Feb 01, 2023 15:06 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۱۷)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د رڼا سرچینې نومي لړۍ له ننني (۱۷م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د رڼا سرچینو د لړۍ په دې برخه کې د آل عمران سورت ۷م آیت شأن نزول څېړو چې فرمايي: او دی هغه څوک دی، چې کتاب یې پر تاسو نازل کړ، د هغه ځیني آیتونه، محکم آیتونه دي چې د کتاب اصل دي او ځیني نور یې  متشابه آیتونه دي، خو هغه کسان چې په زړونو کې منحرف وي، یوازې له متشابهو آیتونو پیروي کوي ترڅو له دې لارې فتنه رامنځته کړي او له دې امله هغه آیتونه په خپله خوښه تأویلوي.

هوا تراوسه تیاره شوې نه وه چې «حُیَیّ بن اخطب» په بېړه له خوبه پاڅېده او په بېړه یې خپل ورور ته غږ وکړ، او هغه څه چې د آل عمران سورت په پیل کې د مقطعه تورو په اړه ترلاسه کړي وو، له هغه سره یې شریک کړل او وویل: د ابجدوحساب له مخې چې ما زده کړي، پیغمبر او د هغه امت له ۷۱ کلونو ډېر دوام نه کوي او د دوی حکومتي نظام پایته رسېږي. بیا یې د خپلې محاسبې تګلاره روښانه کړه. ورور یې هم د هغه ستاینه وکړه.

یو ساعت نه وو تېر شوی چې د دې وړاندوینې خبر یهودیانو ته ورسېد. یوشمېر کسان د یهودي پوه په کور کې سره راټول شول، ابن اخطب یوځلې بیا خپلې محاسبې حاضرانو ته بیان کړلې. شته یهودیان خوشحاله شول او وویل: ځئ چې ولاړ شو د محمد(ص) خواته او هغه له دې راز څخه مو چې کشف کړی دی، خبر کړو. دوی په دې فکر  کې وو چې د پیغمبر(ص) د پلویانو عقیده به په دې سره کمزورې شي او په مقابل کې، یهودیان د هغې لارې په ټاکلو کې چې دوی په حقه ثابتوي، د مسجدالبني په لور یې حرکت وکړ.

یهودي پوه «حُیَیّ بن اخطب» د خپل ورور او څو نورو یهودیانو سره یوځای د پیغمبر(ص) خواته ورغلل. ده داسې وویل: مقطعه توري «الم» د ابجد تورو له مخې، «الف» له یو سره مساوي او «لام» له ۳۰ سره مساوي او «میم» له ۴۰ سره مساوي دی، د دې شمېرو د جمعې پایله، ۷۱ کېږي. له دې امله، دا آیت خبر ورکوي چې ستاسو د امت دوارن له ۷۱ کلونو ډېر نه دی! پیغمبر(ص) دوی ته یوه کتنه وکړه. هغه څېرې یې ولېدې چې د مطلب پوهېدو لپاره نه وو راغلي. دوی مقطعه توري د پیغمبر(ص) له دین سره د مقابلې لپاره خپله لاسته راوړنه ګڼله.

نو د رحمت پیغمبر په خبرو پیل وکړ او وویل: تاسو ولې یوازې « الم» ته پام کړی دی؟ مګر په قرآن کې نور مقطعه توري لکه «المص» او «الر» نشته! که ستاسو خبره سمه وي، ولې د ټولو محاسبه نه کوئ؟ یهودي مغرضانو د دې خبرو په اورېدو سره، چوپتیا غوره کړه او په شرم سره له دې ځایه ولاړل. په دې وخت کې د آل عمران سورت ۷ آیت نازل شو چې د قرآن آیتونه یې په دوو کلي برخو یعني « متشابه او محکم »، ووېشل. مقطعه توري هم د متشابهو آیتونو له ډلې دي.

متشابه آیتونه هغه الفاظ او عبارتونه لري کوم چې ډېرې معناوې لري او داسې چې د دوی له ظاهر او ژباړې څخه کوم مطلب نه ترلاسه کېږي؛ او تأویل ته اړتیا شته. محکم آیتونه هغه آیتونه دي چې واضحه دي او د آیت له ظاهر څخه د اورېدونکي لپاره موخه او مطلب روښانه دی.

خدای تعالی د آل عمران په ۷ آیت کې د دې مطلب به بیان کې چې منحرفه زړونه، د فساد او فتنې سرچینې دي، فرمايي: «هُوَالَّذی أَنْزَلَ عَلَیْکَ الْکِتابَ مِنْهُ آیاتٌ مُحْکَماتٌ هُنَّ أُمُّ الْکِتابِ وَ أُخَرُ مُتَشابِهاتٌ فَأَمَّا الَّذینَ فی قُلُوبِهِمْ زَیْغٌ فَیَتَّبِعُونَ ما تَشابَهَ مِنْهُ ابْتِغاءَ الْفِتْنَةِ وَ ابْتِغاءَ تَأْویلِهِ وَ ما یَعْلَمُ تَأْویلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَ الرّاسِخُونَ فِی الْعِلْمِ یَقُولُونَ آمَنّا بِهِ کُلٌّ مِنْ عِنْدِ رَبِّنا وَ ما یَذَّکَّرُ إِلاّ أُولُوا الأَلْبابِ.

