Jul 27, 2022 12:55 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه

نن د اتوار ورځ یا یکشنبې د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د زمری د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ۱۴۴۳ هجری قمری کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۲۵ او د ۲۰۲۲ میلادی کال د جولایی له ۲۵ نیټی سره برابره ده

د ځینو روایتونو له مخې، د ذي الحجې ۲۵مه نېټه، د حضرت امام علي (ع) او حضرت زهرا(س) او امام حسن او امام حسین (ع) په شان کې د دهر سورت د نازلېدو له کلیزې سره برابره ده.

وروسته له هغې چې حضرت امام علي (ع) او حضرت زهرا (س) د خپل حاجت د پوره کېدو لپاره درې ورځې ژوره نذر کړې وه او د هغو د ادا کولو وخت را ورسید، په درېیو پرله پسې ورځو کې د هغو د کور دروازې ته مسکین، یتیم او اسیر راغلل او ډوډۍ یې وغوښتله.

هغوقدرمنو هم خپله ډوډۍ دوی ته ورکړه او پخپله یې په اوبو روژه ماته کړه.

دې کریمې کورنۍ ددې عمل په مقابل کې،له خلکو څخه هیڅ انعام ونه غوښت بلکې خپل اجر یې له خدایه وغوښت.

په دې وخت کې پر پیغمبر اکرم ص وحي را نازله شوه او د امام علي (ع) او حضرت زهرا (س) په شان کې دهر یا انسان سورت نازل شو.

 

۴۰ کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری لمریز کال د زمری په دریمه نیټه، یو ایرانی توانمن ژباړن او لیکوال ډاکټر حمیدعنایت وفات شو. هغه په ایران کښې د علمی لیسانس له اخیستو وروسته انګلستان ته ولاړ او هلته کښې د لندن له پوهنتونه په سیاسی علومو او په اقتصادی څانګه کښې د ډاکټرۍ درجې په ترلاسه کولو  بریالئ شو. ډاکټر عنایت وروسته ایران ته بیا ستون شو او د تهران په پوهنتون کښې یې څیړنې او تدریس ته مخه کړه. هغه د فلسفې او سیاسی مفکورې په زمینه کښې ډیر کتابونه تالیف او و ژباړل . د ډاکټر عنایت په ټولو آثارو کښې کولئ شو د (سیری در اندیشه سیاسی غرب)، (تاریخ طبیعی دین)  او (اسلام و سوشیالیزم) ته اشاره وکړو.

 

۲۹  کال پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د زمری په دریمه نیټه، یوه ایرانۍ ژباړنه  او څیړانده میرمن عصمت ستارزاده  وفاته شوه. هغه په دولس سوه نوېم هجری لمریز کال کښې د ایران په شمال لویدیځ کښې په تبریز ښار کښې و زیږیده او له سکول وروسته، د یوې استادې په توګه په خدمت بوخت شوه. میرمن ستارزاده سره له دی چې په ځوانئ کښې خپل میړه له لاسه ورکړ او د زمنو د روزنې مسئولیت د هغې پر مټو ؤ، درس زده کولو ته یې دوام ورکړ او د فارسی  ادبیاتو او ژبې  په څانګه کښې یې خپله ډاکټرۍ تر لاسه کړه. عصمت ستارزاده د ترکیې پر ژبې د بلدتیا په دلیل یو شمیر آثار له دی ژبې په فارسی کښې ژباړلی دی چې پکښې  کولئ شو  شرح سودی بر حافظ او شرح کبیر انقروی بر مثنوی ته اشاره وکړو چې د هغی په وجه یې د ایران د کال دترټولو ښه کتاب انعام و ګاټه.

 

۲۹ کال پخوا، د نولس سوه درې نوېم میلادي کال د جولایی په پنځه ویشتمه نیټه، د صیهونیسټ رژیم ځواکونو یو ځل بیا له مځکې، هوا او اوبو څخه د لبنان پر جنوب باندې یوه وحشیانه حمله وکړه. دغه حمله په نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال کښې له یومخیز تیری وروسته د لبنان پر ضد د صیهونیسټانو تر ټولو سخت پوځي عملیات وو. صیهونیسټ رژیم د نیواکګرو صیهونیسټانو او د هغوئ د کورنیو ګوډګیو په مقابل کښې د لبنان د جنوب د مسلمانانو د وسله وال مقاومت په پلمه دغه څاروي ډوله حملې پیل کړې. د لبنان پر جنوب د صیهونیسټي رژیم په سخت پوځي تیري کښې یو سلو اته ویشت عام خلک شهیدان ، پنځه سوه کسان ټپیان  او له څلورو لکو زیات کسان کډه په سر شول. پر دی سربیره، د لبنان کروندو او اقتصادي تاسیساتو ته ډیر تاوانونه ورسیدل . له دغه غیر انساني تیری  سره سره، خلکو او لبناني مبارزینو  د دوه زرم میلادي کال په مئی کښې د خپل هیواد له جنوب څخه د نیواکګرو صیهونیسټانو تر وتلو پورې خپل مقاومت ته دوام ورکړ.