Jul 30, 2022 13:39 Asia/Kabul
  • د تاریخ پانه

نن د نهی ورځ یا ۳ شنبه د ۱۴۰۰۱ هجري لمریز کال د زمري د میاشتې څلورمه، د ۱۴۴۳ هجري قمري د ذالحجې یا لوی اختر ۲۶ او د ۲۰۲۲میلادي کال د جولايۍ له۲۶ نیټې سره برابره ده.

 

۱۲۴ کاله پخوا د ۱۹۹۸ میلادي کال د جولايۍ په ۲۶ نیټه پولینډي پوهانو پير او میري کوري د ریډیم قدرتمن عنصر کشف کړ. د پولینډ سترې فزکس پوهې میري کوري د ۱۸۹۸ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه یو نوی عنصر کشف کړ او ورباندې یې د هغې مینې په وجه چې د دغه هیواد په پولَنډ سیمه کښې له خپل زیږن ځاې سره یې لرله، پلونیوم نوم کښیښود. خو هغه او میړه یې پیر کوري په دې کشف قانع نه شول ځکه چې کومه ماده چې له پلونیم نه وروسته ترلاسه شوه هغه له پلونیم نه ډیره قوي او موثره وه. هغوي بیا د محلول پاکول پیل کړل تردې چې یوه نوې ماده یې پيدا کړه او ورته یې ریډیم نوم ورکړ. ریډیم یو عجیبه عنصر و.  د هغه ریډیو ایکټیویټو قدرت له یورانیم څخه میلیونونو چنده ډير و او دا همهغه څیز  چې میري کوري یې له مودو راهیسې په لټه کښې وه. ریډیم به په اسانۍ سره د عکاسۍ پر فلم اثر کوه او د دې اغیزې شدت به حتی کله چې فلم په رڼا ضد کاغذ کښې پیچل شوی و، هم لیدل کیده. میري کوري پوه شوه چې ریډیم د بدن په بافت او جوړښت اثر کوي او هغه له مینځه وړي نو په دې وجه  د سرطان یا کینسر او د څرمنې د نورو ناروغیو د درملنې لپاره استعمالول کیدې شي. میري کوري د دې کشف له امله د خپل میړه په ملتیا د فزکس د نوبل انعام ترلاسه کړ.

ریډیم د دنیا یو ډیر ګرانبیه او کم پیدا کیدونکی فلیز Metal دی.

 

۹۴ کاله مخکښې د ۱۹۲۸ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه امریکايي ډایریکټر او پروډیوسر سټینلي کوبریک وزیږید. هغه په شلمې پيړۍ کښې د نړۍ یو بهترین ډایریکټر و. د کوبریک فلمونه جنجالي او همداشان د منتقدانو د ستاینې وړ ګرځیدلي دي. کوبریک پخپلو فلمونو کښې په دقیق والي او د ټولو دقیقو جزئیاتو په ښودلو مشهور و. په همدې وجه په فلم جوړونه کښې د هغه طریقه ورو او اوږده وه تر دې چې کله کله به د هغه د دوو فلمونو ترمینځ څوڅو کاله ځنډ راتله.

هغه د ډایریکټر په توګه پخپل ۴۸ کلن دوران کښې یوازې ۱۳ اوږده فلمونه جوړ کړل. د هغه د فلمونو ډول ډول طریقو همداشان د هغه ځانته والي کوبریک مشهور کړی دی، که هغه د فلم جوړونې په طریقه کښې و او که د هغه د فردي شخصیت په هکله. سټینلي کوبریک د سینما په تاریخ کښې له ګوته په شمیر کمال پالو ډایریکټرانو څخه و. کوبریک او اورسن ولز د سنما د دنیا دوه نابغان ګڼل کیږي.

 

۷۸ کاله مخکښې د ۱۳۲۳ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې په څلورمه نیټه په ایران کښې د پهلوي لړۍ بنسټګر، په رضا خان مشهور رضا پهلوي له ۱۶ کلنې باچاهۍ او درې کاله جلاوطنۍ وروسته په جنوبي افریقا کښې مړ شو. هغه په ۱۲۵۷ لمریز کال کښې د ایران د شمال په یو کلي کښې زیږیدلی و.

رضا خان په ۱۲۹۹ لمریز کال کښې په داسې حال کښې چې د سمندري ځواکونو افسر و، د انګلستان لخوا ورته دنده ورکړی شوه چې د لندن حکومت د ګټو د ساتنې لپاره په ایران کښې کودتا وکړي. له دغې کودتا وروسته رضا خان دفاع وزیر شو او بیا وزیراعظمۍ ته ورسید. هغه بلآخره د برطانیې په ملاتړ سره په ۱۳۰۴ هجري لمریز کال کښې د قاجار لړۍ وپرزوله او ورسره د عالمانو او آزادي غواړو سیاستوالانو له مخالفت سره سره د باچاهۍ په تخت کښیناست او بیا یې ۱۶ کاله په ایران باندې ظالمانه حکومت وکړ او هڅه یې وکړه چې په ایران کښې د اسلامي فرهنګ او کلتور پرځاې د لویدیځ کلتور سمبولونه دود کړي. په همدې وجه د ایران مسلمان خلک له رضا خان سره سخت مخالف وو.