 او دی هغه څوک دی چې کتاب یې پر تاسو نازل کړ، د هغه ځیني آیتونه، محکم آیتونه دي چې د کتاب اصل دي او ځیني نور یې  متشابه آیتونه دي، خو هغه کسان چې په زړونو کې منحرف وي، یوازې له متشابهو آیتونو پیروي کوي، ترڅو له دې لارې فتنه رامنځته کړي او له دې امله هغه آیتونه په خپله خوښه تأویلوي، په داسې حال کې چې د هغه په تاویل نه پوهېږي، مګر خدای او د علم راسخین، وايي په ټول قرآن ایمان لرو چې ټول زموږ د پروردګار له لوري دی او له عقلمندو پرته، نور تري پند نه اخلي.

د اسلام په لومړیو کې، تمه دا وه چې یهودیان له نورو مخکې اسلام ته مخه کړي، ځکه دوی اهل کتاب وو او د اسلام د ستر پیغمبر(ص) نښې یې په خپل کتاب کې لوستلې وې، په همدې اساس، د دوی یوشمېر کسان مدینې ته ولاړل او د دې ښار په شاوخوا کې ژوند پیل کړ، ترڅو د آخرالزمان پیغمبر(ص) په راڅرګندېدو، له ده سره لومړني بیعت کوونکي وي. خو کله چې موعود پیغمبر(ص) په رسالت مبعوث شو، نه یوازې له هغه سره یې بیعت ونکړ، بلکې د دوی د رسالت پر وړاندې یې په دسیسو او لیکو جوړولو لاس پوري کړ.

ګرانو مینوالو په دې شېبو کې  ستاسو پام د یهودو یوې بلې کېسې ته رااړوو چې د آل عمران سورت له ۹۸ څخه تر ۱۰۱ آیتونو د نازلېدو لامل شو.

یهودي بوډا شاس بن قیس، د یوشمېر مسلمانانو ترڅنګ تېر شو. ده د اوس او «خَزْرج» دوو قبیلو خلک یې چې له یو بل سره خونړۍ جګړې کړې وې، ولیدل. دا دوه قبیلې په ډېر صمیمیت او مینې سره د یوه بل ترڅنګ ناستې وې او یوه غونډه یې درلوده. شاس د دې صحنې په لیدو ډېر خفه شو او له ځان سره یې وویل: دا ملګرتیا او مینه د یهودو لپاره د منلو وړ نه ده. که دوی د محمد(ص) تر مشرۍ لاندې له دې لارې پر مخ ولاړ شي، زموږ د قوم شتون په بشپړه توګه له ګواښ سره مخ دی.

په ناڅاپه توګه یو پلان په فکر کې ورغی. نو یوه یهودي ځوان ته یې امر وکړ، چې له دوی سره یوځای شي او د بُغاث ورځي په یادولو سره، هغه خونړۍ پېښې دوی ته یادې کړي. بُغاث هغه ورځ ده چې له اسلامه وړاندې، د اوس او خزرج قبیلو په دې ورځ له یو بل سره وجنګېدل او سخت تلفات یې یو بل ته واړول.

یهودي ځوان غونډې ته ولاړ، د بُغاث له ورځې یې یادونه وکړه او د حماسي شعرونو په ویلو یې پیل وکړ، چې په هغې جګړې کې ویل کېدل. دا شعرونه له فحاشۍ او بدو خبرو ډک وو، چې دواړو قبیلو د جګړې په وخت کې یوه بل ته ویل. یهودي ځوان شعرونه داسې په جذبې سره ویل، چې ګواکي همدا اوس هغه وخت دی. ځیني مسلمانان د خپلو پېښو او وژل شویو کسانو په یاد سره، وپارول شول او په لفظي شخړو یې پیل وکړ.

څه موده تېره شوې نه وه چې د دواړو قبیلو ځینو کسانو د هغو پېښو په بیا تکرار یوبل ګواښل. له دوی څخه یوه کس چیغه کړه چې زه چمتو یم بیا له تاسو سره وجنګېږم. په همدې وخت کې یوه بل کس هم همدا خبره تکرار کړه. تراوسه درېیم ته خبره نه وه رسېدلې، چې خبرې ډېرې شوې او غږ اوچت شو، چې موږ چمتو یو! او وروسته له هغې وسله واخلئ! وسله واخلئ! غږونه اوچت شول. تر اوسه یو ساعت نه وو تېرشوی چې د حره سیمه د جګړې ډګر په توګه وټاکل شوه او دواړو ډلو حرکت وکړ. د دې پرېکړې خبر په ښار کې غوږ په غوږ کېدو او د هرې قبیلې وګړي له خپلې قبیلې سره یوځای کېدل او سختې جګړې ته یې لاره هواروله.

خبر رسول الله(ص) ته ورسېد. آنحضرت له خپل یوشمېر یارانو سره حرکت وکړ او ډېر ژر یې خپل ځان دوی ته ورساوه او وې فرمایل: اې مسلمانانو! آیا د جاهلیت دوران شخړو ته ورګرځېدلي یاستئ، حال دا چې زه ستاسو په منځ کې یم. تاسو خپلو تېرو وختونو ته ورګرځېدلي یاستئ، له هغې ورسته چې خدای تعالی تاسو یې د اسلام مبارک دین ته راوبللئ، ستاسو عزت او عظمت یې رامنځته کړ. د جاهلیت اړیکې یې له تاسو پرې کړلې، تاسو یې له کفر حخه وژغورلۍ او ستاسو په منځ کې یې الفت او محبت رامنځته کړ! آیا غواړئ د جاهلیت تګلارې په مخ کې ونیسئ او هغه کفر چې مخکې پکې وئ ورته ولاړ شئ؟ د رسول الله(ص) خبرو پر دوی اغېزه وکړه. دوی پوه شول چې دا شیطاني کار خائنانه نقشه ده، چې د دوی دښمن رامنځته کړې ده. نو تورې یې پر ځمکې پرېښودې، په داسې حال کې له سترګو یې اوښکې بهېدي، یوبل ته یې د مینې غاړه ورکړه.

په دې وخت کې، د آل عمران سورت له ۹۸ څخه تر ۱۰۱ آیتونه نازل شول. په دوو لومړنیو آیتونو کې، غولوونکي یهودیان غندي او په دوو وروستیو آیتونو کې، مسلمانانو ته خبر داری ورکوي:« قُلْ یَا أَهْلَ الْکِتَابِ لِمَ تَکْفُرُونَ بِآیَاتِ اللَّهِ وَاللَّهُ شَهِیدٌ عَلَى مَا تَعْمَلُونَ / قُلْ یَا أَهْلَ الْکِتَابِ لِمَ تَصُدُّونَ عَنْ سَبِیلِ اللَّهِ مَنْ آمَنَ تَبْغُونَهَا عِوَجًا وَأَنْتُمْ شُهَدَاءُ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ / یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِنْ تُطِیعُوا فَرِیقًا مِنَ الَّذِینَ أُوتُوا الْکِتَابَ یَرُدُّوکُمْ بَعْدَ إِیمَانِکُمْ کَافِرِینَ / وَکَیْفَ تَکْفُرُونَ وَأَنْتُمْ تُتْلَى عَلَیْکُمْ آیَاتُ اللَّهِ وَفِیکُمْ رَسُولُهُ وَمَنْ یَعْتَصِمْ بِاللَّهِ فَقَدْ هُدِیَ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِیمٍ.

 ووایه اې اهل کتابو، ولې د الله  آیتونه نه منئ؟! او الله شاهد دی هغه څه چې تاسو یې ترسره کوئ. ووایه اې اهل کتابو تاسو ولې د الله له لارې هغه کسان منع کوئ، چې ایمان یې راوړی دی او غواړئ چې دغه لاره کږه کړئ، حال دا چې تاسو (د دې لارې د سموالي) شاهدان یاست؟! خدای له هغه څه نه غافل نه دی، کوم چې تاسو یې ترسره کوئ، اې مومنانو، که تاسو د اهل کتابو د یوې ډلې اطاعت وکړئ (چې دنده یې د نفاق خپرول او د کینې او دښمنۍ اور بلول دي) نو هغه به تاسو له ایمان وروسته کفر ته راوګرځوي او دا څنګه ممکنه ده چې تاسو کافر شئ، حال دا چې تاسو ته د خدای آیتونه لوستل کیږي او د هغه پیغمبر ستاسو په منځ کې دی؟! او څوک چې الله ته غاړه کېږدي، هغه په سمې لارې کې دی.

=====

مقطعه توري یو یا څو توري دي چې د قرآن کریم د ځینو سورتونو په پیل کې له بسم الله الرحمن الرحیم څخه وروسته راځي. دا توري یو له بل سره یوځای لیکل شوي دي، مګر دوی یوه کلمه نه جوړوي. مقطعه توري په جلا توګه لکه: الف / لام / میم لوستل کیږي. د مقطعه تورو په اړه مختلف نظریات شتون لري. امام صادق (ع) د مقطعه تورو په اړه فرمايلي دي: دا مقطعه توري د خدای پاک او د هغه د ګران رسول (ص) تر منځ يو راز دی، هغه یې د تورو په شکل جوړ کړل، چې دغه رازونه د نورو له سترګو لرې وساتي او هغه يوازې د خپل ملګري او حبیب لپاره یې روښانه کړي.

ژباړه: زماني