Jan 16, 2023 15:58 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د پاکستان او افغانستان په تېره اونۍ کې اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د پاکستان په کویټې ښار کې د دې هېواد بلوچیستان صوبې او د ایران اسلامي جمهوریت د سیستان او بلوچیستان ولایت د پوله ایزې کډې سوداګریزې کمېټې لسمه ناسته ترسره شوه. د نهمې ناستې د هوکړې د برخو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ډېرېدلو څېړنه د ایران او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې ګډې کمېټې د لسمې ناستې مهم محور اعلان شوی دی. د سوداګریزو ناستو له اړخه، د ایران او پاکستان ترمنځ پوله ایزې سوداګرۍ له څو اړخونو مهم دي، لومړی دا چې د دواړو لورو ترمنځ د اقتصادي فعالیتونو د ښه کېدو لامل ګرځي. نو د پوله ایزو بازارونو رامنځته کول او د سوداګریزو فعالیتونو شونتیا کولای شي د ایران او پاکستان د پوله ایزې اقتصادي برخې پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي. دویم دا چې هرڅومره د ایران او پاکستان ترمنځ پوله ایزې سوداګریزې همکارۍ او اړیکې ډېرې شي، په هماغه کچه د پولو امنیت هم پیاوړی کېږي. ځکه هغه شرایط چې لامل ګرځي له ترهګریزو ډلو سره یوڅوک یوځای شي، لوږه او بېوځلي ده. له دې امله، د پوله ایزو سوداګریزو اړیکو ډېروالي ته د ایران او پاکستان پاملرنه کولای شي په سیمه کې د تلپاتې امنیت راتلو سره مرسته وکړي.

د پاکستان پوځ د قوماندانانو د ګډې کمېټې د مشر په توګه د ساحر شمشاد ټاکل کېدل د ایران اسلامي جمهوریت او پاکستان ترمنځ د پوله ایز امنیت په ټینګښت سره پوله ایزو همکاریو ډېروالي ته هیله مندۍ ډېرېږي. په همدې حال کې، جنرال باقري له جنرال شمشاد سره په ټلفوني خبرو کې د ده د ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ، د ګډې پوځي ډلې رامنځته کولو لپاره د ایران اسلامي جمهوریت بشپړ چمتووالی اعلان کړ. د دواړو هېوادونو پوځي همکاریو اړتیا ته په کتو په ځانګړې توګه په پوله ایزو برخو کې د امنیت لپاره د ایران او پاکستان ترمنځ د پوځي همکارۍ ډېروالی خورا ډېر ارزښت لري. په همدې اړه، ښاغلي جنرال باقري د لوړ ربته قوماندانانو متقابلې لیدنې او د ایران او پاکستان پوځي ځواکونو ترمنځ له تخنیکي، عملیاتي او ښوونیزو وړتیاوو کار اخیستنه، د ملي ګټو له مخې او د پوځي همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم او جدي ګام یادکړ.

پوله ایز کارپوه سروش امیري په دې اړه وايي: د ایران او پاکستان پوله ایزې سیمې تل د ترهګریزو ډلو د فعالیت له امله ناامنې وې. له دې امله، د ایران اسلامي جمهوریت د ترهګیزو ډلو له منځه وړلو او په ګډو پولو کې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره د دواوړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او پوله ایزو همکاریو ډېروالی ګټور یادوي. دا موضوع کولای شي د ایران او پاکستان ترمنځ د پوله ایزو اقتصادي همکاريو د پیاوړتیا لامل وګرځي.

د پنجاب ایالتي پارلمان د لغوه کېدو په اړه د پاکستان تحریک انصاف پرېکړه په دې هېوادکې د سیاسي ناورین د ډېرېدو ښکارندويي کوي. دا ګوند چې د خیبر پښتونخوا ایالت او د پنجاب ایالتي دولت ریاست پر غاړه لري، په بل ګام کې غواړي د دې ایالت ایالتي پارلمان هم لغوه کړي. د تحریک انصاف ګوند موخه د پارلمان لغوه کولو او له مودې وړاندې ټاکنو ترسره کېدو لپاره پر فدرال دولت د ډېر فشار راوړل ده، چې  د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د هغه د منلو لپاره هېڅ لېوالتیا نه لري. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د نواز د مسلم لیګ ګوند په سیاسي فشارونو او د پیپل ګوند په  همکارۍ سره په پارلمان کې له دندې لېري شو، داسې چې په جدې ډول د پارلمان لغوه کولو لپاره د شهباز شریف اړ ایستو په لټه کې دی، ترڅو وښيي چې اوس هم په ډګر کې شته او په بېلابېلو فشارونو له هغې ډلې پر ده د ترور هوډ او د نیولو پرېکړې په صادرېدو سره بیاهم له مودې وړاندې د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کوي. هغه وضعیت چې په هېڅ ډول په فدرال دولت کې د دوو حاکمو ګوندونو لپاره ښه نه دی، ځکه له مودې وړاندې ټاکنو ترسره کېدو ته هېڅ هیله مندي نه لري.