د دویم نړیوال جنګ له پیلیدو او له جرمن ډیکټاټور هټلر سره ملګري کیدو ته د ایران د ظالم باچا د ګروهنې له څرګندیدو وروسته متفقینو ایران ونیوه او په ۱۳۲۰ لمریز کال کښې یې رضا خان ونیوه او سویلي افریقې ته څیرمه موریس جزیرې ته یې جلاوطن کړ.

 

 

۶۶ کاله مخکښې د ۱۹۵۶ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه د مصر د هغه وخت ولسمشر جمال عبدالناصر، سویز کانال ملي اعلان کړ او د هغه د اداره کولو لپاره یو مصري سازمان جوړ شو. سویز کانال په ۱۸۹۶ میلادي کال کښې د انګلستان لخوا د مصر له نیواک وروسته جوړ شو چې له امله یې د اروپا او ایشیا ترمینځ سمندري لاره لنډه شوه. په سویز کانال باندې د انګلستان او هم د فرانسې ولکې دوام درلود تردې چې د جمال عبدالناصر د حکومت په وختو کښې هغه له دغه سټراټیجک کاناله د دغو دوو استعماري حکومتونو د لاس لنډولو لپاره هغه ملي اعلان کړ. د عبدالناصر له دې کار وروسته د انګلستان، فرانسې او صهیونیسټي رژيم ځواکونو په یو وخت پر مصر حمله وکړه خو د سویز په جنګ کښې د دغو هیوادونو له پوځي برترۍ سره سره په تیري ګرو حکومتونو باندې نړیوال دباو او دمصر د مسلمانو خلکو مقاومت د سویز کانال له سیمې د نیواکګرو د شاتګ سبب شو او دا کانال د مصر د حکومت او ولس په واک کښې راغی.

 

۵۷ کاله وړاندې د ۱۹۶۵ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه د ایشیا په سویل کښې د مالدیپ د ټاپوګانو ټولګې خپلواکي ترلاسه کړه. دا جزیرې د شپاړسمې پيړۍ په وړومبیو کښې پرتګالیانو نیولې وې، بیا ورباندې هالینډیان، فرانسویان او بلآخره د نولسمې پیړۍ په وروستیو کښې انګریزان په مالدیپ مسلط شول. په دې دوران کښې مالدیپ د سري لنکا یوه برخه وه. د سري لنکا له خپلواکۍ وروسته برطانیې په ۱۹۴۸ کال کښې مالدیپ ته خپلواکي ورکړه او ۱۷ کاله پس په ۱۹۶۵ کال کښې د ټاپوګانو دا ټولګه خپلواکه شوه.

مالدیپ هیواد چې کابو له دوو زرو مرجاني جزیرو جوړ دی، ۲۹۸ مربع کیلومیټره پراختیا لري او د برصغیر په سویل کښې په هند سمندر کښې پروت دی.

 

۴۳ کاله مخکښې د ۱۹۷۹ میلادي کال د جولایۍ په ۲۶ نیټه د الصاعقه فلسطیني سازمان د هغه وخت لوې مدیر زُهیر محسن د فرانسې په کان ښار کښې د صهیونیسټي رژيم د جاسوسي ادارې موساد د عواملو په لاس ووژل شو. صهیونیسټ ترهګر د زهیر محسن له وژلو وروسته وتښتیدل او د فرانسې پولیسو هم ادعا وکړه چې د هغوي هیڅ پته درک یې نه دی موندلی. سره له دې چې صهیونیسټي رژیم د فلسطین ډیر خلک او مشران وژلي دي، خو د امریکې په شان له ترهګرۍ سره د مبارزې مدعي هیوادونو هیڅکله دغه رژیم نه ده غندلی.

=    او له ننه ۲۵  کاله مخکښې د ۱۳۷۶ لمریز کال د زمري په څلورمه نیټه د نړۍ د درنو تیلو ترټولو ستر چاڼځاې په بندر عباس کښې افتتاح شو. په بندر عباس کښې دغه چاڼځاې یا ریفاینري له طراحۍ نه تر جوړیدو او د هغه د تجهیزاتو د لګیدو تر مرحلې پورې د ایراني ماهرانو او کارپوهانو لخوا برابر شو. دا چاڼځاې د ایران د تیلو د صنعت یوه مهمه طرحه ده او د تیلي محصولاتو د تولید د ظرفیت د لوړولو او د کورني مصارفو د برابرولو او بهر ته د هغې د یوې برخې د صادرولو لپاره جوړ شوی دی.