Jan 16, 2023 14:09 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (پنځه لسم) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت د لومړي تر څلورم آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: هغه خدای چې له هغه پرته بل هېڅ برحقه معبود نشته ژوندی او تلپاتې دی. دا کتاب یې په حق سره تاسو ته ولېږه په داسې حال کې چې هغه کتاب د پخوانیو کتابونو تصدیق کوونکی وو او همدارنګه تورات او انجیل یې له قرآن وړاندې د خلکو د هدایت او بیا یې فرقان نازل کړ یقینا هغه کسان چې د خدای  آیایتونه نه مني، سخت عذب لري او خدای نه ماتېدونکی او د غچ اخیستو مالک دی.

د نجران له مسیحیانو ۶۰ کسان د اسلام په اړه د څېړنې په موخه، مدینې ته د حضرت رسول(س) خواته راغلل. نجران د مکې په سویل ختیځ کې د حجاز او یمن په پوله ایزو سیمو کې آباده او د اویا کلیو درلودونکې سیمه ده.  د اسلام په لومړیو کې، دا سیمه یوازې د حجاز مسیحي مېشتې سیمه وه، چې مسیحیت دین یې منلی وو. د اسلام پیغمبر(ص) د خپل رسالت په لومړیو کې د نړۍ مشرانو ته لیکونه ولېږل او له دې لارې دوی یې د اسلام مبارک دین ته راوبلل. په دې منځ کې د نجران اسقف ابوحارث ته هم یو لیک ولېږه او پکې د نجران مسیحیان یې اسلام ته راوبلل.  په دې لیک کې داسې راغلي وو: د ابراهیم، اسحاق او یعقوب د خدای په نامه. دا د نجران اسقف ته د خدای د پیغمبر محمد لیک دی. د ابراهیم او اسحاق او یعقوب د خدای ستاینه کوم او تاسو د بندګانو له عبادته د خدای عبادت ته رابولم. تاسو رابولم چې د خدای د بندګانو له عبادته ووځئ او د خدای عبادت ته مخه کړئ.

د پیغمبر(ص) استازو لیک یې د نجران مسیحیانو اسقف ته ورساوه. اسقف د پرېکړې لپاره شورا رامنځته کړه، شرجیل چې په عقل او درایت مشهور وو وویل: له مذهبي لارښوونکو مو اورېدلي چې نبوت یوه ورځ د اسحاق له نسله د اسماعیل اولادونو ته لېږدول کېږي او لېري نه ده محمد خو د اسماعیل له اولادې دی، چې هماغه موعود پیغمبر وي. پرېکړه دا شوه چې د دوی ۶۰ کسان مدینې ته ولاړ شي او له نږدې له پیغمبر(ص) سره وویني او د هغه د نبوت دلیلونه وڅېړي.

د دې ډلې ۱۴ کسان، مخور او مشران وو او د دوی ۳ کسان، د ریاست دنده یې پرغاړه درلوده. د نجران مسیحیانو د خلکو ترمنځ ځانګړي سیاسي او دیني سلسله مراتب جوړ کړي وو او د نجران سیاسي، مذهبي او ټولنیزې چارې د دې درې کسانو تر پام لاندې اداره کېدې، چې هر یو یې ځانګړې دنده درلوده. له دې درې کسانو څخه یو یې په عاقب مشهور عبدالمسیح وو. دی په عقل او درایت کې مشهور وو او ټول کارونه د ده په مشورې ترسره کېدل. عاقب تل وروستی نظر وړاندې کاوه او هېچا د هغه له نظریې سره مخالفت نه کاوه. اهتم بن نعمان په سید باندې معروف هم د دې درې کسیزې ډلې یو بل کس وو، سید لوړ عمره سړی وو چې له هر لحاظه د نجران مسیحیانو ته د منلو وړ کس وو. درېیم نفر هم لوی اسقف او د روم او حجاز  د کلیسا رسمي استازی، دانشمند او مخور کس، ابو حارثه ابن علقمه وو. ابوحارثه د مسیحیانو د ټولو کتابونو په اړه مالومات درلودل او داسې یو محبوبیت یې درلود، چې د روم پادشاهانو د ده په نوم کلیساګانې جوړې کړې وې. کله چې د نجران پلاوي د دې درې کسانو په سرپرستۍ، د مدینې په لور حرکت وکړ، ابوحارث په خپلې کجاوې کې خپل ورور کرز بن علقه هم سپور کړی وو. د لارې په منځ کې په ناڅاپي توګه د دوی د مرکب پښه له ډبرې سره ونښته او د دوی کجاوه پر ځمکې ولوېده. د ابوحارثه ورور چې سخت پر ځمکه لوېدلی وو، په خپګان سره یې وویل: نابودي پر دې سړي، له خیر او سعادت دې لیري وي! او هدف یې پیغمبر(ص) وو. ابوحارثه چې دا خبره واورېده په خپګان سره یې هغه ته وویل: نابودي دې پرتا وي!  کرز وویل: د څه لپاره وروره؟! ابوحارثه ځواب ورکړ: د دې لپاره چې په خدای قسم، دی هماغه پیغمبر دی چې موږ ده ته سترګې په لاره یو. کرز په تعجب سره وویل: نو ولې له هغه څخه اطاعت نه کوئ؟ ابوحارثه په ځواب کې وویل: دا هغه مقام او منصب دی چې مسیحیانو موږ ته راکړی دی، او دا د هغه خنډ دی چې زه د هغه اطاعت وکړم او تازه که زه د هغه اطاعت وکړم نور مسیحیان زما اطاعت نه کوي.

پیمغبر(ص) د مازدیګر لمونځ پایته رسولی وو، چې د نجران د استازولۍ پلاوي په داسې حال کې چې ورېښمینې ښکلې جامې یې اغوستې وي او په لاسونو کې د سرو زرو ګوتې او په غاړه کې یې صلیب وو، جومات ته ننوتل. مسلمانانو تر هغه وخته پوري د هغه ډلو په منځ کې چې د پیغمبر(ص) لیدو ته راغلي وو، داسې ښکلی هرکلی نه وو لیدلی. همدارنګه مسیحیانو د لمانځه پر وخت د خپل ناقوس غږ اوچت کړ او د ختیځ په لور په لمانځه بوخت شول. ځینو صحابه وو غوښتل د دوی د عبادت مخه ونیسي، خو پیغمبر(ص) وفرمایل: اجازه ورکړئ خپل لمونځ ادا کړي. دوی په پوره آرامښت سره د مسجدالنبي په روحاني فضا کې د خپل لمانځه مراسم ترسره کړل، بیا عاقب او سید د خبرو لپاره د پیغمبر(ص) خواته راغلل. پیغمبر دوی ته پاملرنه ونکړه. دوی د پیغمبر(ص) د نه پاملرنې علت پوهېدو لپاره د عثمان او عبدالرحمن بن عوف خواته چې له دوی سره یې پېژندل، ولاړل او وې ویل: محمد موږ ته لیک راکړی وو او موږ یې رابللي وو. خو دا چې موږ یې ونه منلو. دوی دواړو وویل: د حل لاره له علي بن ابي طالب(ع) سره ده. دوی د علي(ع) خواته ولاړل او د علت پوښتنه یې وکړه. علي(ع) وفرمایل: تاسو په ویاړمنو او تزیین شوي جامو او پر غاړې ځوړند صلیب سره جومات ته ننوتلي یاستئ، نو خپلې جامې بدلې کړئ او په ساده ډول او له کوم تزیین پرته له هغه حضرت سره وګورئ، ترڅو ستاسو هرکلی وکړي. د نجران مسیحیانو د علي(ع) د لارښوونې له مخې ورېښمینې جامې او سرزر لیري کړل او په ساده او عادي ډول د پیغمبر(ص) خواته راغلل. پیغمبر(ص) هم په ورین تندي د دوی هرکلی وکړ.

مسیحیانو د خدای پیغمبر ته مخ کړ او وې پوښتل: موږ څه ته رابلې؟ آیا موږ هم باید تاسو لکه د حضرت عیسی(ع) په څېر خدای وبولو او ستاسو عبادت وکړو؟ پیغمبر په ځواب کې وفرمایل: هېڅکله، زه له یوه خدایه پرته د بل چا عبادت نه کوم او تاسو ته هم بلنه درکوم، چې یوازې د هغه عبادت وکړئ. دوی دواوړ وویل: موږ له تاسو وړاندې اسلام منلی. پیغمبر وفرمایل: تاسو خدای ته تسلیم نه یاستئ، درې شیان دي چې تاسو یې له مسلمانۍ ګرځولي یاستئ. تاسو خدای ته اولاد قایل یاستئ. د صلیب عبادت کوئ او د خنزیر غوښه خورئ، چې دا د حق له دین سره مخالف دي. عاقب او سید وپوښتل: که عیسی د خدای زوی نه دی، نو پلار یې څوک دی؟ پیغمبر وپوښتل: آیا تاسو منئ چې هر اولاد خپل پلار ته ورته دی؟ وویل: هو. پیغمبر وفرمایل: آیا منئ چې زموږ پروردګار تل ژوندی دی او نه مري، خو عیسی مري؟ وویل هو. پیغمبر بیا وپوښتل: آیا منئ چې خدای د ټولو شیانو واک لري او ټولو ته روزي ورکوي؟ وویل: هو. پیغمبر وپوښتل: آیا د مریم زوی عیسی داسې ځانګړنې لري؟ وویل: نا. پیغمبر بله پوښتنه وکړه او وې فرمایل: آیا پوهېږئ هېڅ شی په ځمکې او آسمان کې د خدای له علم څخه پټ نه دي؟ وویل: هو پوهېږو. پیغمبر بیا وفرمایل: آیا عیسی د خدای په څېر له ټولو شیانو خبر دی؟ وویل: نا عیسی له ټولو شیانو خبر نه دی. پیغمبر خپلو خبرو ته په یوې بلې پوښتنې سره دوام ورکړ، چې آیا نه منئ چې خدای، عیسی یې د مور په رحم کې هغه ډول چې غوښتل جوړ کړي؟  وویل: منو یې. آیا باور نه لرئ چې حضرت عیسی (ع) لکه د نورو ماشومانو په څېر د مور په نس کې وو او مور یې لکه د نورو مېرمنو په څېر هغه یې زېږولی دی؟  آیا بارو نه لرئ چې عیسی له زېږېدو وروسته لکه د نورو ماشومانو په څېر له اوبو او خوړو کار اخلي؟ وویل: بارو لرو. بیا پیغمبر موسکی شو او وې فرمایل: نو څنګه شونې ده چې عیسی دې هغه ډول وي، چې تاسو فکر کوئ؟ بیا پیغمبر اکرم(ص) وفرمایل: آیا حضرت عیسی(ع) د پلار نه درلودو له اړخه لکه د حضرت آدم (ع) په څېر نه دی؟ او دی د پلار او مور نه درلودو له امله، ستاسو ادعا ته نږدې او غوره نه دی!

کله چې خبره دلته ورسېده ټول غلي وو. په دې وخت کې، د آل عمران له لومړي تر څلورم آیتونه، د اسلامي معارفو د توضیح لپاره نازل شول: بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیمِ/ الم / اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ الْحَیُّ الْقَیُّومُ /نَزَّلَ عَلَیْکَ الْکِتَابَ بِالْحَقِّ مُصَدِّقًا لِمَا بَیْنَ یَدَیْهِ وَأَنْزَلَ التَّوْرَاةَ وَالْإِنْجِیلَ / مِنْ قَبْلُ هُدًى لِلنَّاسِ وَأَنْزَلَ الْفُرْقَانَ إِنَّ الَّذِینَ کَفَرُوا بِآیَاتِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِیدٌ وَاللَّهُ عَزِیزٌ ذُو انْتِقَامٍ: د رحمن او رحیم خدای په نامه، الف – لام – میم. خدای چې له هغه پرته بل برحقه معبود نشته ژوندی او تلپاتې دی. دا کتاب یې په حق سره تاته در ولېږه، په داسې حال کې چې هغه کتاب د پخوانیو کتابونو تصدیق کوونکی وو او تورات او انجیل له قرآن وړاندې د خلکو د هدایت په موخه او بیا یې فرقان نازل کړ او یقینا هغه چې د خدای آیتونه نه مني، سخت عذاب به ولري او خدای نه ماتېدونکی او د غچ اخیستو مالک دی.

درمنو مینوالو! د دې برنامې د وخت له پایته رسېدو وړاندې، ستاسو پام دې مطلب ته رااړوو چې د مسیحیانو دې پلاوي له حق منلو څخه د تېښتې لپاره، د مباهلې وړاندیز وکړ. په دې مانا چې په ټاکلي وخت کې په یوه ځای کې د خدای تعالی عبادت او راز او نیاز وکړي او پر مقابل لوري نفرین ووایي، ترڅو خدای تعالی پر دروغجن او باطل باندې عذاب نازل او هغه له منځه یوسي. خو د پیغمبر(ص) او د اهل بیتو هوډمنې  څېرې په لیدلو سره له دې پرېکړې په شا شول او د اسلام له دښمنانو سره په جګړې کې له مسلمانانو سره مرستې کولو او د جزیې ورکولو ته یې غاړه پرېښوده.  البته د تاریخ له قوله، له لږې مودې وروسته، عاقب او سید د پیغمبر(ص) خواته راغلل، مسلمان او د ابوایوب انصاري په کور کې مېشت شول.

ژباړه: زماني