په تېره اونۍ کې افغانستان هم له بېلابېلو خبرونو او پېښو سره مخ وو. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت دروازې مخې ته د ترهګریزې چاودنې ټپیانو وضعیت ته د رسېدنې په موخه د ایران اسلامي جمهوریت روغتیايي او نورو مرستو لېږلو وښوده، چې د ایران ملت او دولت تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ شتون لري. په دې مرستو کې له لسو ټنو ډېر درمل او درې نیم ټنه روغتيايي توکي شامل وو چې کابل ته ولېږدول شول. په دې ترهګریزه پېښه کې له ۵۰ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د ایران اسلامي جمهوریت د دې ترهګریزې پېښې په غندلو او د مرستو په لېږلو سره وښوده چې په هرډول شرایطو کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ شتون لري. په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې په ځانګړې توګه د داعش ترهګریزې ډلې له لوري ترهګریز بریدونه ډېر شوي، چې دې ترهګریزه ډلې په کابل کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د چاودنې مسئولیت پر غاړه واخیست. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په کراتو د افغانستان خلکو د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړی دی.

په افغانستان کې د ښځو د کار او د نجونو د زده کړو په اړه له طالب چارواکو سره د خبرو په موخه د یوه پلاوي لېږلو لپاره د اسلامي همکارۍ سازمان له اعلان سره سم، طالبانو اعلان وکړ چې دا موضوع یې درک کړې او دا مسئله به حل شي. طالبانو په خصوصي برخو او نړیوالو بنسټونو کې دښځو د کار ستونزې د حل مودې ته اشاره نه ده کړې، خو په روغتيايي او درملیزو برخو کې د ښځو استثنا راوستو ته په کتو، شونې ده طالبان په خصوصي او نړیوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز په اړه شاتګ وکړي او له تمې لېري نه ده. که څه هم طالبانو د خپلو پرېکړو پر نه بدلېدو ټینګار کړی دی، خو په کورني چارو لکه په روغتیايي او درملیزو برخو کې د ښځو چوپړتیاوو ته اړتیا او همدارنګه په دې اړه بهرني فشارونه بې اغېزې نه وو. خو هغه څه چې په دې وروستیو کې د سیاسي او ټولنیزو ناستو د پام وړ ګرځېدلی، د هغه کورنیو د ستونزو ډېروالی دی کوم چې د دوی سرپرستې، ښځې دي؛  ځکه کورنۍ جګړې او له ۴ لسیزو ډېره موده تېری، د ډېرو کورنیو د سرپرستانو د معلولیت، له کاره لوېدو او یا د دوی د مړینې لامل  شوی دی، چې اوس د دې کورنیو سرپرستي د ښځو پر غاړې ده، چې په خصوصي او نړیوالو بنسټونو کې د دوی پر کار په بندیز سره، د کورنۍ لګښت برابرولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.

یو هغه خبر چې په تېره اونۍ کې په افغانستان کې له کورني غبرګونونو سره مخ شو، په افغانستان کې په خپل دویم ځل حضور کې د افغانستان خلکو په وژنو کې د انګلیسي شاهزاده اعتراف وو. ده په خپل کتاب کې اعتراف کړی چې د افغانستان ۲۵ کسان یې لکه د شطرنج پر صفحې د لوبې په څېر وژلي او له منځه وړي دي، دې اعتراف د افغانستان په ټولنه کې ډېری غبرګونونه راوپارول، داسې چې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه زده کړیالان د انګلیسي شاهزاده د محاکمې غوښتونکي شول. د افغانستان د چارو شنونکی حسیني مرازي په دې اړه وایي: انګلیس او امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په  افغانستان کې ډېری جنایتونه ترسره کړې، چې ډېری یې اوس هم پټ پاتې دي. هغه څه چې د خوشینی ځای دی دا دی چې جنایتونه یې افشا شوي هم دي، خو په هېڅ یوې محکمې کې محاکمه شوي هم نه دي او په ډېرې بې شرمۍ سره خپل جنایتونه په افغانستان کې په ویاړ سره د خاطرو په بڼه لیکي. په هر صورت، د افغانستان خلک تمه لري چې نړیوال حقوقي بنسټونه د لوېدیځو نیواګرو سرتېرو په ځانګړې توګه د امریکا او انګلیس د جنایتونو ته د رسېدنې په موخه په دې اړه خپلې جدې څېړنې پیل کړي. او اجازه ورنکړي چې جنایتکاران د تفریح لپاره په افغانستان کې د ملکیانو په وژنو لاس پوري کړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه