Jul 30, 2022 13:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پآنه

نن د زیارت ورځ یا ۵ شنبه د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د اسد یا زمري د میاشتې ۶مه نیټه ده چې د ۱۴۴۲ هجري قمري کال د ذالحجې یا لوی اختر له ۲۸ مې او د ۲۰۲۲ میلادي کال د جولای له ۲۸ نیټې سره سمون لري.

 

۱۳۸۰  کاله مخکښې د ۶۳ هجري سپوږمیز کال د ذی الحجې یا لوې اختر د میاشتې په ۲۸ نیټه په ۶۱ قمري کال کښې د امام حسین علیه السلام له پاڅونه دوه کال پس، د (حَرّه) پیښه رامینځته شوه. په دغه کال د مدینې منورې خلکو چې د معاویه د زوي یزید له ظلم او فساده پوزې ته راغلي وو، د هغه لاس کښینولی واکمن مروان یې له مدینې ښاره وشړه. له دغې پیښې وروسته یزید، د مسلم بن عقبه په نوم خپل یو ظالم او خونړی مامور په یو ستر لښکر سره د مدینې په لور ولیږه او هغه په پراخه پيمانه د دغه ښار خلک ووژل او د هغوي مالونه یې لوټ کړل. د اسلام په ابتدا کښې دا ستره وژله بې مخینې وه او ځینو مورخانو ویلي چې د حره په پیښه کښې له لسو زرو زیات کسان ووژل شول.

د ویلو ده چې د یزید بن معاویه حکومت درې نیم کاله دوام وکړ او په دغه موده کښې یې په خلکو باندې له هیڅ ظلم او ستمه ډډه ونه کړه. یزید د خپل حکومت په وړومبني کال د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) خوږ لمسی حضرت امام حسین بن علي علیه السلام او د هغه ۷۲ ملګري شهیدان کړل. د حکومت په دویم کال یې د مدینې د خلکو وژلو ته مخه کړه او په دریم کال یې په مکې مکرمې حمله وکړه.

 

 

۱۴۴  کاله وړاندې د ۱۸۷۸ م کال د جولای په ۲۸مه نیټه د برلین تاریخي معاهده په همدې نامه د غونډې په پای کې چې د روسیې ، جرمني ، فرانسې ، برتانېې او اطریش استازو په کې ګډون درلود لاسلیک شوه .

د برلین غونډه د جرمني د وخت د صدر اعظم بیسمارک په غوښتنه جوړه شوه د دې معاهدې په لاسلیک سره د جرمني سیاسي او فوځي قدرت خپل اوج ته ورسیداو د دې هیواد د پراختیا غوښتنې لپاره زمینه برابره شوه .

په اصل کې په ۱۸۷۸ م کال کې د برلین د تړون په لاسلیکیدا سره د لومړنۍ نړیوالې جګړې د تر سره کیدا لپاره زمینه برابره شو

 

۴۶ کاله وړاندې د ۱۹۷۶د جولای په ۲۸مه نیټه یوې درنې زلزلې د چین ختیځ تانک شان ښار ولړزاوه .

د دې زلزلې قدرت د ریشتر په کچه ۷ اعشاریه آته درجې ؤ ، په دې زلزله کې ۶ لکه کسان مړه او لکونو نور یا ټپيان او یا کډه کولو ته اړ شول .

البته د چین چارواکو د دې زلزلې رسمي تلفات ۲۴۰ زره تنه اعلان کړل.

دا زلزله په چین کې د ۱۵۵۶ م کال له زلزلې را وروسته تر ټولو ستره زلزله ګڼل کیږي .

په هغه زلزله کې هم۸ لکه ۳۰ زره تنه وژل شوي ؤ .

 

 

۳۳ کاله وړاندې د ۱۳۶۸ لمریز کال د زمري په ۶مه نیټه د ایران مسلمانو خلکو د ولس مشرۍ له ټول ټاکنو سره په یوه وخت په یوه ټول پوښتنه کې په ګډون سره په غټ اکثریت سره د ایران د اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې را منځته شوي اصلاحات تائید کړل .

 حضرت امام خمیني ره تر خپل رحلت لږ وړاندې د ۱۳۶۸ ه لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د دې اصلاحاتو د تر سره کیدا او په همدې موخه د یوه مجلس د جوړیدا فرمان صادر کړ.

د اساسي قانون تر ټولو مهم بدلون د رهبرۍ د مقام لپاره د مرجعیت د شرط حذفول ؤ همداراز د ولس مشر د اختیاراتو ډيرول او د لومړي وزیر د پوست لرې کول هغه نور مهم بدلونونه ؤ چې د مسئولیتونو له تداخل د مخنیوي او د مجریه قوې د لا ډير انسجام په موخه اجرايي شول

د اساسي قانون د دې اصلاحاتو په اساس په مجریه قوه د تمرکز او د هغې د کارندوالي د زیات والي په موخه د دې قوې له ریاست ،عالي قضايی شورا حذف شوه او په ځای ېې د قضایه قوې ریس د دې قوې مسئولیت په خپله غاړه واخیست .

د ولس مشرۍ د ټول ټاکنو په پنځم پړاو کې د امام خمیني نږدې یار آيت الله هاشمي رفسنجاني د ایران د ولس مشر په توګه وټاکل شو .

 

 ۱۳ کاله وړاندې د ۱۳۸۸ لمریز کال د زمري په آتمه نیټه ایرانی مطرح ډایریکټر سیف ال... داد وفات شو .

نوموړی په ۱۳۳۴ لمریز کال کې په خرمشهر کې وزږید او په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د شیراز له پوهنتون څخه د ټولنې پيژندنې په برخه کې فارغ شو .

د ۶۰ مې لسیزې په لومړیو کې نوموړی د ایران د لومړۍ تلویزوني شبکې د فلمنامې یا سکریپټ د څیړنې د شورا غړی ؤ او له هغې وروسته د فارابي سینمايي بنسټ غړی شو .

داد، د اویایمې لمریزې لسیزې په لومړۍ نیمايي کې د دوو کلونو لپآره د سینما د مدیره پلاوي ریس ؤ ، خو له ۱۳۷۶تر ۱۳۷۹ کلونو د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت سینمايي مرستیال ؤ .

نوموړي د خپل فعالیت د کلونو په اوږدو کې د زیر باران ، کانیمانګا، او بازمانده په څير د فلمونو له ډایرکترۍ سر بیره د تدوینوونکي په توګه هم فعالیت کاوه .

سیف ا... داد  د تدوینوونکي په توګه په (هور در آتش) (ابلیس) (در مسلخ عشق) او (بچه های طلاق) فلمونو کې فعالیت کړی دی او  د ابراهیم حاتمي کیا په ( از کرخه تا راین) په فلم کې ېې د طرحې د مجري په توګه کار کړی دی.

سیف الله داد بلآخره د ۱۳۸۸ لمریز کال د زمري په ۶مه د تهران د مهر په روغتون کې د سرطان د ناروغۍ له کبله له نړۍ سترګې پټې کړې.