له جوړیدو وروسته یې د ځینو نورو عربی هیوادونو په ملګرتیا مصر له نوبنسټه صهیونیسټی رژیم سره په جنګ اخته کړ. په دغه جنګ کښې د مصر ماتې د دغه هیواد خلک په ملک فاروق باندې سخت بدبینه کړل. دې بدبینې د فاروق په مشرتابه نظام کښې د دود فساد ترڅنګ په مصر کښې د جنرال نجیب او جمال عبدالناصر د سپینې او ارامې کودتا زمینه برابره کړه. د دغې کودتا له امله فاروق د ۱۹۵۲ کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه استعفا کولو ته مجبور شو. د کودتا مشرانو وړومبی د احمد فواد په نوم د فاروق ماشوم زوی د دویم فاروق په توګه د سلطنت پر تخت کښینوه خو د ۱۹۵۳ میلادی کال د جون په ۱۸ نیټه په مصر کښې د جمهوریت له اعلانیدو وروسته فاروق او د هغه کورنۍ له مصر څخه وویستله شوه او ایټالیا ته واستوله شوه تر دې چې فاروق د ۱۹۶۵ کال د مارچ په اتلسمه نیټه په ۴۵ کلنۍ کښې په روم کښې مړ شو.

 

او ۱۵  کاله وړاندې د ۲۰۰۷ کال د جولائی په درویشتمه نیټه، د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه وفات شو.  ظاهرشاه د افغانستان وروستی پاچا ؤ چ  له ۱۹۳۳ کاله  یې تر ۱۹۷۳ کال پورې یعنی تر څلویښتو کلونو پورې  پر دغه هیواد واکوالی  وکړه. محمد ظاهر شاه د افغانستان د بارکزئ قوم یو پښتون ؤ  چې د ۱۹۱۴ کال د اکتوبر په شپاړسمه نیټه په کابل کښې د ستر جنرال محمد نادرخان په کورنۍ کښې زیږیدلئ ؤ . هغه یوازې پینځلس کلن ؤ چې د هغه پلار د امیر حبیب ا... کلکانی د لس میاشتنی حکومت په ختمولو سره د افغانستان د پاچائۍ پر ګدۍ کښیناست . محمد ظاهر د خپل پلار په مړینې سره د ۱۹۳۳ کال  د نومبر په  اتمه نیټه د افغانستان پاچا شو. هغه په هغه وخت کښې نولس کلن ځوان ؤ . په افغانستان د ظاهر شاه د واکوالۍ پړاؤ  یو کرار او له آرامښته ډک پړاؤ ؤ  او په دغې مودې کښې د مخکینیو وختونو او له ظاهر شاه د وروسته پړاؤنو په اپوټه افغانستان هیڅکله هم جنګ  نه درلود او همداراز  یې په دوهم نړیوال جنګ کښې بې پلویتوب اعلان کړئ ؤ . هغه د افغانستان د ماډرن کولو په نیت سره په سیاسی او اقتصادی اصلاحاتوسره، د ډیموکراټیک قانون جوړونکی سسټم د تاسیس، د ښونې او روزنې د ماډرن نظام د دودیدا او د ښځو لپاره د پوهنتونونو او تعلیمی مرکزونو د جوړولو اقدام وکړ. په عین حال کښې د ظاهر شاه منتقدینو  د هغه د حکومت پړاؤ د افغانستان د تاریخ یو خورا تورتم پړاؤ بللئ دی او هغه په ناسم اقتصادی مدیریت تورنوی. نیوکه کونکی همداراز ظاهرشاه د قدرت په قبضه کولو او د خپلې کورنۍ کسانو ته د ټولو اداری څوکیو په سپارلو محکوم کوی.

ظاهر شاه بالاخره  د ۲۰۰۷ کال د جولائی په ۲۳نیټه د یوې اوږدې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې .